په جمهوري اسلامې کې موسيقي

ایا موسیقی په جمهوری اسلامی حکومت کی غږول کيږی که نه او که نه کیژی نو ایا دا دولت اسلامی دی او که نه نو که نوی نو ولی په جهر سره دجهادا علان نکوی؟

عنوان : په ننی نظام کی دجهادی مشران په کومه فتوا سره کارکوی او که کوم دلیل لری نو کوم دلیل لری مونږ هم تری خبر کړی مننه؟   ځوان مسئول

ځواب

بسم الله  الرحمن الرحيم

کوم شی چې اسلام حلال کړي وي هغه هيڅ څوک هم نه شي حرامولای او کوم شی چې اسلام حرام کړي وي هغه هيڅ هم نشي حلالولی ، موسيقي په قرآن سنتو او د امت په اجماع حرامه ده نو هيڅ يې نشي حلالولی پوره تفصيل دلته وګورې .

هو په دې کې شک نشته چې داسې خلک به پيدا شي چې موسيقي به روا او حلاله بولي ځکه ددې خلکو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم  داسې وړانديز کړی دی : يكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

او تاسې چې جمهوري اسلامې ته اشاره کړی ده

اول دا چې دې حکومت ته اسلامې ويل جرم او ګناه ده ځکه اسلامې حکومت هغه وي چې په ما انزل الله (قرآن او سنتو ) فيصلې وکړي او همدا يې قانون وي نه د ملل کفري په قوانينو او نه د کفري ديموکراسۍ په قوانينو ، دا حکومت داسې اشغال او يرغل جوړ کړی دی چې هغوی غواړي اسلام له بيخه وباسي او پر ځای يې کفري ديموکراسي را مينځته کړي نو داسې حکومت به څنګه اسلامې وي ؟

او بل دا چې تاسې خو موسيقي په ګوته کړې ده دا يو فاسق او فاجر حکومت دی چې په دې کې هر قسم فسق او فجور رواج لري لکه : سود ، قمار ، رشوت ، موسيقي ، فحشاء ته بلنه د نارينه او ښځو اختلاط او داسې نور ………..

دوهم پوښتنه مو د جهادي رهبرانو په اړه کړې ده .

ورور د هيچا عمل د اسلام ترجماني نشي کولای ، اسلام به په قرآن او سنتو کې ګورو او له هغه څخه به يې زده کوو

په اسلامې فقه کې مستأمن بيان شوی دی هغه کافر ته وايي چې اسلامې ملک ته د څه وخت د پاره داخليږي اسلامې چارواکي به هغه ته يوازې د شپږو مياشتو ويزه ورکوي او که د شپږو مياشتو زيات وخت تيرول غواړي نو بيا ذمي دی د ذمي احکام ور باندې جايري کيږي .

د کفارو سره صلح يا د صلحي تړون هم څو صورتونه لري

اول : د مسلمانانو د د کفارو له يوې ډلې سره جنګ وي د کفارو د بلې ډلې سره د اور بند يا جنګ بندی تړون کوي .

دوهم : د مسلمانانو د کافرانو سره جنګ وي او د کافرو د يوې بلې ډلې سره چې هغوی به د دوی تر بيرغ لاندې د کافر قوم سره جنګيږي او د دوی تر څنګ به دريږي په شرط ددې چې غلبه د حکم د اسلام وي تړون کوي .

دريم : څه تجارتي يا اقتصادي تړون وي په شرط ددې چې غلبه و حکم د اسلام وي .

بغير له دې نور د کفارو سره تړون حرام دی او د کافرانو سره د مسلمانانو د وهلو ، بې عزته کولو او وژلو د پاره تړون کول ، کومک او دوستي کول اشد موالات او د ايمان د زوال سبب ګرځي .

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

نو واضح شوه چې اوسني کافران يرغلګر دي د اسلام په خاوره يې تيری کړی دی او پر وړاندی يې جهاد فرض دی .

نور وضاحت ته ضرورت نشته خپله قضاوت وکړئ په دې مسئله اوس ووړ او زوړ ښه پوهيږي .

او بل دا چې جهادي رهبران د ځان د پاره څه دليل لري دا پوښتنه هغوی ته راجع ده چې هغوی څه دليل لري ؟

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.