السلام عليكم ورحمة الله : ستاسو نه ډيره مننه كوم چه مونږ ته مو څومره زيات سهولت اماده كړئ زه دغه سايټ ډير زيات مطالعه كوم ډير زيات خلك مي هم دى سايت ته بللي دي دا سايت ماته ډير محبوب دئ حتٰى دى موبايل په صفحه كې راويتئ اگر كه سوالونه مى ډير كم كړي زما نه چا ډيره جدي پوشتنه وكړه خو زه ناجوابه شوم او ځواب رانه غواړي هغه داچه په جاى نماز باندى دى جامو اتو كول چه اوس په هركوركى رواج گرزدلي عجيبه خو ما ته دا شكاره شوه چه ويل يي چه حديث دى پيغمبر دئ كه سوك په جاى نماز كالي اتو كري لكه زما په جان چه اتو كشكوي كه زواب مو راكر منندوئ به مو وم ؟ په پاى كه بايد دا ووايم
چه زما موبايل پشتو نلري معافي غوارم
محمد حمزه
——————————————————————————–
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په جای نماز باندې لمونځ کول جايز دی او جاينماز د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دی .
عَنْ مَيْمُونَةَ رضي الله عنها قالت : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي عَلَى الْخُمْرَةِ (متفق عليه ) .
ژباړه : د ميمونې رضی الله عنها څخه روايت چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به په خمرة باندې لمونځ کولو .
الخمرة يو وړوکی فرش وو چې د لمانځه پر مهال به رسول الله صلی الله عليه وسلم د سجدې په ځای کې غړولو تر څو د ځمکې ګرمي او يخنې دفع کړي .
مګر ځنې محدثين وايي : الخمره تر هغه لوی فرش وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په هغه باندې لمونځ کولو او په هغه باندې کيناستلو .
رواه أبو داود (5247) عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ :فَأَلْقَتْهَا بَيْنَ يَدَيْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى الْخُمْرَةِ الَّتِي كَانَ قَاعِدًا عَلَيْهَا فَأَحْرَقَتْ ..صحيح أبي داود (4369) .
جاينماز د فرش حکم لري د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دی او د جانماز استمعال لکه د کيناستلو ، د ګرمۍ او يخ دفع کولو لپاره استعمالول هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي ، او جاينماز د فرش حکم لري د هغه خاص احترام په شريعت کې ثابت نه دی ، په هغه باندې کالي اتو کول جايز دي ځکه په اړه يې هيڅ شرعي منع نشته .
دوهم دا چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پورې درواغ احاديث تړل ستره ګناه ده کوم حديث چې تاسې بيان کړی هيڅ اصل او ثبوت نلري .
په حديث شريف راغلي : من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار
يعنې : څوک چې قصداً رسول الله صلی الله عليه وسلم درواغ احاديث منسوبوي هغوی اصلاً ځان ته په دوزخ کې ځای برابروي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم