په تعلیم او دعوت کي له خلګو سره نرمي کوئ

کله چي له خلګو سره خبري کوئ ، نو خبره په نرمي، په خندا او خوش اخلاقي کوئ، که ستاسو مخاطب کس نېک سړی وي که بد، که سني وي که بدعتي. ځکه چي الله جل جلاله فرمایې: (قولوا للناس حُسنا) یعني کله چي له خلګو سره خبري کوی، نو په خوش اخلاقي سره یې کوئ. البته د دین په معامله کي سستي او حق پټول مه کوئ، وجه ئې داده چي کله موسی او هارون علیهما السلام الله پاک فرعون ته ولیږل؛ نو دا هدایت یې ورته وکړئ، (قولا له قولاً لینا) یعني فرعون ته په نرمی سره دعوت ورکړی، نو نن چي کومي خبري کوونکي یا دعوت کوونکي دي، هغه خو تر موسی علیه السلام په دعوت کي بهتره نه دي او کومو کسانو ته چي خبرې یا دعوت کوي که هر څومره بد سي تر فرعون خو زیات بد او خبیث نه سي کېدای.

  معارف القران ج ۱ صفحـ ۲۳۲ سورة البقره.  

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟