په بيا ژوندې کېدو ، حساب ، ميزان ، حوض کوثر او شفاعت ايمان

يوم القيامة ځکه ورته وايي چې په دې ورځ ټول خلکو د حساب او جزاء لپاره را ټوليږي او يوم الآخر ځکه ورته وايي چې دا آخري ورځ ده .

د قيامت په ورځ ايمان لرل د ايمان پنځم رکن دی ، د قيامت په ورځ ايمان لرل شامل دي: ایمان په بیا ژوندې کېدو ، حساب ، ميزان ، جنت او دوزخ باندې .

أصلُ التوحيدِ وما يصحُ الاعتقادُ عليهِ، يجبُ أنْ يقولَ: ءامنتُ باللهِ، وملائِكتِهِ، وكتبِهِ، ورُسُلِهِ، والبعثِ بعدَ الموتِ والقدرِ خيرِهِ وشرِّهِ منَ اللهِ تعالى، والحسابِ، والميزانِ، والجنةِ، والنارِ، وذلكَ حقٌ كُلُّهُ.(فقه اکبر) .

ژباړه: په ورځ د قيامت باندې د ايمان راوړلو مقصد دا دی چې د قيامت د ورځې او د هغې څخه وروسته راتلوونکو حالاتو په باره کې چې مونږ ته قرآن او سنتو څه بيان کړي د هغو ټولو منل دي . او دا عقېده لرل چې دا دنيا فنا کېدونکي ده ، او په بيا ژوندې کېدو ، حساب او جزا باندې عقېده لرل دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَادُواْ وَالنَّصَارَى وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ] (البقرة: ۶۲).

ژباړه: يقيناً هغه څوک چې مؤمنان دي که يهوديان او نصارا او يا صابيان که هر چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي او غوره عمل يې کړی وي . نو د الله تعالی په نزد ورته اجر او ثواب دی . نه به پرې ډار وي او نه غم .

د قيامت په ورځ ايمان شامل دی په لاندې امورو باندې :

۱- په قبر کې د ملائکې په پوښتنه کولو او همدارنګه د قبر په نعيم باندې لپاره د اهل طاعت او عذاب لپاره اهل معصيت .

لقوله سبحانه وتعالی :[النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آَلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ] (عافر ۴۶ ).

ژباړه: د دوزخ اور دی چې سهار او ماښام هغوی ته ور وړاندول کيږي او چې کله د قيامت ساعت راشي نو امر به وشي چې آل فرعون سخت عذاب ته داخل کړﺉ.

د بخاري‌ او مسلم‌ په حديث‌ شريف‌ کې له ابن ‌عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه‌ رسول‌‌الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إن‌ أحدكم‌ إذا مات‌ عرض‌ عليه‌ مقعده‌ بالغداة‌ والعشي‌، إن‌ كان‌ من‌ أهل‌ الجنة فمن‌ أهل‌ الجنة‌ وإن‌ كان‌ من‌ أهل‌ النار فمن‌ أهل‌ النار، يقال‌ له‌: هذا مقعدك‌ حتي‌ بعثك‌ الله‌ إليه‌ يوم‌ القيامة ‌» (رواه البخاري و مسلم ) .

ژباړ: کله چې يو د تاسې وفات شي هغه ته به خپل ځای سبايي او بيګايي ورښودل کيږي کچيرې د اهل جنت څخه وي هغه ته به د اهل جنت ځای ور ښودل کيږي او که اهل دوزخ وي هغه ته به د دوزخ ځای ور ښودل کيږي ،او هغه ته ويل کيږي دغه دی ځای ستا تر څو د قيامت په ورځ الله تعالی تا هغه ته وليږي.

۲- په بيا ژوندي کېدو باندې ايمان ، کله چې دوهمه شپلۍ ووهل شي نو خلک د الله حضور ته حاضر کړ شي .

قال الله تعالى[ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ- ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ] (المؤمنون: ۱۵-۱۶).

ژباړه: بيا تاسې له دې وروسته حتماً مړه کيدونکی ياست ، او بيا به د قيامت په ورځ بې له شکه ژوندي راپورته کړای شئ .

۳- د قيامت په ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حوض کوثر باندې ايمان لرل .

لقوله سبحانه وتعالی : [( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ..]( الكوثر:۱).

۴- د قيامت په ورځ په حساب او جزا باندې ايمان لرل .

[إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ- ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ] (سورة الغاشية:۲۵-۲۶) .

ژباړه: يقيناً چې بيرته به مونږ ته راځئ ، بيا د دوی سره حساب زمونږ کار دی .

۵- په ميزان باندې ايمان لرل ، داسې تله چې د ذرې په اندازه نيک او بد اعمال تلې .

[ وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ] (الأنبياء :۴۷) .

ژباړه: مونږ به د قيامت په ورځ د انصاف تلې کيږدو نو په هيچا به هيڅ ډول تيری ونه شي .

۶- په پل صراط باندې ايمان لرل ، کوم چې د دوزخ د پاسه جنت ته تير شوی چې هر څوک به د خپل نيک عمل په وسيله له هغه څخه تيږي څوک د سترګو د رپ په شان ، څوک د برق په شان ، څوک د باد په شان ، څوک د آس د تګ په شان …. تيريږي .

۷- په جنت او دوزخ ايمان لرل ، چا چې ايمان راوړی وي او ښه عملونه يې کړي وي هغه به جنت ځي ، او چا چې ايمان نه وي راوړی هغه به هميشه په دوزخ کې وي . او د چا چې ګناهونه پر نيکو کارونو ترانه شوی وي هغو به د څه وخت لپاره دوزخ ته ځي .

لقوله سبحانه وتعالی : [فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ * فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ * وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ * فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ * نَارٌ حَامِيَةٌ] (القارعه ) .

۸- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شفاعت باندې ايمان لرل چې الله تعالی هغه ته د شفاعت اجازه کړې ده او په ورځ د آخرت به د خپل امت شفاعت کوي .

نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: « أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه » (رواه البخاري).

ژباړه : د قيامت په ورځ به د خلکو څخه زما د شفاعت زيات سعادت د هغه چا په برخه وي چې چا د زړه په اخلاص سره ويلي وي چې : لا اله الا الله .

…………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com✅

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.