په بانک کې د کمپلانس افيسر په توګه دنده تر سره کول څه حکم لري ؟

اسلاعليکم ورحمت الله ورحمت الله وبرکاته

محترم وروره الله پاک مو په ژوند کښی خیراوبرکت واچوه لکه څرنګه چی زه په کابل بانک کښی کارکوم البته دپوهنتون شعبه دکمپلانس افیسرپه صفت دپیسودتطهیرپه برخه کښی او غواړی چی دپاک قرآن ونبوی احادیث زمونږدکار په ارتباط څه حکم کوی که دمهربانی له مخی راته ځواب کړی دابه ستاسو لوی احسان وی انشاالله      ع .ک – کابل افغانستان

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم بانک چې د سود او قمار په معامله کې لاس لري له هغې سره کار کول جواز نه لري

اصلاً خو د ټولو نارواوو سره مرسته او مدد کول حرام دي قوله تعالی :[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

دا چې د سود ګناه ډيره سخته ده نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په خاص ډول د سود په معامله کې مرسته کول هم د سود سره برابر بللې دي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم ) . رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي اوشاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .

د پورته ذکر شوی صحيح حديث په رڼا کې د ټولو فقهاوو په دې باندې اتفاق دی چې په سودي بانک کې کار کول جواز نه لري .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.