ډېر داسې اسلامي هیوادونه شته چې ټول وګړي یې مسلمان او د اسلام ټول مناسک او اعمال په کې ترسره کیږي خو اسلامي حقوق او قوانین نه په کې عملی کیږي، خو د یوه مسلمان هیواد او مسلمان لپاره داسې نه ده ، ځکه چې الله وایي چې تاسو په دین کې مکمل داخل شئ، نو دلته سوال پیدا کیږي چې وګړي ټول مسلمان او قوانین د غربیانو په لاس جوړ شوي عملي کیږي! دا هغه هیوادونه دي چې وګړي یې د ژوند په سختیو کې راګیر او له هر ډول ستونزو سره مخ دي. دلته یو څو پوښتنې دي چې په دې لیکنه کې به په تفصیل سره بحث پرې وشي هغه دا دي:
لومړۍ پوښتنه: ایا خلک اسلامي نظام نه غواړي.؟ دوهمه پوښتنه: ولې خلک اسلامي نظام ته اړتیا لري.؟ او همدارنګه به په آخر کې په دې هم بحث وکړو چې اسلامي نظام کومې ګټې لري.؟
ډېر داسې هیوادونه شته چې ټول وګړي یې مسلمان دي، خو نظامونه او قوانین په کې ټول کفري اوسیکولري دي . ډېر داسې موارد دي چې نظامونه پکې د خلکو په لاس جوړ شوي قوانین عملي کوي. دلته به پر هر عامل ځانګړې رڼا واچوم چې له ټولو مهم دی، هغه سیاسي ګټې او واک دی، چې په دې سره حاکم ځواکونه له اسلامي نظام څخه ډاریږي، ځکه چې اسلامي نظام په عدالت او د مساوات پر بنسټ ولاړ دی او دا نظام ممکن د اوسنيو واکمنو لپاره ګټور نه وي. دوی د خپلو سیاسي ګټو د ساتلو لپاره د اسلامي اصلو پرځای، داسې نظامونه کاروي چې د دوی قدرت خوندي او دوامدار وساتي. د اسلامي نظام د پلي کولو په صورت کې حاکم باید په عدل او انصاف ولاړ قوانین تعقیب کړي، چې ممکن د هغوی واک او اختیار کمزوری کړي.
یو بل مهم عامل چې پوهانو ورته اشاره کړې ده، هغه داده چې بهرني فشارونه هم د اسلامي نظام په مخنیوي کې مهم رول لري چې په لومړي سر کې لوېدیځ هیوادونه او نړیوالې ادارې پر ډیرو هیوادونو زیات فشار واردوي چې د اسلامي نظام پر ځای دی سیکولر (غیر دیني ) نظام رامنځته کړي.
همدارنګه ځیني ناروا برداشتونه او غلط فهمۍ دي چې ځیني خلک په اسلامي هیوادونو کې فکر کوي چې اسلامي نظام به دوی له پرمختګ او عصري ژوند څخه بې برخې کړي، دوی داسې ګمان کوي چې اسلامي قوانین ممکن له نړیوالو پرمختګونو سره سمون ونه لري او دوی به له نړیوالې ټولنې څخه جلا کړي. دا فکر د لوېدیځ له تبلیغاتو د متاثر کیدلو، د ناسم برداشت او یا هم د لویدیځ پالنې له امله پیدا شوی او خلک فکر کوي چې اسلامي نظام یواځې سخت قوانین او محدودیتونه وضع کوي.
د اسلامي نړۍ یوه بله بدبختي چې اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده هغه مذهبي اختلافات او مذهبي ګوندونه دي. په ځینو اسلامي هیوادونو کې مذهبي اختلافات په اوج کې دي، نو هره ډله کوشش کوي چې واک په خپل اختیار کې واخلي، نو دوی په همدې کشمکش کې وي او اصلي موخه چې اسلامي نظام ده ترې پاتې وي.
یو بل لامل چې په اسلامي هیوادونو کې د اسلامي نظام مخه نیسي، هغه اقتصادي ګټې او منافع دي. لکه څنګه چې په اوسنۍ نړۍ کې سود عام دی او زیات شمیر بانکونه په سود باندې کاروبار کوي، نو په اسلام کې خو سود حرام او اسلامی نظام خو د سود مخه نیسي، نو ځکه خلک د اسلامي نظام مخنیوی کوي.
همدارنګه په اوسني وخت کې چې د غرب میډیا په اوج کې ده او زیات شمیر ډالر پرې مصرفوي او ټول تمرکز یې په غربي فرهنګ او تبلیغاتو دی، نو موږ یې نن سبا پر اسلامي نړۍ تاثیر وینو، چې د اسلامي نړۍ د غرب د میډیا ښکار شوي ځوانان اسلامي نظام ته زړه نه ښه کوي، خو متاسفانه چې اسلامي نړۍ د میډیا په برخه کې ډیره کمزورې ده او مسلمانانو خپل اسلامي رسالت په دې برخه کې په درست ډول سرته ونه رساوه چې نن سبا یې موږ له ډیرو ستونزو سره مخ کړي یو.
یو بل عمده لامل چې مسلمانان ورسره مخ دي، هغه تاریخي تیروتنې دي، هغه که د مشرانو په کچه وې، که د نظامونو په کچه، خو نوي نسلونه یې زیات متاثر کړل او ورسره څنګ کې د غیر مسلمو تبلیغات چې اسلامي نظامونه یې خلکو ته له پامه وربد کړل.
په آخر کې به دا ووایم چې دا عوامل نه یوازې له داخلي سیاستونو او ټولنیزو شرایطو څخه اغیزمن دي، بلکې نړیوالو او جیوپولیتیکي فشارونو هم اغیزه پریښې.
ولې خلک اسلامي نظام ته اړتیا لري.؟
په یوه هیواد کې اسلامي نظام ددې لپاره دی چې اسلامي ټولنه د اسلامي ارزښتونو د اصولو په رڼا کې وساتل شي. اسلامي نظام هغه چوکاټ دی چې مسلمانانو ته د ژوند هر اړخ کې لارښوونې ورکوي، له فردي او اجتماعي ژونده نیولې، تر اقتصادي، حقوقي او سیاسي برخو پورې. پر ځينو مواردو به په لنډ ډول بحث وکړو. اول شرعي قوانین: اسلامي نظام د الله (ج) قوانینو او شریعت پر بنسټ ولاړ دی، او همدارنګه اسلامي نظام د عدالت، انصاف او برابری اصولو ته ژمن دی. یو بل عامل چې اخلاقي لارښوونې دي چې اسلامي نظام د اخلاقي ارزښتونو د خپرولو او ساتلو لپاره کار کوي. لکه امانت، صداقت، انصاف او ورورولي. یو بل مورد چې اقتصادي عدالت دی، اسلامي نظام په اقتصادي چارو کې د سود او اقتصادي استثمار پر وړاندې سخت دریځ لري، د زکات او صدقې په ورکولو سره د مال او دولت عادلانه ویش تضمینوي او د ټولنې غریبو او بېوزلو وګړو ته د مرستي فرصت برابروي. همدارنګه سیاسي ثبات دی، په اسلامي نظام کې د شورا او مشورې یو اصل دی او اسلامي نظام ورته ژمن دی چې په دې کې د خلکو رایې او نظرونه ارزښت لري.
په اسلامي نظام کې کومې ګټې دي.؟
اسلامي نظام چې د ټولنې د هوساینې لپاره کار کوي او د ټولو حقوق پکې خوندي دي، هغه که د ټولنې هر قشر او وګړي دي. له ټولو مهمه ګټه یې حد جاري کول دي چې د ټولنې بقاء پکې نغښتې ده او په ټوله کې د امن او سکون تضمین کوي. همدارنګه د اسلامي نظام یو بل اصل دیني ازادي ده چې ټول وګړي پکې په آزادانه ډول خپل دیني مناسک تر سره کولی شي، نو په اخر کې ویلی شو چې دا ټول اصول او اهداف مرسته کوي چې یوه اسلامي ټولنه په امنیت، عدالت او اخلاقي فضاء کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او د دنیا او اخرت کامیابي ترلاسه کړي. په اخر کې به دا ووایم چې اسلامي نظام ډیرې ګټې لري چې له ټولو غوره بیلګه یې ((عدالت)) ده چې دا په نورو نظامونو کې نه تر سترګو کیږي، که وي هم په ډیره کمه کچه به وي.
په وروستیو کې به دا ووایم چې که چیرې په یوه هیواد کې اسلامي نظام وی، نو هلته به د شریعت ټول قوانین عملي کیږي. لکه حدود چې دا یو الهي امر دی او همدارنګه اقتصادي مساوات، ټولنیز عدالت، اخلاقي اداب او داسې نور هغه قوانین چې د وګړو په ارامه ژوند کې رول لري او د ښه ژوند تضمین یې کوي. نو په اخر کې ویلی شو چې اسلامي نظام په ټوله معنا د انسان او انسانیت لپاره له ټولو غوره انتخاب او د انسانیت ټول مشروع اهداف پکې نغښتي دي، نو اسلامي نظام په ټوله کې د انسان د اراموالي او هوساینې لپاره دی.