د نړی په هر ګوټ کې هره ورځ په ډلو ډلو کسان په اسلام کې داخليږي ، د هغوی زياتره داسې کسان وي چې خپله يې قرآن او اسلامې تعاليم لوستلي وي او په حقيقت پوه شوی وي او وروسته د اسلام په مقدس دين کې داخل شوي وي ، په دې اړه هره ورځ په اسلامې پاڼو کې ډير خبرونه خپريږي خو زمونږ دا په وس پوره نه ده چې هغه هر ورځ وژباړو او خپاره يې کړو ، بس کله کله د نموني د پاره يو لڼد مطلب خپروو .
په رياض کې ۲۳۱ کسان د انټرنيټ له لارې مسلمان شول
مجله الجزيره . عمرليحان
چهارشنبه ۶ ربيع الاول ۱۴۳۲ ، شماره ۱۴۰۱۳
د روضه په محله د رياض په ښار کې د مهاجرينو د پاره د دعوت او ارشاد د کوښښتونو په وسليه د يوې ناستې په نتجه کې ۳۰۶ کسان د مختلفو مليتونو څخه د اسلام په مقدس دين مشرف شول چې له هغې ډلې ۲۳۱ کسان د انټرنيټ په وسليه او ۷۵ کسان مستقيماً د نوموړي مرکز لخوا مسلمان شول .
د استوګنځيو جوړونې پروژي ۶۰ چينايي کار کونکي مسلمان شول
عبدالله البرقاوي مجله سبق رياض
د مهاجرينو د تعاون د دعوت او ارشاد مرکز په دې وتوانيد تر څو ۶۰ کسه چينايي کار کونکي د يوي ناستي په نتجه کې چې د پنځشنبی په ورځ تر سره شوه مسلمان شول .
ددې مرکز د عمومي روابطو مدير محمد الفرجي وايي : چې دا کسان د مهاجرينو د پاره د استوګنځيو جوړولو په پروژه کې عملاً کار کوي ،
د يادولو وړ ده چې د نومړی مرکز د کوښښتونو په وسليه ۱۸۸ چينايي مهاجرين او ۵۸ نفره فيليپينې چې مسکن يا استوګنځيو جوړولو په پروژه کې کار کولو د تير رمضان المبارک په مياشت کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول
منبع : سايټ طريق الايمان