په اسلامې امت کې د ډیموکراسۍ ناوليې پايلې د سود او موسيقۍ رواجول

۸ ـ سودي نظام تر ويجول :

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ له پلي کولو څخه د صليبيانو اتم مقصد دسودي نظام د راکړې ورکړی ترويجول دي ، چې دټولنې لپاره د ناسور حيثيت لري ، ځکه چې سود په ټولنه کې دغربت بدمرغه اقتصادي پديده اضافه کوي او په ټولنه کې نا انډولي او طبقاتي نظام پياوړی کوي دويم دا چې دقرض حسنه نېکمرغه او له صميميت ، زړه سوي ، اجتماعي مساوات څخه مملوء شرعي عمل ختموي چې له همدې امله الله تعالی د سود خوړل  دجنګ اعلان ګڼلی دی چې يو مسلمان به يې هيڅکله هم جسارت ونه کړي .

۹ ـ موسيقي عامول :

په اسلامي هېوادونو کې موسيقي عامول ، رقص او نڅا ترويجول ، څو وګړی د الله تعالی د ذکر پر ځای سندرې زده کړی او دجوماتونوپر ځای ډمخانو ته لاړ شي او دشيطان مزامير واوري او د الله دقهر او غضب مورد وګرځېږي . دماغ او عصاب يې شل شي او په دماغي رنځونو اخته شي چې ښه بلګه يې  زمونږ استعمار ځپلی هيواد افغانستان دی ، چې له ۱۳۸۰کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې په تېرولسوکلونو کې چې د ډيموکراسۍ نظام حاکم شوی دی په هر ځای کې موسيقي ده ګډا ده او شورماشودی  په زيارتونو کې موسيقي په خانقاو کې موسيقي ، په هوټلونو کې موسيقي ، په موټرونو کې موسيقي ، په ښارونو او بازارونو کې موسيقي ، په ليسو کې موسيقي ، په کورونو کې موسيقي ، صليبيان همدغه هدف لري هغه ملت چې تر پرون پورې انګريزان په لندن کې د دوي د تورو له شرنګ څخه له وېرې رپېدل نن يې د تورې په بدل کې رباب او ډول په لاس کې ورکړی دی . هغه ملت چې تر پرون پورې يې په ډلي او اصفهان حکومت کاوه نن په خپل هېواد کې محکوم دي او صليبيان حکومت پرې کوي او دوی موسيقي او رقص ورته کوي .

***********************************************************************************************************************
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.