۳ ـ خپل مصنوعات په اوچتو نرخونو پلورل :
په اسلام هيوادونو کې دصليبيانو له پلوه دډيموکراسۍ دنظام له پلي کولو څخه دريمه موخه په اسلامي هېوادونو کې دخپلو مصنوعاتو په اوچتو نرخونو پلورل دي په داسې ډول چې د اسلامې هېوادونو مصنوعات له رکود سره مخامخ کړي او دخپلو دلالانو په ذريعه دخپلو مصنوعاتو ستانه کوي او داسې موصفات يې بيانوي چې هغه په اسلامې مصنوعاتو کې نه وي چې له همدې امله په مارکيټونوکې عوام دغريبانو مصنوعاتو پېرودلو ته ترجېح ورکوي لکه چې همدا نن سبا کتلی شي په اسلامې هېوادونو کې مارکيټونه له صليبي او يهودي مصنوعاتو څخه مملوء دي ،چې ښه بيګه يې د ډينمارک اسلام دښمنه صليبی هيواد خوراکې مصنو عات دي ، چې په ګردو اسلامي هېوادونو کې او بيا په څانګړي توګه په عربي هېوادونو او نورو اسلامي هيوادونو کې لکه پاکستان ، ايران او نورو کې د ډينمارک د يوسل اوشل () کمپنيو مصنوعات لکه ملپېک ، ملايې ،کوچ ، بېسکټ ، درمل نور په خورا او چته بيه پلورل کېږي ، چې په دې توګه د کپېټاليزم له اصل سره سم دمارکېټ انحصار دخپلو مصنوعاتو په عرضه کولو سره کوي ، بيا نو دوی په خپل ټاکلي نرخ سره خپل مصنو عات پلوري .
۴ ـ په وروسته پاتې هېوادونو کې خپله فاضله سرمايه لګول :
څلورمه برخه يې د ډيموکراسۍ له پلي کولو څخه د افغانستان په څېر په وروسته پاتې اسلامې هيوادونو کې دا ده ، چې خپله فاضله پانګه ولګوي په داسې ډول چې تجارتخانې پکې جوړوي ، سهامي شرکتونه او سپکې او درنې صنعتي کارخانې پکې جوړوي لوی لوی هوټلونه لکه انټرکانټېننټل هوټل ، سپين غر هوټل او داسې نو پکې جوړوي ، څو دخپل لګولې سرمايې څو چنده پکې وګټي او مصنوعات په اوچت نرخ پکې وپلوري ګوډاګي ډيمکراتيک حکومتونه خپلو مؤمنو هېوادوالو ته وايي : دوی زمونږ دهېواد د ودانولو، آبادولو او صنعتي کولو لپاره خپلې سرمايې زمونږ په هيواد کې لګوي په داسې حال کې چې کپېټالېستان په خپله سرمايې لګولو سره اسلامي هېوادونه په زيات غربت مبتلاکوي او له همدغو کمپنيو څخه لاسته راوړی سرمايه خپلو خپلو هېوادونو ته لېږدوي . په يوه وروسته پاتې هېواد کې د دوی له سرمايې لګولو څخه اسلامی هېوادونو ته صرف داګټه وي چې د ځمکې اجاره يابيه ورکوي . دويم داچې په صنعتي کمپنيو ، هوټلونو ، دتيلو ټانکونو او د درمل پلورلو په نمايندګيو کې بشري قوه يعنې کار کونکي دهماغه وروسته پاتې اسلامی هېوادونو وي چې دمزدورانو په توګه کار پکې کوي په داسې حال کې چې تفسېر پوهانو او داسلامی امت فقهاو ويلی دي چې د مسلمان پر سر به کافر مشر او واکدار نه وي او دليل يې دقرآنکريم دنساء دسورت يوسل څلوېښتم (۱۴۰) مبارک آيت شودلی دی چې الله تعالی پکې فرمايلی دي :
(( ولن يجعل الله للکافرين علی المؤمنين سبيلا )) النساء ۱۴۰ ايت .
ژباړه : او له سره به الله تعالی یونه ګرځوی کافرانو لره پرمسلمانانو باندی لياره دحجت او برلاستيا .
يعنې چې کافر امير وي او مسلمان مامور وي او امر پرې کوي چې دا کار وکړه او دا مه کوه پاتې شو منتظمين د کمپنيو نو هغه هم زياتره دصليبی هيوادونو او سرمايه لګوونکيو وی صليبيانو او نوروکافرانو وي .
د نصاب بدلول ………….. بيا