په اسلامي ټولنه د هندي او ترکي سریالونو منفي اغېزې

د سریالونو اهداف

په تېرو څو لسیزو کې، په اسلامي ټولنو کې د غیر اسلامي سریالونو خپرونه زیاته شوې ده، چې دا چاره د بېلابېلو غربي هېوادونو او کلتوري شبکو لخوا په قصدي توګه پر مخ وړل کېږي، دغو سریالونو ته په کتو سره، ښکاري چې دا یوازې د تفریح یا ساعتېرۍ لپاره نه خپرېږي او نه یوازې ددې لپاره چې په دې سریالونو پانګونه کېږي، بلکې ددې سریالونو ترشا دوی ډېر ژور اهداف لري لکه:

_سیاسي اهداف

غربي ځواکونه په اسلامي هېوادونو کې د خپلو سیاسي ګټو خوندي کولو په موخه د دې سریالونو په وسیله خلک په غیر مستقیم ډول د خپل نفوذ لاندې راولي. موخه یې دا ده چې خلک د غربي ارزښتونو او سیاست سره آشنا او همغږي شي، په ډېرو سریالونو کې غربي دیموکراسي او قانون د ژوند د غوره بڼې په توګه وړاندې کېږي، چې په دې توګه اسلامي ارزښتونه کمزوري کېږي او د خلکو کلتوري او سیاسي تصور کې بدلون راځي.

_ فرهنګي اهداف

غربي سریالونه د داسې ژوند بڼه او کلتوري ځانګړتیاوې ترویجوي چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. په دغو سریالونو کې بې حیایي، غیر اخلاقي اړیکې، او داسې کلتوري ځانګړنې ځای پر ځای شوي چې د اسلامي ټولنو په کلتوري او ارزښتي شعور منفي اغېز کوي. د غربي ژوند طریقه د یوه مثالي ژوند په توګه وړاندې کېږي، چې اسلامي کلتوري پالیسي ته زیان رسوي.

_ دیني اهداف

غربي سریالونه اکثراً دیني ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، او ځینې وختونه مذهبي شخصیتونه سپکوي. دا چاره د اسلامي ټولنو په فکري او عقیدوي اړخ ژور اغېز لري او خلک له دیني اصولو لرې کوي. ځینې سریالونه په غیر مستقیم ډول خلکو ته دا احساس ورکوي چې دین یوه پخوانۍ مفکوره ده چې په ننني وخت کې اهمیت نه لري. په دې توګه، خلک تدریجاً له دیني اصولو او ارزښتونو څخه لرې کېږي.

_نظامي اهداف او وېره

غربي سریالونه ځینې وختونه داسې تصویر وړاندې کوي چې اسلامي هېوادونه د جګړو او وېرې مرکزونه دي. دا سریالونه خلکو ته دا پیغام ورکوي چې اسلامي ارزښتونه د پرمختګ خنډ ګرځي او یواځې غربي هېوادونه پرمختللې او سوله‌ییزې ټولنې دي. په دې توګه، د ځوانانو ذهنیت د اسلامي مقاومت او جهاد د فکر څخه لرې کېږي.

_ ټولنیز او اخلاقي انحراف

د غربي سریالونو یو بل خطرناک هدف دا دی چې په اسلامي ټولنه کې اخلاقي او ټولنیز انحراف ته لاره هواره کړي. په دغو سریالونو کې د بې بندوبارۍ، کورنۍ بې اتفاقۍ، او غیر اخلاقي اړیکو صحنې وړاندې کېږي چې د اسلامي ټولنو لپاره د منلو وړ نه دي. دا صحنې په ځوانانو او ماشومانو ژور منفي اغېز کوي او هغوی د خپلو ټولنیزو او دیني ارزښتونو نه بې برخې کوي.

پایله دا چې ددې ټولو دلایلو پراساس، څرګندېږي چې غربي سریالونه نه یوازې تفریح بلکې یوه منظمه طرحه لري چې هدف یې د اسلامي ارزښتونو کمزوري کول او د غربي کلتور ترویج دی. اسلامي ټولنې باید پدې اړه هوښیار وي او د خپلو ارزښتونو ساتنه وکړي.

هغه ناوړه سریالونه چې د مختلفو  چینلونو لخوا خپریږي؛ په مسلمانانو کې د بدبختۍ اچولو لپاره لوی کار کوي، چې له جملې څخه یې هغه هندي او ترکي سریالونه هم دي، چې تر ډېره ځوانان او ځوانې ښځې پرې تکیه کوي، کله چې هغوی دې سریالونو ته ساعتونه-ساعتونه وخت ورکړي، نو په ذهنونو او زړونو کې ورته زهرناکه افکار او خراب اخلاق ځای پر ځای کوي.

له دې امله دا اړینه ده چې موږ د دې موضوع په خلاف ودرېږو، ترڅو خلکو ته یې د شر حقیقت څرګند کړو، هغوی ته یې د زیانونو په اړه خبرداری ورکړو او ترې ویې ژغورو.

١_ په اسلامي عقیده باندې د هندي سریالونو منفي اغېز

یو له هغو خطرناکو شیانو څخه، چې دا سریالونه یې د ماشومانو، ځوانانو او ښځو په زړونو کې ځای پر ځای کوي؛ هغه نصراني او بودایي عقاید دي چې په دې سریالونو کې خپریږي. داسې ډېر د فلمونو ستوري(ادا کاران او ډایرېکټران) لیدل کیږي چې یوازې د بوذا یا نورو بتانو په وړاندې سر ټیټوي او د سریالونو له لارې کتونکو ته د بتانو داسې ځواک ور انځوروي چې دغه بتان زموږ سره هر ډول مرسته کولای شي.

کله چې هغوی د هندي ماشومانو صحنې وویني چې د بوذا یا نورو بتانو مخې ته سجده کوي او له هغوی څخه د خپلو هیلو غوښتنه کوي، نو زموږ د مسلمانو ماشومانو په نظريه او عقیده ډېر ناوړه تاثیر غورځوي.

همدارنګه، دا سریالونه د نصرانیانو جشنونه او قربانۍ تمثیلوي، چې په پایله کې یې بیا مسلمانان د کافرانو په جشنونو کې برخه اخلي، او له دې سره د مسلمانانو له زړونو څخه د “ولاء او براء”(له اسلام سره ددوستۍ او کفارو سره د دښمنۍ)عقیده کمزورې کیږي.

٢_ په اسلامي هویت، کلتور او اخلاقو باندې د هندي سریالونو منفي اغېز

دې کې هیڅ شک نشته چې یو شي ته په ډېر کتلو سره د هغه شي مینه پیدا کیږي او له زړه څخه د هغه شي کرکه وځي، کله چې له یو شي سره مینه پیدا شي، بیا نو له هغه څخه ډېر ژر څوک اغیزمن کیږي.

د خارجي سریالونو له خطرونو څخه یو دا هم دی چې په فلم کې اداکاران او اداکارې په کوم ډول فیشن، لباس او حرکاتو کې لیدل کیږي، مسلمانان ځوانان او پیغلې کټ مټ د همغه فیشن، لباس او حرکاتو تقلید کوي، کوم ډول اخلاق او عادات چې هغوى ترسره کوي د همغه اخلاقو او عاداتو تخمونه په اسلامي ټولنه کې کرل کیږي، موږ وینو چې په دې وروستيو کلنو کې داسې د اسلام ناخوښه او ناوړه رواجونه رامنځته شو چې تاریخچه یې وپلټل شي، نو خامخا به یې لومړی هندوانو او یا نورو کفارو بنسټ ایښی وي.

داشان په هندي سریالونو کې ټیټ او بې ارزښته خلګ لوړ ښودل کیږي او لوی او سپیڅلي اشخاص کمزوري ښودل کیږي او مسخره کیږي، دداسې حالت له امله ځوانان مجبوره شي چې په رسنیو کې ښودل شوي کسان د ځانو لپاره د غوره مثال په توګه وپیژني، د هغوی تګلاره غوره کړي او له هغوی سره یې دومره مینه پیدا شي چې عسکونه یې په جامو لګوي او نومونه یې په خپلو اولادونو ږدي.

دهالېووډ او بالېووډ ادارې اوسمهال یوازې تر تفریحي او اصلاحي فلمونو ندې ځانګړې بلکې دغو ادارو سیاسي بڼه هم خپله کړې او تر ډېره دفکري جګړې کار ترې اخیستل کېږي.

جنسي فلمونه، پردي سیریالونه، هندي او انګلیسي فحاش فلمونه او پردي ممثلین مسلمانانو ته، ددې لپاره هره ګړۍ په تلویزونونو ښکاره کېږي تر څو مسلمانان له خپل کلتوره لېرې او په نڅا او فحشاء یې روږدي کړي.

دوی غواړي په اسلامي، مستعمره، او وروسته پاته هیوادو کې، له همدې لارې خپل مذهب او کلتور ترویج، او ځوان نسل ته یې ور پېچکاري کړي.

یو عالم کیسه کا چې په کابل کې یوه ښځه وفات شوې وه، دکورنۍ یو ووړ ماشوم مېلمستون ته راغی او پلار ته یې ورغږ کړ.

پلاره! انا کله سوځوو!؟

نن ورځ چې کوم ماشومان په تلوېزونو کې هندي، ترکي او غربي سیریالونه مشاهده کوي؛ حتمي ده چې ددین او کلتور په برخه کې به دافغاني پر ځای، غربي او هندي مذهب او کلتور ته ترجېح ورکوي او په مستقبل کې به همدغه کرکټر خپلوي کوم چې زموږ ددین او کلتور، دواړو سره په ټکر کې دي.

که تاسو له ځوانانو څخه د هغه د هیلو او ارمانونو په اړه پوښتنه وکړئ، نو د ډېرو به ځواب دا وي کاش د یوه مشهور ورزشي ستوري، هنرمند او ډایرکټر په څیر شم او هغه صلاح الدین ایوبي، هارون الرشید او طارق بن زیاد نومونه یې له پامه غورځولي دي چې د اسلامي نړۍ ستوري بلل کیږي.

کله چې مسلمانان هندي فلمونه ګوري، نو ښځې په کورونو کې د هندي کلتور تقلید کوي، ځوانان په کوڅو کې هندي سندرې غږوي، هندي فلمونه د رقص او د بت  پرستۍ له دودونو ډک وي، چې دا د ماشومانو لپاره خطرناک ګڼل کیږي.

هندي سریالونه د ځوان نسل په کلتور ډېر ناوړه اغېز کوي چې کلتور عبارت دی له لاندې شیانو:

_لباس: په هندي سریالونو کې کټ مټ له اسلامه مخالف لباس ښودل کیږي چې ډیر نرم او تنګ وي او زموږ ځوانان او پېغلې چې په فلم کې څه ډول لباس وویني، سبا یې همغه ډول لباس په تن وي.

_ ویښتان: په هندي فلمونو کې چې کوم ویښتان لیدل کیږي، هغه ناروا او په شریعت کې ترې منعه راغلې ده، خو زموږ ځوانان چې په فلمونو کې څرنګه ویښتان وویني، همغه ډول ویښتان جوړوي.

_رواجونه: په هندي سریالونو کې چې کوم رواجونه ښودل کیږي، نن همغه رواجونه زموږ په اسلامي ټولنه کې رامنځته شوي دي، د مثال په توګه: په لاسونو او مخ  خالونه او چاپونه لګول، تر واده وړاندې نکریزي وړل، په واده کې زوم او ناوې د خلګو په وړاندې درول او تصویرونه ترې اخیستل، د واده په مراسمو کې تر نکاح وړاندې هلک او نجلۍ (چې بالکل سره پردي وي) بازارونو او خوړنځایونو ته تلل او داسې نور….

_ جادو او کوډې: په هندي سریالونو کې یو پربل کوډې او جادو کول یو عام دود ګرځیدلی دی او په ډیر مهارت سره ښودل کیږي، چې نن همغه تاثیر زموږ په اسلامي ټولنه کې هم لیدل کیږي او د کوم ځوان چې چیرته کومه نجلۍ خوښه وي، نو په هغې یا کورنۍ یې جادو او کوي، تر څو هغوی تابع کړي او د نکاح په پرېکړه یې راضي کړي.

٣_ په کورني نظام د هندي سریالونو منفي اغېز

نن سبا د ښځې او خاوند ترمنځ د اړیکو کمزوري کېدل، یو پر بل بې باوره کېدل، د یو بل په وړاندې بې پروايي رامنځته کېدل او ځینې مېرمنې او خاوندان یو له بله په پټه کې د فحشا په لومو کې لویدل؛ دا ټول د هندي سریالونو د کتلو اثرات دي.

د اختلاف، بدبینیو، طلاق، جلاوالي، خفګان، خیانت او فحشا ډېرې پیښې ددې سریالونو له امله رامنځته شوې دي، هغه سریالونه چې د نافرمانۍ او سرغړونې روحیه ترویجوي.

د عربي نړۍ په یو هیواد کې تر ۲۰ زیاتې د طلاق پیښې د یو هندي سریال له امله رامنځته شوې دي، هغه سریال چې کتونکو ته د ناروا مینې او عشق درس ورکوي او د خلګو ترمنځ یې لیونتوب رامنځته کړی دی. داسې هم پیښه شوې ده چې یو میړه ناڅاپه کور ته راځي او خپله میرمن په داسې حال کې ویني چې د تلویزیون په سکرین د یو هندي ډایرکټر په مخ خپله خوله ږدي او خاوند ورته سمدستي طلاق ورکوي!

بله کیسه دا ده چې یوې کوچنۍ نجلۍ له خپلې مور واورېدل چې فلمي ستوري ته وایي” ای هندو! زه هیله لرم چې ماسره یوه ورځ واده وکړې او بیا طلاق راکړې”

کله چې دا خبره د پلار تر غوږونو رسیږي، نو هغه هم خپلې ښځې ته طلاق ورکوي. دا هغه دوې کیسې دي چې حقیقت لري.

د خواښې او نږور تر مینځ شخړې او اختلافات:

په دې سریالونو کې په مستقیمه توګه ښودل کیږي چې د نږور او خواښې ترمنځ جنګ روان وي، نږور هڅه کوي چې خپلې خواښې ته زیان ورسوي، پداسې حال کې چې خواښې هم هڅه کوي چې د ښځې ژوند خراب کړي او له خاوند سره یې ژوند ترینګلی شي.

کله چې ښځې او نجونې دغه سریالونه ګوري، نو بیا دوی هڅه کوي چې په کورنۍ کې دغه اختلافات ولوبوي او په پایله کې شاید دا اختلافات د طلاق، نافرمانۍ یا حتی د مېړه د ځان وژنې لامل وګرځي، ترڅو د ژوند له دا ډول کړاوونو خلاصون ومومي.

٤_ د نشه یي توکو پر وده د هندي سریالونو اغېز

د دې سریالونو بل خطرناک اثر په ځوانانو او نجونو کې د نشه یي توکو مینه او روږديتوب دی، کله چې ځوانان د فلمونو ډایرېکټران د مخدراتو او مشروباتو په استعمالولو وویني، ترڅو هغوی خپل غمونه په سپک کړي؛ نو ځوانان وروسته سګرېټ ته مخه کوي او په نورو نشه یي توکو کې ددوی ړوند تقلید کوي.

په ځینو سریالونو کې مخدره مواد داسې ښودل کیږي لکه چې دا د کورنۍ او ملګرو ترمنځ یوه عادي خبره وي؛ ځکه ویلای شو چې نن سبا کوم ځوانان د نشه یي توکو روږدي شوي دي، ډېر اغېز د همدې سریالونو دی.

په بل اړخ کې، دا سریالونه د مخدراتو سوداګرۍ ته هم  هڅونه کوي، هلته په فلمونو کې لوبغاړی داسې انځور شوی وي لکه چې هغه د مخدره موادو سوداګر دی او دا کار ورته ډېرې پیسې ګټي، نو ځوانان چې هېڅ کار نه لري، دغه لوبغاړي ته ګوري، دا فکر کوي چې د مخدره موادو سوداګري د شتمنۍ لاره ده.

په مصر کې یوه احصایه ښیي چې له ۶۰% زیات د نشه یي توکو معتادین فکر کوي چې دا نه حرام دي او نه مکروه! او دا یوه لویه شمېره ده، او له شک پرته ددا ډول فکر خلک اکثره د فلمونو قرباني دي.

دا افسانوي فلمونه او سریالونه ځینې خلک هڅوي چې نشه یي توکو ته ادامه ورکړي. ۳۲% معتادین  کسان چې غږول شوي دي، نو دوی وایي چې موږ د فلمونو ځینې صحنې د نشه یي توکو روږديتوب ته تشويقوي.

د عراق په قاهره کې، د یوه عربي هېواد څخه ځینې  کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي، د څیړنو په ترڅ کې معلومه شوه چې دوی د “الباطنية” په نوم مشهور فلم لیدلی و او ددې فلم ځینې صحنې یې دومره جذابې بللې وې چې دوی یې د مخدراتو په قاچاق او ترویج کې تقلید ته هڅولي.

یوه څېړنه ښیي چې نږدې ۳۹٪ سلنه د لوڅو فلمونو ستوري او کارمندان مخدره توکي کاروي، ترڅو دوی ته دهغه وضعیت منل آسانه شي چې ورسره مخ کیږي،۴۴٪ یې کوکایین کاروي، ۵۰٪ یې اکسټازي کاروي، او شاوخوا ۷۹٪ یې ماریجوانا(چرس) کاروي.

له دې امله کوم نظامونه او سازمانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې دمبارزې داعیه لري، هغوی باید د هندي سریالونو پر وړاندې هم مبارزه وکړي؛ ځکه همدغه فاسد فلمونه زموږ ځوانان انحراف ته هڅوي.

٥_فاحشو کړنو ته په دعوت او د هغې په خپرولو کې د هندي سریالونو ونډه

باید وویل شي چې نن ورځ ځوانان په یوه حساس حالت کې ګېر دي؛ هغه له دې امله چې رسنۍ د جنسي غریزې په تحرک(ښورولو)کې مهمه ونډه لري، ځکه دوی له بداخلاقۍ او جنسي محتوا څخه ډک فلمونه وړاندې کوي، چې دا د ځوانانو ذهني حالت ته ډېر زیان رسوي او هغوی د فحشا په لور خوځوي، هندي سریالونه په عامه کچه فحشا ته پراخ دعوت کوي او د بیلابیلو نومونو لاندې په اسلامي ټولنه کې هره فاحشه کړنه ترویجوي، په هندي سریالونو کې ښځه لوڅه او له پردیو سړو سره یو ځای وړاندې کیږي تر څو د فحشا لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

یوه څیړنه ښیي چې ٢٥% سلنه نجونې چې عمرونه یې له ١٤ تر ١٨ پورې دي، د جنسي فلمونو د لیدلو له امله یې جنسي اړیکې جوړې کړې دي.

٦_ د ناروا مینې او مجازې عشق په پراختیا باندې د هندي سریالونو اغېز

د  هندي سریالونو زیاته برخه رومانتيک یا رومانسي فلمونه دي او دا هغه ډول فلمونه دي چې د ناروا مینې، اړیکو، او احساساتو په اړه تمرکز کوي، دا فلمونه اکثره د عشق او د مینې د مختلفو پړاوونو په اړه کیسې وړاندې کوي، دا فلمونه ځوانانو او نجونو ته مینې د پیدا کیدو، ودانیدو، او د اړیکو د ساتلو په اړه کیسې کوي، د زړه درد او کله ناکله له لاسه د مینې ورکولو احساسات هم په دې ډول فلمونو کې شامل وي، دا فلمونه د دوستانه اړیکو په اړه هم بحث کوي او لیدونکو ته ور زده کوي چې څنګه له یو چا سره تر مینې وروسته اړیکو ته وده ورکړل شي او پرمخ وغځول شي.

دیوې هندي ډرامې چې له مودو راهیسې پر افغان تلوېزونونو، په مسلسل ډول نشرېږي؛ یوه صحنه یې داسې ده چې دسیریال هیرو، دیو سازش په ترڅ کې وژل کېږي او څه موده بعد بیا ځل دخپلې معشوقې سره مخ کېږي، معشوقه یې غاړې ترې تاؤوي، او هیرو یې له پېژانده انکار کوي، نجلۍ خورا خواشېنې کور ته ګرځي او کله چې کور کې قیصه کوي، پلار یې ورته وایي؛ هغه ستا لپاره مړ شوی، دا چې تا ولید، دا یې “دوسرا جنم” یعنې دوهم ژوند دی، ځکه یې ته نه یې پېژندلې.

په رومانتیک فلمونو کې پردی ځوان او پردۍ نجلۍ یو له بله غاړه په غاړه ګرځي، په ګډه نڅا کوي، یو بل ته د مینې خبرې کوي، یو بل ته زړه راښکونکي حرکات او اشارې کوي او د یو بل په نشتون کې د ژور خفګان احساس کوي؛ چې ددې هر څه کتل زموږ مسلمانو ځوانانو او نجونو ته ناروا مینه او اړیکې او مجازي عشق ور زده کوي، چې په نتیجه کې یې اخلاقي فساد، زناوې، بدکارۍ، ځان وژنې، کورني اختلافات او د ژوند له هدفه پاته کېدل رامنځته کېږي.

٧_ د وژنو، اختطاف، غلاوو او نورو جرمونو په پراختیا کې د هندي فلمونو ونډه

ډېر وخت په فلمونو کې د وژنو، ربړونو، اختطاف، غلاوو او نورو جرمونو صحنې ښودل کیږي چې لوستونکي ترې خورا په اسانۍ سره اغیزمن کیږي او په پایله کې بیا دوی ته هم ورته جرمونه یوه عادي او بې ګناه کیسه بریښي.

په امریکا کې یوه څیړني ښیي چې ٤٩% سلنه بندیانو په دې اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې دوی سینماوو د وسلې اخیستلو ته هڅولي دي.

٨_ له هدفه پاتې والی او په بې ارزښته کارونو اخته کېدل

ددې فلمونو بل زیان دادی چې ځوانان یې د ژوند له هدفه را ګرځولي دي، په بې ګټې او عبثو کارونو یې اخته کړي او په همتونو کې ټیټوالی راولي.

یوې څیړنې د هغو محصلینو چې هره اونۍ درې ځله سینما ته ځي او د هغو محصلینو چې په میاشت کې یوازې دوه ځله یا کم سینما ته ځي، تر منځ پرتله کړې ده او ښودلې یې ده چې لومړني محصلین د رقص او تفریحي ځایونو لیدلو ته ډېر میلان لري او وروستني محصلین بیا د خپلو درسونو په اړه ډېر جديت لري، همدارنګه، لومړني محصلین یوازې خپل کاروبار ته مایل وي او وروستني محصلین د طب او ښوونې په څیر ګټورو مسلکونو ته مایل دي.

٩_ د وخت ضایعه کېدل

د بهرنیو سریالونو له یو لړ زیانونو څخه دا هم دی چې د کتونکو قيمتي وختونه ضایعه کوي، د ځوانۍ هغه قيمتي شیبې چې دوی باید د آخرت لپاره څه توښه پکې برابره کړي او هغه قيمتي عمرونه چې دوی باید پکې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ګټې کارونه پکې ترسره کړي، ټول د بې ارزښته سریالونو مخته ضایعه کوي، که د ډېرو ځوانانو د عمرونو اندازه ولګول شي، څرګنده ده به شي چې دې سریالونو یې د ژوند څومره قیمتي ساعتونه خوړلي دي!

موږ هره ورځ (٨٦٤٠٠)شپږ اتيازره او څلور سوه ثانیې وخت لرو، چې نه شو کولای دومره وخت سبا ته وساتو، خو هر سهار  او ماښام دا خالي وخت له موږ څخه ددې بېهوده فلمونو په کتلو ضایعه کیږي.

د تازه احصائیو له مخې، خلک په ټولنیزو شبکو لکه فیس بوک، ټویټر، واټس اپ، انسټاګرام، یوټیوب او نورو باندې په اوسط ډول هره ورځ شپږ ساعته وخت تیروي، سربیره پر دې، دوی په تلویزیون کې دوه ساعته وخت تیروي، یعنې هره ورځ ټولنیزې رسنۍ زموږ له خپل عمره اته ساعته غلا کوي، په دې اساس ویلای شو چې که د یو چا ټول عمر ٦٠ کاله وي او ده په شواروز کې ٨ ساعته په ټولنیزو رسنیو مصرف کړي وي، نو ده به له ټول عمر څخه دریمه برخه یعني یوازې ٢٠ کاله په ټولنیزو رسنیو مصرف کړي وي او دا زموږ لپاره ډیره د خفګان او افسوس وړ خبره ده چې د خپل کوتاه عمر دریمه برخه په ټلیفون او ورته شیانو ضایعه کوو.

١٠_ په روغتیا باندې د هندي سریالونو منفي اغېز

ددماغو ناروغي: یوه څېړنه چې د آلمان په پلازمېنه برلین کې د “ماکس پلانک انسټیټوټ” څیړونکو لخوا ترسره شوه، څرګندوي چې د دماغ یوه کوچنۍ برخه “استریاتوم” (striatum) د هغو نارینه وو چې د فاحشو فلمونو په تماشه روږدي دي، کوچنۍ ده په پرتله د هغو نارینه وو چې دغه فلمونه نه ګوري او دا برخه په دماغو کې مهمه ونډه لري، چې کوچنی والی یې انسان غبي کوي او پراخوالی یې انسان ځیرکوي. همدارنګه، څیړنې ښودلې چې د لوڅو فلمونو کتل د پریفرونټل کارټکس (Prefrontal Cortex) د دماغو یوې پیچلې او پرمختللې برخې چې د انسان د فکري او اجتماعي وړتیاوو لپاره بنسټیزه ده او د مختلفو مهمو فعالیتونو لپاره مسؤله ده، د خرابیدو لامل ګرځي.

د دماغو د یوې برخې بندیدل:

د هالنډ د ګرونینجن پوهنتون د طبي مرکز د اعصابو جراح “جیرت هولستيج” یوه علمي څېړنه کړې او په پایله کې دې ته رسېدلی ده چې لوڅ فلمونه لیدل کولی شي هغه دماغي برخه بنده کړي، چې د نورو شیانو په لیدلو وینه په زیاته اندازه دغه دماغي برخې ته جریان مومي، خو بالعکس د لوڅو فلمونو د لیدلو پر مهال وینه پر ځای ددې چې دغه دماغي برخې ته جریان وکوي، د جنسي تحریک په لور جریان کوي.

د حافظې کمزوري:

د آلمان د “دويسبورگ اېسن” پوهنتون څېړونکو په ۲۰۱۲ کال کې یوه څېړنه ترسره کړه ترڅو د لوڅو فلمونو د لیدو پر لنډمهاله حافظه اغېزې وڅېړي، څیړنې وښوده چې لوڅ فلمونه لیدل کولای شي حافظه کمزوري کړي، څېړونکو وویل چې د لوڅو فلمونو د لیدو له امله رامنځته شوی جنسي تحریک د لنډمهاله حافظې سره تداخل کوي، نو ځکه د هغه کسانو په پرتله چې لوڅ فلمونه نه ګوري، د هغه کسانو حافظې کمزورې وي، چې لوڅ فلمونه ګوري.

ژور خفګان:

د رواني ناروغیو کارپوه “كيفن سكينر” لخوا په ۲۰۱۱ کال کې یوه څېړنه ترسره شوه ترڅو د لوڅو فلمونو د لیدو او د خفګان ترمنځ اړیکه وڅیړي، دې څېړنې څرګنده کړه چې هغه کسان چې لوڅ فلمونه ګوري، د خفګان احساسات یې ډېر زیات وي. .

کله چې له ٤٥٠ کسانو څخه وپوښتل شو چې ایا د لوڅو فلمونو او ژور خفګان تر مینځ اړیکه شته؟

نو له اکثریت نارینه ګډونوالو چې په اونۍ کې یې له درې تر پنځو ځله لوڅ فلمونه کتل، د دوی د خپګان کچه ۱۸ وه او هغه ډله چې هره ورځ یې لوڅ فلمونه کتل، د خفګان کچه یې تر ۲۱ پورې لوړه شوې وه چې دا د شدید خپګان کچه ده او د عامو خلکو له خفګان سره ډیر توپیر لري.

د هندي سریالونو د کتلو حکم

زموږ د شریعت دا یو مهم اصل دی چې “اسباب الحرام حرام” یعني د حرامو شیانو اسباب حرام دي او دې کې هیڅ شک نشته چې هندي سریالونه او فاحش فلمونه د حرامو اسباب دي لکه: په عقیده کې شک، په اخلاقو، عاداتو او کلتور کې د کفارو تقلید، پردیو ښځو ته کتل، خپلمنځي اختلافات او بدبینۍ، فاحشې کړنې، ناروا مینه او مجازي مينتوب، د نشه یي توکو روږديتوب، جرمونه او فساد، روغتیایي زیانونه، مالي اصراف، بې ارزښته کارونه، د وخت ضایعه کېدل او داسې نور. کله چې دا کارونه تر لمر روښانه حرام دي نو په دې اساس ویلای شو چې د دې اسباب(هندي سریالونه او فاحش فلمونه) هم حرام دي!

مسلمانو کورنیو او واکمنانو ته پیغام

ای د کورنیو مسؤلینو! تاسو د خپلو اولادونو په اړه مسولیت لرئ او د هرې خطا پوښتنه به یې له تاسو کیږي، نو بناء خپلو اولادونو ته د فساد وسائل مه برابروئ، اصلاح یې کړئ، څارنه یې وکړئ او د فتنو له هر ډول اسبابو یې وژغورئ!

ای د وخت واکمنانو! پدې پوه شئ چې ځوان نسل ستاسو په غاړه کې هغه امانت دی چې په هکله به یې له تاسو څخه د قیامت په ورځ پوښتنه کیږي، تاسو د هرې کوچنۍ او لویې پیښې په اړه مسؤل یاست، نو په کار ده چې تاسو د خپل رعيت په وړاندې د فتنو دروازې وتړئ او د نن زمانې طوفاني فساد په وړاندې جدي اقدام وکړئ، د بهرنیو سریالونو او وارداتي فلمونو مخه ونیسئ، رسنۍ محدودې کړئ د فاحشو فلمونو په بدل کې ځوان نسل ته د اسلامي فلمونو، تمثیلونو او خپرونو زمینه برابره کړئ!

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟