په اذان كې دشهادتينو په وخت غټه ګوته ښكلول اوله سترګو سره يي لګول اوقرة عيني بك يارسول الله ويل څنګه دي ؟
ځواب:
علامه شامي د(كنزالعباد) څخه نقل كړي ،(ولم يصح فى المرفوع من كل هذا شئ (2)) له دې څخه هيڅ يوهم په مرفوع حديث كې صحيح ثابت شوى نه دى ،له دي څخه څرګنده شوه چې دسنتوپه توګه داكاركول صحيح نه دي ،كه څه هم زياتره خلك ئي په دې زمانه كې دسنتوپه توګه كاروي ،اوچې څوك يي نه كاروي هغه ملامت اوعيبجن ګڼي له همدې امله دا محققينوله پامه غورځولي دى .
(2) ردالمحتار باب الاذان ج۱ ص ۳۷۰ . ظفير