په اخيستل شوې ځمکه کې زکات

ددعوت اسلامي لارښود کارکوونکو ته سلامونه اما بعد که يوچا ځمکه په شپيته لکه افغانيو اخيستي وي اواوس يي قيمت څلوښت لکه افغانيو ته راټيټ شوي وي زکات به يي دکوم قيمت څخه ورکول شي

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که دا ځمکه د تجارت په نيت اخيستل شوی وي نو په دې پانګه کې زکات واجبيږي د زکات په ادا کولو کې د کال آخري مقدار معتبر دی (څلويښت لکه ) ځکه اوس ستاسو پانګه همدا څلويښت لکه ده .

[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ   صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]

« رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .

او که دا ځمکه د بيع او تجارت په نيت نوي اخيستل شوي په هغه کې زکات نشته

و فی الدالمختار :

«‌و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *