او ددې اړخ څخه حتی ډير مصلحين او دعوتګر هم غافله دي حال دا چې اخلاق د اسلام په تله کې د عقيدې د اړخ سره ولاړ دي تر څو بنسټ ور باندې وديږي.
او ولی به داسې نه وي ؟
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د همدې هدف لپاره استولی شوی دی : ” إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ ( رواه البخاري في الأدب المفرد-273).
ژباړه: يقيناً چې زه د اخلاق د تکميل د پاره استول شوی يم .
او ولی به داسې نه وي ؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت نيم عمر مسلمانانو ته دعقيدې په څنګ کې د اخلاقو تربيت ورکولو .
او ولی به داسې نه وي ؟
او په دې سره اسلامي دعوت خپور شوی دی چې د فتحه شويو سيمو د نيمايي څخه زياتو سيمو کې اسلام د اخلاقو په وجه خپور شوی دی ، يعنې په معاملاتو کې د مسلمان سوداګرو د غوره اخلاقو او ښه سلوک په وجه ډير کسان مسلمان شوي دي .
او ولی به داسې نه وي ؟
د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرآن وو چې د اخلاقو په وجه د خلکو شريف ترين انسان وو [ وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيم][1]
او مونږ ته امر شوی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سترو اخلاقو پيروي وګړو .
[لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا][2]
په دې اړه ډير مثالونه شتون لري چې زمږنږ په سپيچلې دين کې په اخلاقو باندې څومره ټينګار شوی ځنې یې په لاندې توګه دي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ كانَ يُؤمنُ بِاللَّه واليَومِ الآخِرِ فَلْيُكرِمْ ضَيفَه »
او فرمايي: «واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن » قِيل: منْ يا رسولَ اللَّه؟ قال:« الَّذي: لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ» (متفق عليه).
ژباړه : په الله قسم مؤمن نه دي په الله قسم مؤمن نه دی په الله قسم مؤمن نه دی. وویل شول څوک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې له شر څخه په امن نه وی.
او په قرآنکريم کې د مؤمنانو صفات بيان شوې دي چې د هغو څخه يو هم هغه ډله ده چې پر خپلو وعدو باندې وفا کوي او خپلولي پالي او د الله پخاطر صبر کوي .
[وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المومنون ۸).
وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ (الرعد :۲۱ ).
وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ (الرعد :۲۲ ).
او د اخلاقو اړيګه له عبادت سره دا دی چې په هغه باندې اهتمام خپله عبادت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إِنَّ الُمؤْمِنَ لَيُدْركُ بِحُسنِ خُلُقِه درَجةَ الصائمِ القَائمِ » [3]
ژباړه: مومن بنده د خپلو ښواخلاقو په ذريعه د (نفلي ) روژه نيونکي ،عبادت کونکی درجه حاصلولی شي .
همدارنګه فرمايي :« مَا مِن شَيءٍ أَثْقَلُ في ميزَانِ المُؤمِنِ يَومَ القِيامة من حُسْنِ الخُلُق. وإِنَّ اللَّه يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِيِّ »[4]
ژباړه: د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی اوبی حياء خبرې کونکی بد ګڼي .
او فرمايي : « إِن مِنْ أَحَبِّكُم إِليَّ، وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجلساً يَومَ القِيَامَةِ ، أَحَاسِنَكُم أَخلاقا، و انَّ أَبغَضَکُم إِليَّ وَأَبْعَدَکُم مِنِّي مَجْلِساً يَومَ القِیَامَةِ الثَّرثَارون وَالمُتَشَدِّقُونَ وَ المُتَفَيْهِقُونَ»[5] .
ژباړه: يقيناً د قيامت په ورځ به ما ته د تاسې څخه تر ټولو محبوب او نږدې د مجلس له نظره هغه څوک وي چې په تاسې ټولو کې د غوره اخلاقو خاوند وي ، او تاسې څخه ما ته ناخوښ او د قيامت په ورځ زما د مجلس څخه لری کسان بې ګټې ډيرې خبرې کوونکي او په خبرو کبر او غرور کوونکی چې پر نورو کسانو ځان لوړ ګڼې .
نو دا اخلاق چې دومره زيات ټينګار ورباندې شوی او دومره زيات افضل عمل دی د کومو صفاتو مجموعه دي ؟ په راتلونکي درس کې …
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي
[1] – سوره القلم :۴ .
[2] – سوره الاحزاب : ۲۱ .
[3] – رواه ابؤداود .
[4] – رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
[5] – رواه الترمذي وقال: حديث حسن.