:
پنځه ډوله خلک شته چې ورسره بحث مه کوئ، نه خپل وخت ضايع کړئ او نه خپل ذهنی سکون له منځه یوسئ:
1. ضدی انسان:
هغه څوک چې يوازې خپله خبره سمه بولي، د بل چا خبره نه مني، نه دليل ته ارزښت ورکوي او نه مشورې ته.
2. خپل ځان هوښیار ګڼونکی:
هغه څوک چې تل دا احساس ورکوي چې ګواکي هر څه ده ته معلوم دي، خو حقيقت کې ده سره هېڅ علم نه وي.
3. قهرجن انسان:
هغه څوک چې د هرې خبرې نه شخصي شخړه جوړوي او جنګ ته تيار وي.
4. دښمنصفت انسان:
هغه څوک چې تا نه کرکه لري، ستا رښتيا هم دروغ بولي او ستا نېت هم په بد نظر ګوري.
5. مغرور انسان:
هغه څوک چې د چا خبره نه اوري، نه يې درک کوي، نه مشوره غواړي او نه حقيقت مني.