نعمان صالحي
د اسلام د طلايي عصر 5 مخکښې ښځې
1- فاطمه الفهري:
فاطمه بنت محمد الفهري د نړۍ لومړنی پوهنتون جوړونکې ده، نوموړې د یوه تجار لور وه چې بیا یې په 859م کال کې د جامعه القرویین په نوم پوهنتون جوړ کړ، چې بیا د اسلامي نړۍ په خاصه توګه د اندلس( هسپانیه او پرتګال) ډیرو لویو او د مختلفو علومو عالمانو پکي زده کړه کړې ده. دا پوهنتون د ګینس په کتاب او يونسکو سره د نړۍ لومړني پوهنتون په توګه ثبت ده. فاطمه او د هغې خور دا پوهنتون د غټ مسجد په محوطه کې جوړ کړی وو چې اوس هم د مراکش د فاس په ښار کې شتون لري. دا پوهنتون یوه لویه کتابه خانه هم لري او شاوخوا 4000 جلده کتابونه پکي ساتل کیږي چې په هغه کې د 9 پيړۍ قران شریف او د احادیثو مختلف کتابونه هم شامل دي.
2- ستيطة المحاملي:
نوموړې لسمي ميلادي پيړۍ کې په یوه تعلیم يافته او عالمه کورنۍ کې وزیږیده. پلار يې ابو عبدالله الحسین قاضي، تره يې د احادیثو عالم او زوی یې ابو حسین محمد بن احمد بن اسماعیل المحاملي د اسلامي نړۍ له ډیرو مشهورو او با استعدادو قاضیانو څخه وو.
ستیطه د اعدادو علم ( حساب) کې چې د رياضياتو له مهمو او اساسي برخو څخه ګنل کیږي ډیر لوی لاس درلود، د خپل دوران ډيرې مهمي ریاضیکي ناحل شوې پوښتني یې حل کړي، د عربي اعدادو( 1,2,3,4…)استعمال يې مروج کړل، د میراث علم د برخو ویشلو کې يې ډیره ښه توضیح او لارې رامنځ ته کړې او د الجبر دوهم درجه معادلاتو اسانه حل يې وړاندي کړ. نوموړې عالمه د فتوا تر حده هم زده کړي کړې وې او خپل تره سره چې د احادیثو غټ عالم وو ډیره مرسته کوله.
3- رفیده الاسلمي (رض):
رفیده (رض) د نړي لومړنۍ نرسه او لومړنۍ مسلمانه جراحه ده.
نوموړې زموږ د ستر لارښود خوږ رهبر، حضرت محمد ص په آمر، د 624 م کال د مارچ په 13 د بدر په غزا کې ګډون وکړ.
نوموړې په دې غزوه کې صحابه او مجاهدینو ته دومره ګټه ورسوله چې خوږ رهبر حضرت محمد(ص) ورته د یو جنګي مجاهد په اندازه غنيمت ورکړ. وروسته يې د محمد ص په آمر نورو مسلمانو میرمنو ته په طبي برخه کې روزنه پیل کړه چې په هغو کې زموږ مور عایشه رض هم شامله وه. نوموړې بیا د احد او خندق غزا ګانو کې هم برخه واخیسته او د صلح په وخت کې يې بيا خلګو ته د مرضونو په اړه عامه پوهاوی ورکاوو.
د آیرلنډ (انګلستان) رویال کالج د جراحانو اتحادیه هر کال یو ممتاز محصل ته د رفیده په نوم مډال ورکوي.
4- شهزادګۍ آمینه زاریا:
نوموړې د ملکې تورنکو لور وه چې شمالې افریقا( نایجریا، سوډان) په ډیرو برخو يې واک چلاوه، نومړې 16 کلنۍ کې نظامي زده کړو ته مخه کړه او ویل کیږي چې ډیره ښه جنګیده، نظامي مهارتونه يې په ډیر کم عمر او په ډیره اعلی توګه زده کړل. د مور د وفات نه وروسته يې کشر ورور واک ته ورسید چې 10 کاله واکمني یې وکړه، دې وخت کې آمینه د پوځ مشره وه او بیا د ورور د وفات نه وروسته واک ته ورسیده چې د خپلي واکمنۍ لمني يې ډيري پراخي کړې.
ويل کیږي چې ټولو همسایه هیوادونو به دې ته مالیه ورکوله.
داسي ویل کیږي چې د شهزادګۍ آمینې د کورنۍ واکمني بیا د انګریزانو لخوا له منځه ولاړه.
5- لبني القرطبیه:
لبني د اندلس د قرطبي ښار (اوسنۍ هسپانیه) کې زیږدلې. نوموړې د ریاضي عالمه، شاعره، او ستورې پيژندونکي وه.
د خپل لیاقت په اساس یې د اموي خلیفه الحکم المستنصر بالله 2 د سکرترې، مشاورې او کاتبې په توګه دنده سرته رسولې ده. نوموړې د ماموریت په جریان کې اندلس د پوهي او علم په ښار تبدیل شوی وو، حدیث، فقه، تفسیر، فزیک، ریاضیات، صنایع او نور علوم خپل د شهرت اوج ته رسيدلي ول. نوموړې یوه کتابخانه جوړه کړه چې پکي 500000 جلده کتابونه موجود ول.
یادونه: دا د اسلام طلايې عصر کې يواځنۍ 5 ښځي نه وي بلکې په زرګونه نور مثالونه شته چې په هغه جمله کې په لسګونه تنې زموږ د رهبر حضرت محمد (ص) د اصحابو له جملې څخه شمیرل کیږي، دا یواځي د اسلام د طلايې عصر د مخکښو ښځو مثال وو.
ځیني خلګ وایې چې موږ ته نور اسلامي هیوادونه مثال نشي کیدای ځګه هغوی ټول اشغال شوي هیوادونه دي نو کیدای شي تاریخ او بالخصوص اسلامي تاریخ طلایې عصر د دوئ لپاره یو مثال او مرجع وي.