پر ماشومانو او نویو ځوانانو باندې د ( زه به درسره ګورم. ،تاسره به کار لرم. ، زه به دې خوښ شم.) جملو رواني اغېزه!
کله چې ماشومان او نوي ځوانان د ماشومتوب او نوی ځوانی د دورو دځانګړنو پر اساس کومه اشتباه یا تېروتنه ترسره کړي نو والدین هغوی ته د تبنې په شکل دغه جمله کاروي چې زه به درسره ګورم! والدین ددې جملې په کارولو سره خپل ماشومان مضطرب کوي. یعنې ماشومانو ته دا نه جوتېږي چې والد یا والده به مې له ماسره کوم برخورد ترسره کړي او کوم ډول سزا به راکړي؟. د ارواپوهنې له نظره دغه ډول والدینو ته په کار ده چې د تنبې یو صحيح شکل د خپلو والدینو د تېروتنو د اصلاح لپا ره ترسره کړي نه دا چې هغوی له رواني فشار او اضطراب سره مخ کړي. مثلاً ورته وویل شي: که دا تېروتنه دې بیا وکړله نو تا ښار ته نه بیایم، که دې بیا دا ناسم کار ترسره کړ، تاته نوې څپلۍ نه اخلم، کارتون لیدلو ته دې نه پرېږدم، چکر نه درکووم او داسې نور… چې په دې سره ماشوم پر خپله کړې تېروتنه باندې پښیماني ښېي او له تکرار څخه یې ځان ساتي.