پر ماشومانو د قهرجنو میندو او پلرونو اغېز څه ډول دی؟
“مور او پلار مې زه په ژور خپګان اخته کړې یم. نژدې هره ورځ ژاړم، خو بالاخره مې غوره وګڼله چې له پامه یې وغورځوم.”
د یوې لور له خولې د داسې خبرو اورېدل عادي نه دي، په داسې حال کې چې هغه پخپله هم مور شوې وي.
خو، ساریکا وايي د مور او پلار کلونه کلونه بد او قهرجن چلن یې رواني روغتیا زیانمنه کړې.
دا دېرش کلنه ښځه د مالیزیا اوسېدونکې ده. بي بي سي ته یې ویلي: “دې پر ما ډېر اغېز کړی، په ځانګړې ډول د میندوارۍ پر مهال. زه ډاډه یم چې په نس کې ماشوم به مې هم زما ژړا اورېدلې وي.”
ساریکا خپل مور او پلار سره تګ راتګ
او اړیکې کمې کړې دي، خو له مور او پلاره د لېري کېدو پرېکړه ورته اسانه نه وه.
هغه وايي: “د ګناه احساس تل موجود وي.”
یوازې ساریکا له دې وضعیت سره نه ده مخ.
له کینیا د اشلي په نامه یوه بله ښځه وايي: “زما پلار ډېر ځان غوښتونکی و. هېڅکله ښوونځي ته نه دی راغلی، ان زما د فراغت پر ورځ هم رانغی. هغه تل بهانه لټوله.”
نور ولولئ: پر خلکو د باور کولو چل
نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري
نور ولولئ: والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې
دا ۲۵ کلنه نجلۍ وايي، تل یې د خپل پلار دې ډول چلن په اړه نورو ته شکایت کړی او غیبت یې کړی.
اشلي بي بي سي ته ویلي: “هغه څه چې له ما سره یې ریښتینې مرسته وکړه چې د هغه له بد چلنده خوندي واوسم زما مور وه، هغې چې څومره کولای شول زما لپاره یې ترسره کړي.”
نوموړې زیاتوي: “د دوی د واده اړیکه ډېره مخکې ختمه شوې وه، خو مور مې بیا هم دوام ورکاوه، ځکه چې په افریقايي کلتور کې طلاق د لویدیځې نړۍ له کلتور سره توپیر کوي.”
اشلي او ساریکا ښايي زرګونه کیلومټره واټن سره ولري، خو خپلو کې ډېر ګډ ټکي لري.
قهرجن چلند او له ماشوم سره ویره پیدا کول
د دواړو ښځو په وینا، سره له دې چې مور او پلار یې د اړتیا پر مهال رسیدګي نه ورته کوله، خو د کار، ټولنیز ژوند، واده او شخصي اړیکو په اړه پرېکړو کې یې مداخله کړې.
نورو ډېرو کسانو هم پر ټېک ټاک او نورو خواله رسنیو کې ویډیوګانې خپرې کړي او ویلي یې دي، چې څنګه د خپل مور او پلار د قهرجن چلن له امله له دوی بېل شوي دي. دوی وايي د خپل مور او پلار قهرجن چلن یې له ماشومتوبه د عمري ګناه او وېرې احساس لامل شوی.
روانپوهه ایو ادیسیوي چې د بریتانیا د رواني درملنې ټولنې له خوا راجسټر شوې وايي: “د هغو کسانو شمېر چې د مور او پلار قهرجن چلن له امله د اغېزو د درملنې په لټه کې دي نه یوازې عام دی بلکې خورا ډېر دی.”