پرونی سور اشغال او ننی تور اشغال

د سرې امپراطوری د سور خونړي تجاوز په مقابل کې ټول افغانان په متفق او متحد ډول د جهاد ميدان ته په تش لاس راووتل او ددې تش لاسو مجاهدينو مرسته او حمايت د نړې ټول اسلامې امت په عامه توګه او غربې نړی (د ډار له وجې ) په پوره زور او شور سره وکړ ټولې اسلامي نړۍ د داسې جهادي حماسې مادي ،معنوي او سياسي حمايت وکړ چې مثال يې د تاريخ پر پاڼو کې کم ليدل شوی دی بافي پاتې کفري نړۍ چه د سرې امپراطوری له زور او قوته بې خوبه او بې حرکته په ډار او هيبت کې لويدلي ؤ په زړه نا زړه يې د خپلو ګټو د ساتنو لپاره د افغان جهاد مادي معنوي او سياسي حمايت وکړ او بلاخره د الله تبارک وتعالی په بشپړ نصرت او د اسلامې نړۍ په جهادي مرستو او د مجاهدينو په نه ستړی کيدونکو هلوځلو ،شهادتونو او هجرتونو په رڼا کې سرې خونړۍ امراطورۍ خپل ابدي شکست او ذلت ومانه او د افغانانو د جهاد په مقابل کې يې هر څه له لاسه وړکړل او د دنيا له نقشې څخه د سور امپراليږم سور تاج او خونړی تاريخ او موجوديت د ابد د پاره محوه او نابود شو (الحمدلله ) .

اسلامې ولولې او لويې حماسې شروع شولې د اسلامې امت د عروج او بقاء ستوری يو ځل بيا د حق او عدالت پر آسمان وځليده د يوه واحد اسلامې امت امکانات راڅرنګند شول او مسلمانانو ته داسې يو حقيقت او واقعيت په ډاکه شو چه د دوی د ايمان او اسلامي اخوت او بې فنا قوت او وحدت په مقابل کې د کفري نړۍ متجاوزينو او پر يرغلګرو عصري جنګي وسايل هيڅ هم نشي تر لاسه کولای .

د تکبير نارو ټوله کفري نړۍ ولړځوله اسلامې غرځنګونه په ولولو او احساساتو د کاميابۍ په هيله را بيدار او لاس په کار شول .

خو له بده مرغه کفري نړۍ لا پخوا خپلې دسيسې برابر کړی وې يهودو او نصاوو د اسلامي امت د عروج په مقابله کې ميدان ته راوتلې ؤ داسې پلانونه يې برابر کړي ؤ چه ټوله اسلامي نړۍ د خپلې غلامۍ په نه شليدونکو ځنځيرونو کې کلک او مظبوط وتړي .

د يوه عجيبه او يهودي حيرانونکي سازش په نتيجه کې د نيوراک د غرور برجونه ونړيدل او د تروريزم په بهانه او پلمه يو ځلی بيا ټوله کفري نړۍ او بعضې اسلامې ملکونه د يوه داسې مظلوم بې اسرې او کنډواله شوي اسلامي هيواد وروختل چه نه پکې د آبادۍ څه آثار پاته وو اونه پکې د کومې اتومي بټۍ شته والی ؤ . هغه د بل لاس ته محتاج ځوردلی افغان ولس او هيواد يې تر داسې وژونکي او بربادونکي ګوزارونو لاندې ونيوه چې مثال يې ډير کم ليدل کيږي .

دا هغه افغان مجاهد ولس ؤ چه لږ وړاندې يې ټوله نړۍ د سره ښکيلاک له ظلم او وحشت او بربادۍ څخه روغه رمټه ژغورلی وه . دا هغه مظلوم خو غيور ملت ؤ چه ټولې اسلامي نړۍ ته يې د غيرت او شهامت او ايماني قوت اصلي او حقيقي واقعيت پرداګه کړی ؤ .

خو افسوس چه د دين هغه تش په نوم ټيکه دارانو چه پرون يې د جهاد او مقامت فتواوی ورکولی. نن ولی او څنګه خوبولی او خاموش شول . هغوی ولی اوڅنګه دا جهاد د سره کافر او دهغوی د سرو غلامانو سره فرض ګاڼه خو د نني تور کافر او دهغوی له تورو غلامانو غلامانو سره جهاد نه بلکی اتحاد فرص ګڼې .هلته يې شهادت خوښولو خو نن دولت خوښوي هلته يې مقامت د ژوند دين بقاء بلله خو نن ذلت او رسوايي غلامي او بې غيرتي خپله کاميابي ګڼې .

د پروني کافر سره يې يو ټکی او يوه خبره کفر بللو خو دنني کفر لپاره د هغوی ټول قانون او ناروا کړه وړه روا او مباح بولي .

دا څنګه ضميرونه شول دا څنګه ابن الوخته ايمانونه شول چه صرف د دنيا د ګټو او لالچ لپاره هر څه کولو او قبلولو ته تيار شول .

د پروني کفر وژل او ورانول يې د انسانيت پر لمن د وحشت تور داغ باله خو نن د کفري نړۍ هر بربادونکی او تباکونکي عمل ته ښه راغلاست او مرحبا وايي .

د نني کفر لخوا وژل ورانول لوټل برمته کول او له وطنه شړل لوڅ او بربنړول بې دينه او بې انسانيته کول روا او مجاز بولي پر سرې امپراطوری مو وطن ګنډواله کولو خو په توره امپراطوری يې جوړوی .

د سرې بلا سور کفر مو نه منلو خو د تور ښامار تور کفر ته لاس په نامه شوئ .

نو که تاسې د داسې اباديو غوښتونکي وئ نو پرون مو په سره ښکيلاک دا وطن نه ګنډواله کولو کوم چې نن يې نړيوال کفر ته په دواړو لاسونو ډالی کوئ . که داسې ډالی مو نن ورکولی شوای نو دا پرون مو دا څه کم دوه ميليونه افغانان نه وژل دا شپږ ميليون به مو نه مهاجر کول د پرديو د فرهنګ کلچر او غلامي پر ځنځيرونو کې به مو نه ښکيل کول ځکه چې د پروني سره کافر کفر به د نني تور کافر له کفر سره برابر خو ضروری وي مګر له هغې څخه خو سخت خطرناک دی که پروني کافران د مسلمانانو ازلي دوښمنان وو نو تاسې يقين ولرئ چه اوسني کافران هم هغه قسم خوړلی او مکار د ټول اسلامي امت دوښمنان دي کوم چې تاسې د دوستانو ګمان پرې کوئ .

که د سرې امپراتورۍ سور ختم ته د حيدري ګزار په ورکولو له هر څه تيردلای شوای خو د تورې امپراتورۍ تور ختم صنم ته ولی په سجدو او ګنډو شوی ؟ د هغه او دغه سره مو پر څه کې اختلاف دی . د سرې امپراتورۍ سره غلامان نن ولی د تورې امپراتورۍ تورې غيږې ته بې سواله او بې ځوابه ور پريوتل او هغه د اسلام ټيکداران نن ولی له څه نه تير او بيزاره شول او ټول اسلامي امت او افغان ولس د همت،شهادت او هجرت لاس ته راوړې ډالۍ يې پر دواړو لاسونو پر ډيره ارزانه او آسانه ډول د کفارو مخې ته ډالۍ کړه .

د سره ښکيلاک دوا ولی درته وژونکی او بربادونکی زهر ښکاره شول خو د ننۍ تورې خونړی ارتجاع زهر درته ولې د آرام او سکون مباح شراب شول .

و ما علينا الا بلاغ

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.