پاکستان: تر اوسه د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پلان نه لرو

واشنګټن — د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو اوس لا د هغو کډوالو د ایستلو کوم پلان نه لري چې افغان کارډونه (اې سي سي) لري.nnnد جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د رویټرز خبري ایجنسۍ خبریالې شارلټ ګرینفیلډ د خبري غونډې په مهال د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پوښتنه وکړه چې آیا اسلام اباد د بهرنیانو د ایستلو دویم پړاو پیلوي، په ځانګړې توګه پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي افغان کډوال به اغېزمن کړي که نه؟ ممتاز زهرا یې په جواب کې وویل اوس مهال ددغو کارډ لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه شته:nnn”زه غواړم دا خبره په ګوته کړم چې پاکستاني چارواکي د ټولو غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو د پلان پر ټولو اړخونو غور کوي او اوس مهال د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکو د ایستلو پلان نه شته. کله چې په دې اړه پریکړه وشي اړوندې ادارې به یې اعلان کړي”.nnnڅو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې د پاکستان حکومت د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیلوي او په دې لړ کې به د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکي کډوال هم خپل هیواد ته ستانه کړي.nnnد طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه سپیناوي ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو دې یواړخیزه پرېکړه ونه کړي.nnnملګرو ملتونو تمه څرګنده کړې چې کېدای شي تر جولای میاشتې پورې 7,20000 قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او 50,000 نور په پاکستان کې د پي او آر په نوم کارډ لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي.nnnد پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه 5,47000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.nnnد ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې (یو این ایم اې ایس) په روانه اوونې کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو پر مهال د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.nnnد ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د شمېر له مخې په پاکستان کې تر اوسه 2.18 میلینه افغانان د کډوالۍ قانوني اسناد لري، وایي 1.3 میلینه د پي او آر رجسټر شوي کارډونه لري او تر 8,80,000 زیات کسان د لنډمهاله اوسدو افغان اې سي سي کارډونه لري.nnnد کډوالو اداره وايي، د 2021م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږو لکو تر اته لکه پورې نور افغانان هم پاکستان ته کډه شوي او ګڼ شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد لري چې له کبله یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟