ټيک ټاک فيسبوک که فحاشۍ عرياني عمومی مرکز !

ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال الافغاني

ټولنیزې رسنۍ (FB، A، IG) د مسلمانو ځوانانو لپاره نعوذ بالله د کفر او بې ادبۍ دروازې ګرځېدلي دي. ګڼ شمېر دیني کورنۍ یې تباه کړي دي.

“خدای ته مو قسم، د منبر او محراب له لارې غږ پورته کړئ ترڅو نوی نسل د دې طوفان بدتمیزۍ څخه خوندي شي.”

تېر جمعې په خطبه کې له مختلفو کورنيو څخه ګڼ شمېر داسې والدین ما ته راغلل چې د جمعې تر لمانځه وروسته یې خپل شکایتونه وکړل. د دوی ځوان اولادونه اوس د زندان شاته دي، په دوی کې ګڼ شمېر حافظان او د دیني کورنیو فرزندان شامل دي. دا هغه کسان دي چې د داسې خطرناکو جرمونو توقع هم نه کېده، خو د ټولنیزو رسنیو په جال کې ګیر کړل شول او ورڅخه جرمونه وشول.

یاد ولرئ!

بې ادبي او گستاخي ته هڅوونکي په داسې ناوړه طریقو سره ځوان نسل ته زیان رسوي چې انسان يې تصور هم نشي کولی. د نوي ذهن او ځوانۍ غوښتنې په دې ډول پاروي چې تاسو سوچ هم نه شي کولئ.

د والدینو او سرپرستانو لپاره توصیه:

ټولنيزې رسنۍ چې په پیل کې د اړیکو د اسانتیا او معلوماتو د شریکولو لپاره جوړې شوې وې، اوس د ډېرو لپاره د خطر او بې لارې کېدو سبب ګرځېدلې دي. له دې لارې ځوان نسل ته داسې زهرجن مفاهیم وړاندې کېږي چې د دوی اخلاق، عقیده او ژوند یې په لویو ستونزو کې اچوي. په ځانګړي ډول د دیني کورنیو اولادونه چې د ادب او ایمان په فضا کې روزل شوي، کله ناکله په دغو جالونو کې داسې ګیر شي چې د دوی راتلونکی یې له تباهۍ سره مخ کړي.

د ټولنیزو رسنیو له لارې ځینې ناوړه ډلې او اشخاص په بې ادبۍ او د عقیدې په زیان رسولو کې بوخت دي. دوی نوي بالغ شوي ځوانان د بې ځایه خواهشاتو په لمسون داسې کړنو ته اړ کوي چې انسان یې تصور هم نشي کولی. په دې سره نه یوازې هغوی خپله تباه کېږي، بلکې د خپلو کورنیو عزت او سکون هم له خطر سره مخ کوي.

په دې اړه د علماوو او دیني مشرانو اندېښنه په ځای ده. هغوی له والدینو او سرپرستانو څخه غوښتنه کړې چې د خپلو بچیانو د فعالیتونو په اړه هوښیار او بیدار واوسي. هغه موبایل چې تاسو په مینه کې ورکړی، ممکن ستاسو زوی یا لور داسې ځای ته ورسوي چې تاسو یې تصور هم نه شئ کولی.

ځوانانو ته هم په کار ده چې خپل ځان د ټولنیزو رسنیو د ناسمو فعالیتونو څخه خوندي کړي. د خپلې کورنۍ عزتونه مه د خطر سره مخ کوئ او د موبایل او انټرنېټ ناسم استعمال څخه ځان وژغورئ.

د دې ټولو ناوړه اغېزو مخنیوی یوازې په دې ممکن دی چې موږ د دیني ارزښتونو او ټولنیزو اخلاقو اهمیت په خپلو کورونو کې ژوندی وساتو، خپل اولادونه د دیني شعور سره وروزو او هغوی ته سالمې بدیلې لارې برابرې کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟