ژباړه او اضافه: خالد منصور هډه وال الافغاني
ناشر: دعوت نیوز
ټولنیزې رسنۍ د نن ورځې د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده. دا پلیټ فارمونه، لکه ټيک ټاک، انسټاګرام او فیسبوک، د علم، تفریح او تجارت لپاره غوره وسایل دي، خو د دوی ناسم استعمال نه یوازې د فردي ژوند لپاره افت ګرځېدلی، بلکې کورنۍ، ټولنې او حتا انسانیت ته یې هم زیان اړولی دی.
ټيک ټاک او د ژوندۍ بېلګې
په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو د ناسم استعمال څو داسې کیسې مخې ته راغلي چې د عبرت درسونه لري:
د پنجابي ټيک ټاکرې کیسه: یوه ښځه چې په جرمني کې اوسېدله، د ټيک ټاک د اړیکو په خاطر خپل خاوند او ماشومان پرېښودل او د بل کس سره یې واده وکړ. اوس هماغه کس پر هغې ظلمونه کوي، او ښه چلند او شو واعدو خلاف مي د ټيک ټاک نوي خاوند وه مونده او وايي ماته د ژوند حق نه راکوي.
د پښتنې ټيک ټاکرې کیسه: یوه مشهوره ټيک ټاکره چې د یوې لنډې تفریح لپاره مري ته تللې وه، هلته ورکه شوه، چې دا د احتیاط نشتون او بې پروا ژوند پایله ده.
د ښځو د سختو پرېکړو کیسې: داسې ښځې هم شته چې د ټيک ټاک او نورو اړیکو په خاطر خپل خاوندان وژلي او له کورونو تښتېدلې دي. اوس هغوی د خپلو عملونو سزا په زندانونو کې تېروي.
د ټولنیزو رسنیو خطرونه او پایلې
ټولنیزې رسنۍ د یوه نعمت په ځای، د شهرت او پېسو ترلاسه کولو یوې سیالۍ ته بدلې شوې دي. دې سیالۍ خلک له دیني او اخلاقي ارزښتونو بې برخې کړي دي. د ژوند مسوولیتونه، کورنۍ اړیکې، او ټولنیز اصول تر پښو لاندې کېږي، او د پایلې په توګه ژوندونه ورانیږي.
د ستونزو حل لارې
د اسلام لارښوونې
اسلام موږ ته د هر کار لپاره د اعتدال لارښوونه کوي. شهرت، پېسې او دنیاوي ګټې باید د اخلاقي او دیني اصولو په چوکاټ کې لاسته راوړل شي. ټولنیزې رسنۍ که د علم او خیر لپاره وکارول شي، یو لوی نعمت دی؛ خو که ناسم استعمال شي، د دنیا او آخرت دواړو زیان دی.
د کورنۍ مسوولیت
والدین باید خپلو اولادونو ته د ټولنیزو رسنیو د ګټو او زیانونو په اړه پوهه ورکړي. هغوی ته د احتیاط او سم استعمال لارې وښيي او په خپلو اولادونو نظر وساتي.
شعور او تعلیم
خلکو ته د ټولنیزو رسنیو د ښه استعمال او خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه جوړول ډېر اړین دي. ټولنې باید د دې وسیلو د ګټې لپاره خپل غړي و روزي او له افراط او تفریط څخه ځان وساتي.
د الله د رضا غوښتنه
موږ باید د دنیا د لنډو ګټو په ځای خپل نظر آخرت ته کړو او خپل ژوند د الله د رضا لپاره سم کړو. د شهرت لپاره کورنۍ او اصول نه قربانول کېږي.
پایله او عبرت
ټولنیزې رسنۍ یو ستر نعمت دی، خو که بې احتیاطي پکې وشي، په ستر افت بدلېږي. د دنیا لپاره خپل آخرت مه بربادوئ، او د شهرت په سیالۍ کې خپل دین او کورنۍ مه قربانوئ.
“د ټولنیزو رسنیو سم استعمال زموږ دیني او اخلاقي فریضه ده. راځئ چې خپل ځان او ټولنه د دې خطرونو څخه وژغورو.”
ژباړه او ترتیب خالد منصور هډه وال.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ او نا اهلي ده.
ليکنه څومره مفيده وه ؟
څو فيصده ګټوره وه
20 فيصده…
50 فيصده…
80 فيصده…
او يا هم
100 فيصده…
کمنټ کښي فقط
20
50
80
100
وه ليکي.
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
ادامـــه دارد…