يو ځوان بايد څه وخت واده وکړي؟

زما پوښتنه داده چي یو ځوان باید چی څه وخت واده وکړي که کوریي ورته وایی چي واده وکړه او دی وایی چي زه واده نه کوم څه حکم لري؟
احمد جاويد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نکاح د پاره په اسلام کې معين سن او عمر نه دی ټاکل شوی بلکي دا نيک او صالح عمل دی په هغه کې پیړه په کار ده.
څوک چې وس لري هغه دې  نکاح وکړي او څوک چې وس نه لري تر هغه پورې به صبر کوي څو الله تعالی يې په خپل فضل غني او توانا و ګرځوي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]
ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .
الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .
ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .
دا چې تاسې ته خپل مور او پلار د نکاح ترغيب کوي ځای د شکر دی ځکه دا ددې معنی لري چې د نکاح کولو وس لري .
د نکاح څخه سرغړونه د سنتو څخه سرغړونه ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : النکاح سنتي و من رغب عن سنتي فليس مني
او د مسلم شريف په دې لفظ روايت کړی : وأتزوج النساء . فمن رغب عن سنتي فليس مني ( المسلم ۱۴۰۱ ) .
يعنې : نکاح او ازدواج زما له سنتو څخه دی چا چې زما له سنتو سرغړونه وکړه پس هغه زما څخه نه دی (زما امتي نه دی )
نکاح سنت او د الله تعالی لوی نعمت دی چې انسان د حرامو چارو ساتي .

 

و الله سبحانه و تعالی اعلم
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.