د نکاح سپېڅلتیا او د طلاق حدود
يو خاوند دی، چې خپل ښځې ته د وخت په تېرېدو سره څو څو ځله دا جمله ويلي ده:
“ما تا ته طلاقه درکړه”
هغه دا الفاظ په جدي انداز کې ويلي، خو کله کله نشه هم وي، ځکه دا کس شرابخور دی. اوس پوښتنه دا ده چې .
آيا دا ډول الفاظ سره د تکرار طلاق واقع کوي؟
د نشې حالت کې ورکړل شوې طلاق ته شريعت څه حکم لري؟
که څو طلاقونه شوې وي، آيا د رجوع يا بيا نکاح کولو اجازه شته؟
د دې عمل شرعي حکم او حيثيت څه دی؟
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
د پورته پوښتنو د جواب لپاره شريعت د انسان د ژبې، نيت، او حالت درې سره اړخونه ارزوي. د دې قضیې تفصيل د لاندې مهمو نکتو لاندې بيانېږي .
نکاح تړون يو سپېڅلی تړون دی. دا ډول بې احتیاطۍ، ناوړه ژبه، او د شرابو عادت يوازې کورنۍ ته نه، بلکې ټولنې ته هم زيان رسوي. دا ډول سړی بايد سمدلاسه توبه وباسي، شراب پرېږدي، او د خپل قول و عمل اصلاح وکړي.
يو خاوند دی، چې د خپلې ښځې سره د ژوند په مختلفو وختونو کې په مسلسل ډول دا جمله وايي: “ما تا ته طلاقه درکړه”. دا الفاظ بېلابېلو حالاتو کې تکرار شوي، او دا سړی د شرابو څښلو عادت هم لري. دا موضوع يوازې د کورني اختلاف اړخ نه لري، بلکې دا د شريعت له نظره د نر او ښځې ترمنځ د نکاح د تړون د بقاء يا انقطاع مسئله ده، چې پرې د يو ژوند فيصلې تړلې وي.
که يو سړی دا جمله وايي: “ما تا ته طلاقه درکړه”، نو دا د صريحو الفاظو نه شمېرل کېږي، کوم چې د طلاق په مسئله کې د نيت له اړخه معتبر نه وي. يعنې که نيت وي يا نه وي، دا طلاق واقع کېږي. په فقهي اصطلاح کې دا طلاق صريح بلل کېږي، او شريعت دا جمله کافي بولي چې نکاح پرې پاى ته ورسېږي.
که دا جمله يو ځل ووايي، نو يوه طلاق وشوه، که بيا يې وويله، نو دويمه وشوه، او که بيا يې وويله، نو درې طلاقې شوې، چې پرې ښځه د هغه خاوند لپاره حرامه شوه. د طلاق درې واړه درجې که واقع شي، نو بيا د رجوع لاره بنده شي،
فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ”
(سورة البقرة)
يعنې که درېمه طلاق ورکړل شي، بيا دا ښځه د هغه لپاره حلاله نه ده، تر څو بل خاوند سره نکاح او کوروالی ونکړي.
او تر هغه پورې بيرته نکاح ممکن نه وي، څو پورې ښځه د بل خاوند سره نکاح ونه کړي،دائمي او بغير د شرط د حلالي او دائمی نکاح په نيت. او د هغه خاوند سره طبيعي مېرمن او خاوند وي، او بيا د هغه خاوند نه هم د يو سبب له مخې جدا شي په خپله خوښه ، نو بيا د لومړي خاوند سره د نکاح امکان شته.
په دې کې د خاوند شراب څښل مهم بحث دی. شريعت د نشې په حالت کې د عقل نه شتوالي ته نظر کوي، خو د شرابو په حالت کې طلاق ورکړه د اکثر فقهاؤ په نزد واقع کېږي، ځکه چې شراب څښل خپله يو حرام فعل دی، او د حرام عمل له وجې معافيت نه ورکول کېږي.
امام ابو حنيفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل – څلورواړه ائمه په دې متفق دي چې که يو سړی نشه وي او طلاق ورکړي، نو طلاق واقع کېږي.
که سړی د خپلې خوښې سره نشه کړی وي، او طلاق ورکړي، طلاق نافذه ده. ځکه نشه اختياري ګناه ده، او د ګناه له امله شرعي حدود معطل نه کېږي.
امام ابن قدامه حنبلي وايي:
“السكران إذا طلق وقع طلاقه، لأنه مفرط بتعاطي السكر، فلا يسقط حكم قوله”(المغني، لابن قدامة)
امام کاساني حنفي وايي:
“طلاق السكران واقع، لأنه مكلف، وتناول المسكر باختياره” (بدائع الصنائع)
نو که دا سړی شراب څښي، او طلاق ورکړي، طلاق يې واقعېږي، که څه هم عقل يې کمزوری وي.
د دې دلايلو لپاره قرآن کريم کې د طلاق په اړه حکم ډېر واضح دی:
“الطلاق مرتان فإمساك بمعروف أو تسريح بإحسان” (البقره)
يعنې طلاق دوه ځله ده، بيا يا خو په ښه توګه بقا ورکړئ يا په ښايسته طريقه پرېږدئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
“ثلاث جدهن جد، وهزلهن جد: النكاح، والطلاق، والرجعة”
(سنن أبي داود او ترمذي )
يعنې درې شيان داسې دي چې که څوک يې په قصد يا په ټوکو، دواړه حالاتو کې نافذ کېږي: نکاح، طلاق، او رجوع.
که يو کس په بې پروايۍ سره دا جملې کاروي، نو دا شرعاً لوبه نه ده، بلکې د ژوند او دين يوه سنجيده فيصله ده. دا عمل نه يوازې د ښځې عزت ته تاوان رسوي، بلکې د خاوند لپاره هم سخت جرم دی چې د نکاح د تړون سره دا ډول ناوړه چلند وکړي.
له دې امله دا سړی که درې ځله يا زيات دا الفاظ ويلي وي، نو د ښځې سره يې نکاح ختمه ده. بيا نه رجوع شته او نه د دوهم نکاح اجازه، تر څو د حلاله نکاح شرطونه پوره نه شي. همداراز، د داسې شخص توبه او اصلاح ضروري ده، ځکه چې شراب څښل، طلاق سره لوبې کول، او د ښځې حق نه ادا کول، دا ټول هغه ګناهونه دي چې د انسان آخرت ته خطر جوړوي.
الله دې موږ ته پوهه، عقل، احتياط، او د شريعت د حدودو پاسداري نصيب کړي، آمين.
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
وټسپ نمبر باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي
نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!
📢عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website