داسلامی لارښود پاڼی کارکونکو او لیدونکو ته سلامونه وړاندی کوم. زه یوه پوښتنه لرم هغه داسی ده چی ځینی کسان دی خپل مینځ کې یوبل ته دوروری لاس ورکوی خو دی اصلاْ ډیر نژدی ملګری وی ځکه دا کار کوی خو ریښتینی وروران نه دی دوی د یوبل کورته تګ او راتګ کوی او دیوبل د ښخینو سره ناسته کوی او وایی چی زما د ملګری خور یا مور زما خور او مور په شان ده خو دوی بل هیڅ ناروا عمل نه ترسره کوی، د داسی کسانو تګ راتګ د اسلامی شریعت له لوری څه حکم لری. مهربانی به مو وی
سباوون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام د ورورولی دين دی
قوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ( الحجرات /۱۰) ، وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ … ) . رواه البخاري (۲۴۴۲
که د دوو کسانو تر مينځ خاص د الله د رضا په خاطر محبت وي ، خاص په دې وجه محبت کوي چې دغه کس تقوی داره او د الله دوست دی نو زه هم په همدې خاطر هغه خوښوم نو داسې دوستي کولو باندې اسلام حکم ورکړی دی او داسې دوستي او محبت زيات اجر لري
الله جل جلا له فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)
(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).
په بخاري شريف کې د اوو کسانو يادونه شوې ده چې هغوی به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغوی څخه دوه هغه کسان دي چې پخپل مينځ د الله د رضا د پاره محبت کوي : وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ (البخاري ) .
نو که د دوو کسانو تر مينځ ملګري د الله په خاطر وي اجر لري او که په بل مقصد وي په هغه کې اجر نشته .
په هر صورت مسلمان د مسلمان دينې ورور دی خو هغه احکام چې د حقيقي ورور ( د مور او پلار نه پيدا شوي ) ورور حکم نه لري
او نه هم د ورور په شان په هغه باندې د نکاح او حجاب احکام جايري کيدای شي .
د ملګري کس خور او مور بيګانه ښځې دي د هغوی نه حجاب او پرته کول واجب دي .
د جاهليت په وخت کې دا رواج وو چې د بل اولاد په زوی سره نيول کيده د حقيقي زامنو په څير شرعی حقوق ورکول کيدل لکه نکاح ، وراثت ،حجاب او نور چې داسې کول شرعاً حرام دي او دا د جاهليت د وخت رواج ؤ چې په اسلام کې باطل اعلان شوی .
قوله سبحانه وتعالی : وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ (4 احزب ) .
اونه يې ستاسو په خوله بللي ځامن ستاسو حقيقي ځامن ګرځولی دي ،دا خو هغه خبرې دي چې تاسې يې له خپلو خولو راباسي ، الله خو حقه خبره کوي او هغه سمې لارې ته بلنه کوي
و الله سبحانه وتعالی اعلم