پوښتنه: که چېرته يوه داسې جېنۍ { ښځي } وي چې ټول غړي يې دوه دوه وي او سره نښتي وي، نو دا به له يو خاوند سره نکاح کوي او که له دوو خاوندانو سره او که به له سره نکاح نه کوي؟
ځواب: دلته نېږدې څلور صورتونه را منځ ته کېدلاي شي،
۱ دا چې اپريشن يې وشي او دواړه سره جلا شي او هره يوه ځان ځان ته خاوند سره نکاح وکړي.
۲چې له جلا والي پرته له دوو بيلو بيلو خاوندانو سره نکاح وکړي؛ خو په دې صورت کې بدوالي ډېر زيات دي، ځکه چې يو خو بې ستري ده او بل د بدلمنۍ (زنا) شونتيا په کې ډېره ده.
۳چې د دواړو له يو خاوند سره نکاح وشي، خو په دې صورت کې دا بدي رامنځ ته کېږي، چې دوې خويندې به د يو سړي په نکاح کې راشي، چې قران کريم پرې ښکاره بنديز لګولي دي.
۴داچې بيخي له چا سره نکاح ونه شي؛ خو دا صورت د فطري غوښتنو خلاف دي او له دې څخه په ګناه کې د اخته کېدو وېره ده.
د بحث خلاصه: په پورتنيو صورتونو کې په اولني صورت کې هيڅ کومه خبره نشته، خو که د اپريشن کاميابيدل باوري وي او مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله څلورم صورت غوره کړي دي،خو د مولانا خالد سيف الله رحماني په اند بايد له نجونو څخه پوښتنه وشي، که هغوي له نکاح پرته ژوند تېرولي شو او د بدلمنۍ څخه يې ځان خوندي ساتلي شوو، نو بيا دې چاته په نکاح نه ورکول کېږي، خو که هغوي دا وېره محسوسوله نو بيا دې يو تن ته په نکاح ورکړل شي، تر څو د دوو خرابيو پر ځاي يوه خرابي قبوله کړاي شي او تصور به دا وکړي چې ګنې دا يوه مېرمن ده او د دې حيثيت به استثنايي او استحساني وي.