ايا حديث حجت دي؟
حديث د حجت له مخې په دوه ډوله دي:
المتحتج به حديث چې عبارت له صحيح او حسن څخه دی .
غير المتحتج به حديث چې عبارت له ضعيف حديث دی .
صحيح او حسن حديث په شريعت کې حجت او دليل دی .
۱- صحيح حديث : هغه حديث دی چې عادل او ضابط راوي له بل همداسې (عادل او ضابط ) راوي څخه پيوسته نقل کړی وي چې سند يې تر آخره پورې متصل وي او هيڅ شذوذ او علت په کې نه وي .
يعنې د صحيح حديث د پاره دا شرطونه ضروري دي چې بايد په پوره توګه موجود وي چې هغه دادي :
الف ) د سند اتصال : په دې معنی چې هر راوي بايد د پورته راوي څخه پخپله دا روايت اخيستی وي د سند د اول نه تر آخره پورې دا شرط موجود وي .
ب ) د راوي عدالت : بايد هر راوي مسلمان ،عاقل ،بالغ وي نه فاسق وي او نه هم د مروة خلاف وزري کونکی وي .
ج) د راوي ضبط : د سند راوي بايد د کلکې حافظې لرونکي وي يا په سينه کې او يا هم په ليکلي بڼه .
د) عدم او عدم العلة : عدم شذوذ دا چې نومړی حديث شاذ نه وي شاذ په دې معنی چې (ثقه ) باوري راوي د (اوثق ) ډير باورې راوي څخه مخالفت نه وي کړی ، او عدم علة چې نومړی حديث څه معلول نه وي علت پکې نه وي (العلة ) پټ سبب ته وايي اګر که په ظاهره څه عيب پکې نه وي .
۲- حسن حديث :
حسن په لغت کې ښکلي ته وايي او په اصطلاح کې حسن حديث د صحيح او ضعيف تر مينځ مرتبه ده .
د امام ترمذي تعريف : د کوم حديث په راويانو کې چې په دروغو بدنام شخص نه وي او هم دا حديث شاذ نه وي او دې ته ورته په بله طريقه هم نقل وي نو حسن بلل کيږي