ولې ځینې انسانان ژر زړیږي؟

ولې ځینې انسانان مخکې له وخته زړېږي؟
هر انسان غواړي چې تل ځوان او ښایسته واوسي، خو دا کار شونی نه دی، ځکه ټول انسانان د وخت په تېرېدو سره زړېږي او دا زمونږ د نارمل فزیولوژی برخه ده ، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې په کم عمر کې انسان د زړو په څېر ښکاري، دا ستونزه ګڼ شمېره لاملونه لري چې ځینې یې دلته بیانوو …
د وزن زیاتېدل
کله چې د انسان وزن زیات شي، په بدن کې یې بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي چې دا بدلونونه انسان تر خپل اصلي عمر زوړ ښیي .
سېګرېټ څکول او د نشي توکو کارول
موږ ټول پوهېږو چې سېګرېټ څکول انسانان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، لکه تنفسي ستونزې، د زړه ناروغي، د غاښونو خرابېدل، ژر زړښت او د داسې نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
اندېښنه او غم
اندېښنه هغه ناروغي ده چې جوړ انسان تر مرګ پورې رسوي، په انسان کې د ارامۍ حس له منځه وړي، ځوروي یې، په ناسمو سوچونو کې ځان ورکوي ځان او شاوخوا کسان له هر ډول ستونزو سره مخامخ کوي، د دې ټولو ترڅنګ په زړښت کې هم مهم رول لري.
په تودو اوبو ځان وینځل
تودې اوبه داسې ځانګړنه لري چې د انسان د بدن پوستکی وچوي، کله چې د بدن پوستکی وچ شي، نو ګونځې پیدا کوي چې ګونځې خپله د ژر زړښت نښې دي .
بې خوبي
بې خوبي انسان ته ګڼ شمېر زیانونه لري، لکه د حافظې کمزورتیا، د وېښتانو خرابېدل، رواني ستونزې او ژر وخته زړښت. کله چې انسان ډېر بې خوبه شي د سترګو شاوخوا ته یې تورې حلقې پیدا کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره نور پوستکی هم همداسې توریږي او د ژر وخته زړښت لامل کېږي.

په نا مناسب وخت کي په لمر کې ډير ګرځېدل
بی د لمر د وړانګو ژوند کول ناشوني دي خو کله چې لمر د انسان پر بدن په مستقیم ډول ولوېږي، د بدن پوستکی خرابوي، پر پوستکي باندې د یو ډول لکو ښکارېدل او د پوستکي د رنګ بدلون د ژر زړښت مهم لامل دی.
چاپېریال
چاپېریال د انسان د ځوان پاتې کېدو یا برعکس د ژر زړېدو لپاره تر ټولو لاملونو مهم او با ارزښته لامل دی، ځکه چې د انسان ټول ژوند له هغه ځای سره تړاو لري، چې پکې ژوند کوي، د هغه ځای له اوبو، هوا، خوراک او نورو ټولو سره، نو چاپېریال هم د انسان په ځوان پاتې کېدو کې اړینه ونډه لري. خو ځینې داسې کړنې هم شتون لري چې په ترسره کولو یې موږ کولای شو ځان له ژر وخته زړښت څخه وژغورو.
ناکافي او خراب غذايي رژيم او د ضروري پروټينونو او غذايي موادو کمښت

ښه غذايي رژيم پر روغتيا ډير ښه او مثبت تاثير لري کله چي پرهیز د حده زيات شي نو شخص دوخته ژر زړيږی

د ورزش او فزیکي فعالیت نه کول
هغه کسان چې ښه فزيکي فعاليت او منظم ورزش نه کوي د وخت څخه مخکې ژر زړيږی .
زورونکي ناروغي او د زړه سکون نه شتون هم انسان مخکي له وخته ژر زړوي .

ستاسو د ښه روغتيا او ښه ځواني په هیله

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.