ولې په روژه كې خلك ژاړي خو زه نه

ليكونكى: ابراهم احمد.
ژباړه: وحيد الله بهرام*
د دنيا او آخرت د برياوو له سترو لاملونو څخه يو دا دى چې انسان د خپل نفس سره ريښتنى واوسي او بانې ورته جوړې نه كړي، ځكه هسې نه چې مرګ انسان غافلګيره كړي او بيا به هغه پښماني چې سترګو ته يې ودريږي، هيڅ گټه ورته ونه رسوي.

ګرانه وروره او درنې خورې!

د الله(جل جلاله) له ويرې ژړا لوى فضيلت لري، او له رسول الله(ص) څخه روايت دى (سبعة يظلهم الله فى ظله يوم لا ظل الا ظله و ذكر منهم: رجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه) متفق عليه
اوه ډلې دي چې د قيامت په ورځ الله (جل جلاله) هغوى د خپلې سيورې لاندې دروي، په هغه ورځ چې پرته د ده له سيورې بل هيڅ سيورى نشته، او د هغوى له ډلې نه يو هغه سړى دى چې الله تعالى په يوازېتوب كې يادوي نو له سترګو يي اوښكې راځي.
خو يوه پوښتنه چې د زيات شمير ګنهكارو انسانانو سره پيدا كيږي دا ده چې كله قرآنكريم تلاوت كيږي يا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) احاديث او يا هم د سلف صالح روايتونه لوستل كيږي نو زيات شمير كسان چې زړونه يې نرم دي ژاړي. ولې د دوى له سترګو نه اوښكې بهيږي خو زما  نه؟
هڅه كوم چې خشوع او خضوع ولرم او وژاړم خو نشم كولاى!
زما د مخې څنګ او شا كسان ټول ژاړي خو زه  نشم ژړلاى، دا ولې؟
د دې دليل ګرانه وروره او درنې خورې ډير دروند دى. الله(جل جلاله) دا ځواب په خپل كلام كې داسې څرګند كړى دى:
(كلا بل ران على قلوبهم ما كانوا يكسبون)
نه داسې نده، بلكه د دوى زړونه د دوى د (ناوړه) كړنو له امله زنګ وهلي دي.
ځكه نو موږ چې د الله(ج) له ويرې څخه كم ژاړو د هغې اصلي لامل هم همدا دى.
يحيون ليلهم بطاعة ربهم *** بتلاوة وتضرع وسؤال
وعيونهم تجري بفيض دموعهم *** مثل انهمال الوابل الهطال
شپې د خپل رب په عبادت كې په تلاوت، تضرع او دعا سره ژوندى ساتي،
او د الله(ج) له ويرې نه يي له سترګو څخه د وريځو په شان اوښكې ځي.

ولې ژاړي؟

څه شي هغوى ويرولي او په ژړا كړي دي او دوى له دې كار نه خوند اخلي مګر موږ نه ژاړو؟
دوى له ګناهونو څخه ځان لرې ساتلى دى او آخرت يي په ښكاره او څرګنده توګه د خپلو سترګو په وړاندې درولى دى. همدا لامل دى چې د دوى زړونه اصلاح او سترګې نمجنې شوې دي. پداسې حال كې چې موږ دغه شيان له ياده ايستلي دي نو سترګې مو وچې او زړونه مو خراب شوي دي.

ګرانه وروره او خورې…

پوه شه چې تر هغه د الله (جل جلاله) هغه ويره نه تر لاسه كيږي تر څو لاندې ټكي پلي نشي.
1.    د الله (جل جلاله) لوري ته توبه او له هغه نه په زړه او خوله باندې د خپلو ګناهونو عفو غوښتل.
2.    د ښكاره او پټو، لويو او كوچنيو ګناهونو پريښودل، ځكه چې ګناه هغه لوى مرض دى چې زړونه د الله (جل جلاله) له نژدې والي نه لرې كوي.
3.    ځان د عبادتونو په مرسته الله (جل جلاله) ته نژدې كول. لكه روژه، لمونځ، حج، صدقه، ذكر او صدقات.
4.    د مرګ او آخرت په ياد ساتل: څومره عجيبه ده  چې سره لدې چې پوهيږو دا دنيا پاى ته رسيږي او راتلونكې حقيقت هماغه د آخرت نړۍ ده ولې د دې سره سره د خپلې حقيقي او تلپاتې راتلونكې لپاره هڅه نه كوو.
5.    د الله(جل جلاله) پيژندنه د هغه د اسماوو او صفاتو  له لارې ، همدا شان د هغه په دين باندې ژوره پوهه.
الله تعالى فرمايي: (انما يخشى الله من عباده العماء)
په رښتيا سره چې د الله په بنده ګانو كې علماء له هغه نه ډير ويريږي.
6.    په آخر كې تا ته وصيت كوم چې د صالحينو ژوند ولولې او په هغوى پسې ولاړ شې.

ګرانه وروره او خورې!

روژه د خير او بركت لپاره لوى فرصت دى چې بنده د خپل رب په لور وروګرځي، هغه وخت چې شيطانان په ځنځيرونو باندې تړل كيږي، او د خير او ښيګڼې ټولې دروازې خلاصيږي، نو ته د خپل پروردګار په لور ور وګرځه او ور نږدې شه او خپل ځان له ګناهونو څخه پاك كړه تر څو ووينې چې ستا له  سترګو هم اوښكې توييږي.


📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.