ژباړه : خالد منصور هډه وال
🍃 په خپل ژوند کې دا معلومات لومړی ځل اورم، نو سجده کوم تر څو لوږې ځپلو ته خیرات وکړم.
څه شی ناصیه ده او ولې هغې ته دروغجنه ویل شوې؟
دا معلومات ډېر حیرانوونکي دي، الله تعالی پاک دی او تر هر څه لوړ دی!
شيخ عبدالمجيد الزنداني رحمه الله دې الله وبخښي.
په خپل کتاب «او سبا به د ایمان دور وي» کې وايي:
زه تل د الله تعالی دا قول لوستلم:
(نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ)
ناصیه د سر مخنۍ برخه ده. ما تل له ځانه پوښتنه کوله چې: ای ربه! دې معنا ته راته وضاحت راکړه… ولې دې وویل “دروغجنه ناصیه”؟
زه ډېر کلونه په دې فکر کې وم، شاوخوا لس کاله تېره شول او حیران وم.
کله مې چې د تفسیر کتابونه وکتل، مفسرینو وویل: “ناصیه ته دروغجنه ویل یوه مجازي تعبیرو ده، واقعي معنا نه لري. مطلب د انسان په اړه دی، نه د ناصیې په ځان.”
زه لا هم په حیرت کې وم، تر دې چې د الله په رضا یو کاناډايي پوهاند یوه څېړنه وړاندې کړه (چې په قاهره کې یوه طبي کانفرانس کې وشوه).
هغه وویل: “پنځوس کاله کېږي چې موږ یقیني کړي چې د مغز هغه برخه چې د تندي تر شا ده، د دروغو او خطاګانو لپاره مسؤله ده. همدا برخه د پرېکړو مرکز دی. که دا برخه غوڅه شي، نو انسان خپلواکه اراده له لاسه ورکوي او د انتخاب توان نه لري.”
🥀 او ځکه چې دا د انتخاب ځای دی، نو الله تعالی فرمايي: (لنَسفعنَّ بالنّاصية)
یعنې: موږ به یې ناصیه راکش کړو او دوزخ ته واچوو.
او کله چې ساینس پرمختګ وکړ، دوی وموندل چې د حیواناتو په ناصیه کې دغه برخه ډېره وړه او کمزورې ده (چې د هغوی د مشرتابه او لارښوونې توان نلري).
دا هغه څه دي چې زموږ رب ورته اشاره کړې: (مَا مِن دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا)
او په یو حدیث کې راغلي دي:
“ای الله! زه ستا بنده یم، د ستا د بنده زوی یم، زما امر ستا په لاس کې دی.”
د الهي حکمت له مخې الله تعالی دا ټاکلي چې ناصیه باید سجده وکړي او الله ته تسلیم شي. په سجده کې د سر له لارې منفي چارچونه ځمکې ته وځي، او د وینې جریان د مغز ټولو برخو ته رسېږي چې په دې سره مثبت چارچونه ترلاسه کوي. په مغز کې ځینې رګونه یوازې په سجده کولو سره وینه ترلاسه کوي، او دا د الله تعالی له حکمت څخه دی.
الله تعالی فرمايي: (وما أوتيتم من العلم إلا قليلاً)
یعنې تاسې ته د پوهې یوازې لږ برخه درکړل شوې ده.
دا معلومات موږ ته دا راښيي چې باید زیاتې سجدې وکړو، تر څو زموږ پرېکړې سمې او زموږ ایمان زیات شي.
کله چې موږ په یوه کار کې مشوره غواړو، د استخارې لمونځ کوو، یعنې خپل ناصیه د الله تعالی په وړاندې ږدو تر څو زموږ لپاره سم انتخاب وکړي.
ای الله! موږ ته ثبات راکړه او زموږ ناصیه دې د هر خیر لپاره مخلصه کړې، آمین!
ای الله! دا زما لپاره، زما پلار، مور، اولادونو، مؤمنانو او مسلمانانو لپاره صدقه جاريه وګرځوه!
د لوستلو په پای کې پر غوره نبي ﷺ درود ووایئ!
ستاسو سوالونه او د قران او حدیثو او فقهاوو اقوالو او تاييداتو موافق جوابونه
.
.
.
.
.
.
.
.
.
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى *םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱
#islamabadbeautyofpakistan #islamabadbeautyofindia
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
****************************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
****************************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
****************************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!
****************************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website