ولې زده کوونکي له ښوونځي تښتي؟

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي

سریزه

له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو تېښته یو له هغو عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي چې نن ورځ د افغاني ټولنې په شمول ډېری هېوادونه او ټولنې ورسره مخ دي. له ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې اصطلاح د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په پای کې د ښوونې او روزنې د جبري کېدو څخه وروسته په اروپا کې دود شوه. په ورته وخت کې دغې ستونزې د والدینو او روزونکو له خوا بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي چې ددې موضوع د مطالعې او څېړنې ارزښت هم ورسره دوه برابره کېږي.

تعریف

تېښته یا فرار چې په فرانسوي ژبه کې (Evasion) او په انګلیسي ژبه کې ورته (Run a way) ویل کېږي، په نامطلوبه شرایطو کې د مسئولیت نه اوږه خالي کول او د زیات وخت موندل دي. مګر له ښوونځي څخه تېښته (Truancy) او له ښوونځي څخه وېره (School Phobia) چې ټول د عمل د مرتکب کېدو له پلوه سره مشترکه وجه لري، په غیر موجه ډول یا له کوم دلیل پرته په ښوونځي کې د زده کوونکي بیا بیا ځلي ناسوبتیا څخه عبارت دی.

هغه زده کوونکی چې په بېلابېلو شکلونو سره له ښوونځي څخه تېښته کوي او د بې دلیله غیرحاضریو، د والدینو او د ښوونځي د مسوولینو له خبرتیا پرته خپل د پام وړ ځایونو ته پناه وړي، له ښوونځي څخه د تېښتې په نوم یادېږي. یا په بل عبارت له ضرورت پرته په ښوونځي کې د زده کوونکي تکراري غیرحاضري او نشتوالي ته، له ښوونځي څخه تېښته ویل کېږي. او یا په بله وینا، له ښوونځي څخه تېښته کوونکی هغه څوک دی چې له کوره وځي مګر ښوونځي ته نه ځي او یا که لاړ هم شي، په ښوونځي کې نه پاتې کېږي. د ټېرمن آمریکايي ارواپوه له نظره، له ښوونځي څخه تېښتېدونکی فرد هغه شخص بولي چې د والدینو له اجازې پرته د ښوونځي څخه غایب شي. د رینولډ د نظر پر بنسټ، هغه ماشوم چې په هر دلیل ښوونځی پرېږدي، له ښوونځي څخه تېښتېدونکی شخص ګڼل کېږي.

له ښوونځي څخه د تېښتې لاملونه

  1. که د ښوونځي زده کوونکو ته په کور کې پام ونه شي، پلار او مور یوازې د خپل اولادونو خېټه ډکه کړي او د اولادونو او والدینو ترمنځ نږدې اړیکه موجوده نه وي، د تېښتې زمینه برابرېږي.
  2. ناوړه او بد ملګري، چې کولای شي زده کوونکي تېښتې کولو ته تشویق کړي.
  3. په کورني چاپېریال کې د عاطفي ثبات یعنې د مینې او محبت فضا نشتوالی.
  4. د اولادونو د تګ او راتګ په هکله د مناسب کنټرول نشتوالی.
  5. د تحصیلي فشارونو موجودیت، او د درسي پروګرامونو د اجرأ لپاره د زده کوونکو د جسمي او ذهني وړتیاو ټیټوالی.
  6. په کورنۍ کې اقتصادي کمزورتیا.
  7. د کور او ښوونځي په چاپېریال کې د تفریحي فرصتونو نشتوالی، لکه پارک ته تلل او په ډله ییز شکل ګرځېدل.
  8. کورنی تاوتریخوالی او د زده کوونکو تحصیل ته پاملرنه نه لرل.
  9. له ښوونځي سره د مور او پلار د اړیکې نشتوالی.
  10. ناوړه نومونو سره د زده کوونکو مخاطب کول، چې بالاخره د تحقیر او له ښوونځي څخه د تېښتې زمینه برابرېږي.
  11. د ښوونکي له ناوړه کړنو څخه د ښوونځي د مدیر ملاتړ او د زده کوونکو ملامته کول.
  12. د مور او پلار له لاسه ورکول.
  13. په تدریس کې د استاد یا ښوونکي کمزوري.
  14. د ښوونځي شاوخوا د خوندي چاپېریال نشتوالی.
  15. د زده کوونکو د سویې سره سم د مناسب درسي نصاب نشتوالی.
  16. د ښوونځي د مشر او د ادارې په کارونو کې کمزوري او بې کفایتي.
  17. په ټولګیو کې د زده کوونکو د شمېر زیاتوالی.
  18. د کور او ښوونځي تر منځ د اوږد واټن موجودیت.
  19. د کور څخه د باندې د پلار ډېره بوختیا.
  20. د مور او پلار څخه جلاوالی او له نورو خلکو سره د زده کوونکي اوسېدل.

د مخنیوي لارې چارې

  • ماشومانو سره د عاطفي چلند او نرمښت څخه کار اخېستل.
  • د مجازاتو او تنبیه پرته د زده کوونکو د ذهني، رواني، کورني او تحصیلي مشکلاتو پېژندل، یعنې د تحصیلي سوابقو او د تېرو کلونو د پایلو او فیصدۍ مطالعه کول.
  • په ښوونځي کې د خوندي او امن چاپېریال په ګډون لږ تر لږه تفریحي، هنري، ورزشي او فرهنګي امکاناتو برابرول.
  • د زده کوونکو د غیرحاضرۍ په اړه له والدینو سره یې مشوره کول او په دې برخه کې د هغوی له خوا دقیقه څارنه.
  • د خبرو اترو او مناسبو فعالیتونو له لارې، د ښوونځي په وړاندې د زده کوونکو د ذهنیت تغیرول.

پایله

د ماشوم پر روح او روان باندې ګڼ شمېر لاملونه لکه کورنی چاپېریال، ښوونځی او ټولنه خپلې اغېزې لري. د یادو لاملونو څخه هر یو یې که د ماشوم لپاره خوندي نه وي، یعنې که په دغه محیطونو کې ماشوم هوساینې او آرامۍ ته ونه رسېږي، نو په نتیجه کې له ښوونځي څخه د نوموړي د تېښتې سبب کېدای شي. نو باید کورنۍ او دولت هڅه وکړي څو کورنی محیط، ښوونځی او ټولنه په داسې شکل چمتو او آماده کړي چې ماشوم وکولای شي هلته د آرامۍ احساس وکړي، او که چېرې ماشوم په دغه محیطونو کې د آرامۍ احساس وکړي، هم به کورنۍ مؤفقه وي، هم به دولت یو ښه او مؤفقه دولت واوسي.

وړاندیزونه

  • هڅه وشي څو په زده کوونکو کې پرځان د باور روحیه پياوړې شي.
  • کوښښ وشي چې په خوندي او امنیتي ځایونو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ تأسیس شي.
  • زده کوونکو ته د هغوی د سویې مطابق کورنۍ دندې او درسي پروګرامونه وسپارل شي.
  • زده کوونکو ته باید ناوړه الفاظ او نامناسب نومونه استعمال نه شي.
  • ښوونکي او استادان باید د زده کوونکو د سویې سره سم خپلې تدریسي چارې پرمخ بوځي.

اخځلیکونه

  1. مجاب، منصور. (۱۳۹۳). مشاوره تحصیلي. کابل: انتشارات جهان اسلام.
  2. مجاب، منصور. (۱۳۹۲). روش های درست مطالعه. کابل: انتشارات شرکت طباعتي شبیر.
  3. احمدي، سید احمد. (۱۳۹۲). روان شناسي نوجوانان و جوانان. چ۱۶. اصفهان: انتشارات صغیر.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟