ولې د ځینو کسانو زړه د سهار وخت ډوډۍ ته نه کیږي

د لاندې دلایلو پر اساس ځینې خلک سهار وخت خوراک ته اشتهاء نلري :

1 –  د شپې ناوخته خوراک کول .

2 – د شپې لخوا د قوي غذاء خوړل .

3 – د ژور خفګان او تشویش له امله د اشتهاء د مرکز بندیدل .

4 – په ښځینه ؤ کې د امیدوارۍ له امله .

5 – سهار وخت په بدن کې د ځینې stress هورمونونو د کچې د زیاتوالي له امله .

6 – په بدن کې د میکروبي او التهابي ناروغیو او فکتورونو د شتون له امله

7 –  د ځینو دواګانو د استعمال او کارونۍ له امله .

د اوسنیو تازه طبي څېړنو پر بنسټ باید یاده شي چې د سهار خوراک نه کول او هم د هغې پر وخت نه جبرانول د ورځې په جریان کې ، د ژور خفګان ، د مزاج د تغیر ، ژر زوړوالي او سرطاني ناروغیو سبب کیدلای شي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *