السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
الله ج دی وکړی چې روغ رمټ ياست او الله ج مو کاميابه او سرلوړي لره
ستاسی د دی غټ خدمت نه يوه نړۍ مننه چې د اسلام لپاره يي د انټرنيټ په صفحو کې کوی الله ج دی تاسی په دواړو جهانونو کې سرلوړي او بريالي کړه سره د ټول عالم اسلام امين
زه بيا هم د تير په څير يو څو پوښتنی لرم نو هيله کوم چې راته يي ځواب کړی تر څؤ مطمئن شم
کله چې موږ په خپل هېواد کې وو نو دومره مو زده کړی وه چې څلور مذهبه شته خو د څلورو مذاهبو خلک مو سم نه وه ليدلی خو اوس چې مهاجر شو نو دا مو هم سره وليده او کله نا کله خو زياتره ورونه او خويندی د مذاهبو په اړه بيل بيل نظرونه لری او علت يي هم د اسلام سم نه پيژندل دی يا يي اسلام سم نه وی تعقيب کړی نو ماته هم يو څو پوښتني را پيدا شوي نو هيله لرم چې دا پوښتني راته ځواب کړي۱
۱- دامام ابو حنيفه رحمته الله عليه په مذهب کې د جنازی په لمانځه کې سورته فاتحه نه ويل کيږی په کوم دليل يي نه وايو کوم خلک يي چې وایی نو هغوی دا حديث عملی کوی چې وایی
لا صلاه لمن لا یقرا بفاتحه الکتاب
يعنی څوک چې په لمانځه کې الحمد لله ونه وایی د هغه لمونځ نه صحيح کيږی
حيات هجران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د جنازې په لمانځه د فاتحې لوستل
د جنازې په لمانځه کې د فاتحې لوستلو کې د مذاهبو تر مينځ اختلاف دی
د احنافو په نزد د جنازي په لمانځه کې د فاتحه سورت د قرائت په نيت لوستل صحي نه دي او د دعا په نيت لوستل صحي دي ځکه چې دا د دعا محل دی نه د قرآئت . کفايت المفتي ج ۴ ص ۷۱ .
وفی عالمګيري ج۱ ص ۱۴۷ ولايقرأ فيها القران ولو قرأ الفاتحة بنية الدعاء فلا بس به وان قرأها بنية القراءة لايجوز لانها محل دعاء دون القرآءة .
د امام شافعي او امام احمد په نزد د فاتحی لوستل د جنازي په لمانځه کې واجب دی د دوی دليل د رسول الله صلی الله عليه عام قول دی (لاصلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الکتاب ) رواه بخاري
او دا حديث : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: أَنَّهُ صَلَّى عَلَى جَنَازَةٍ، فَقَرَأَ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ قَالَ: لِيَعْلَمُوا أَنَّهَا سُنَّةٌ (بخاري ) .
مګر د ابوحنيفه او امام مالک په نزد د جنازې په لمانځه کې فاتحه نشته د دوی دليل دغه احاديث دي د امام مالک په موطا كې (۵۳۵ ) صحي حديث دی : عن نافع ان عبدالله بن عمر کان لايقرأ فی الصلاة علی الجنازة ، او د ابن عمر او عبدالرحمن بن عوف حديث دی : وعارضوا حديث ابن عباس بحديث ابن عمر وعبد الرحمن بن عوف قالا في صلاة الجنازة: ليس فيها قراءة شيء من القرآن .
دوی وايي د جنازی لمونځ د مړي د پاره دعا ده نو ځکه پدې لمانځه کې قرائت نشته او همدارنګه له نورو لمونځونو سره فرق لري چې په دې لمانځه کې رکوع او سجده نشته .
په دې اړه علماؤ اوږده بحثونه ليکلی دي
خو اصلي حقيقت به الله تعالی ته معلوم وي والله تعالی اعلم .
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219