فرض تقدیری څه حکم لری اوولی په دغه وختونو کی لمونځ نه کیژی (سهار اومازدیګردفرض دلمانځه نه وروسته
ډیره مننه
حاجی وحیدالله روفی وردګ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې وختونو کې (سهار او ماښام ) ذکر کول فضيلت لري .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ (الأعراف:205)
ژباړه : او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ، نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .
او په دغه وختونو کې ځکه لمونځ کول مکروه دي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلې ده :
عن ابی هريرة رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم نهی عن الصلاة بعد العصر حتی تغرب الشمس و عن الصلاة بعد الصبح حتی تطلع الشمس (المسلم ۸۲۵ ).
له ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمونځ کول پس د سهار د لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې او د مازديګر د لمانځه وروسته تر لمر لوېدو (ماښام ) پورې منع کړي دي .
يعنې : دری وختونه مکروهه بلل کيږي چې په هغه کې لمونځ کول منع دي ، ۱- د سهار تر لمر ختلو پورې ۲- د لمر استوا ټکنده غرمه ۳- د مازديګر څخه تر ماښام پورې .
لحديث وروى مسلم (1373) عن عُقْبَةَ بْنَ عَامِرٍ الْجُهَنِيَّ يَقُولُ : ثَلاثُ سَاعَاتٍ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَنْهَانَا أَنْ نُصَلِّيَ فِيهِنَّ أَوْ أَنْ نَقْبُرَ فِيهِنَّ مَوْتَانَا : حِينَ تَطْلُعُ الشَّمْسُ بَازِغَةً حَتَّى تَرْتَفِعَ وَحِينَ يَقُومُ قَائِمُ الظَّهِيرَةِ حَتَّى تَمِيلَ الشَّمْسُ وَحِينَ تَضَيَّفُ الشَّمْسُ لِلْغُرُوبِ حَتَّى تَغْرُبَ
له عقبه بن عامر نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ په دری وختونو کې د لمونځ کولو او مړو خښولو خښولو منع کړي يو ، د لمر ختلو په وخت مګر څو پورې چې لمر پورته شي ، ټکنده غرمه څو پورې زوال نه وي شوی ، او د لمر لوېدو وخت څو پورې چې نه وي ډوب شوی .