ولی د ځنو کسانو رزق پراخه او د ځنو تنګ وي ؟

دپاڼې قدرمنو چلونکواَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ الله ﷻ دي تاسو ټول خوشحاله او اباد لري اجمل یم له زابل څخه یو ملحد مې په ساینس کي تقریباً اسلام ته نژدي کړی دی الله ﷻ مي ورباندي ومانه خو یوه پوښتنه یي زه په قرآني ایاتونو او حدیثونو او علمي حقایقو نه شم ځوابولای داسي چي ولي عرب خوشحاله ژوند لري او افغانان یی نه لري؟ ولي عرب زیاتي پیسي او د امن په فضا کي ژوند لري مګر افغانان یی نه لري؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

  • دا چې الله تعالی خپلو ځنو بنده ګانو ته د رزق وسعت او پراخي ورکوي او ځنو ته بيا مناسب رزق ورکوي او ځنو ته کم په دې کې الهي مصلحتونه دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (سوره الاسراء :۳۰ ).

ژباړه: بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى .

وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ (الشوری :۲۷ ).

ژباړه: او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي۔ او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى .

۲- الله تعالی پر خپلو بنده ګانو باندې د ځنو مصلحتونو په سبب مصيبتونه نازلوي لکه : د خپلو بنده ګانو تنبه او خبرول او له غفلت څخه بيدارول ، د ګناهونو او سرکشۍ د بدو پايلو څخه ويرول ، د ګناهونو بښل او يا هم کوم قوم چې الله تعالی ته خوښ وي پر هغوی ډير مصيبتونه راځي تر څو د دوی درجې لوړې کړي .

۳- د دنيا ژوند امتحان دی الله تعالی خپل بنده ګانو په مشکل ، پراخۍ ، تنګۍ او مرض او غم سره آزمايي .

۴- رښتيا هم چې پر افغانانو ډير مصيبتونه راغلي دي او لا هم ورسره مخامخ دي ، مګر کچيرې په کوم کافر قوم باندې دومره مصيبتونه راغلی وی نو ډيرو به يې ځان وژنه کړې وه ، خو دا د ايمان برکت دی چې افغانانو ته يې د زړه سکون او اطمنان ورکړی او په پوره ميړانه د ټولو مصيبتونو سره د ايمان په رڼا کې مقابله کوي.

او الله تعالی دې نور زموږ له ولس روان مصيبونه پخپل فضل سره لرې کړي .

و بالله توفيق

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.