ولی د سهار سنت له فرضو ورسته نه ادا کيږي ؟
ولی د سهار سنت له فرضو (دجَمعی لمونځ ) ورسته نه ادا کيږي
ولی د سهار سنت له فرضو ورسته نه ادا کيږي ؟
دسهار دفرضو نه مخکې سنتو احکام
د سهار د فرضو نه مخکې سنتوباندې په احاديثو کې پرهغه ډير تاکيد او ټينګار شوی دی
دحضرت بی بی عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی .
چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلې چه د سهار دوه رکعته سنت تر دنيا او هغه چه په دنيا کې شته بهتره دی ( مسلم شريف ) .
نو د تاکيد له وجې که چيری يو سړي د سهار سنت نه وي ادا کړی او جماعت ولاړ وي نو که د لمونځ کونکی خيال داوي چه ورستی رکعت به ونيسم نو اول بايد په داسې ځای کې سنت وکړي چه د امام د قرآئت آواز نه اوری بيا به په جماعت کې شريک شي .
که د جماعت د تيريدلو ويره وي آخری رکعت وي نو بيا سنت پريږيدي په جماعت کې به شريک شي .
فوت شوي سنت به د لمر ختلو ورسته وکړی .
مخکې کې مو هم اشاره ورته وکړه چې د سهار په سنتو ډير ټينکار شوي دی په هر وجه چې فوت شی نو قضايې راوړل يې ضرور دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي :
مَنْ لمْ يُصَلِّ ركْعَتي الفَجْرِ فليُصَلَّهمَا بعدَ ما تَطلِعُ الشَّمسُ
چه چا دسهار سنت نه وي کړی هغه ته پکار ده چه د لمر ختلو نه پس يې وکړي . (ترمذی ).
د جماعت ورسته ځکه نه ادا کيږی چه د سهار د لمانځه ورسته تر لمر ختلو او د مازديګر له لمانځه ورسته تر لمر لويدلو هيڅ ډول لمونځ کول جايز نه ندی .
أَنَّ النَّبيَّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَن الصَّلاَةِ بَعدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ الشَّمْسُ، وَبَعدَ الصُّبحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ (ترمذی ) .