ولی احناف په زوره آمين او رفع يدين نه کوي ؟

سوال:گرانه وروره دامام ابو حنیفه “رح” د مذهب پیروان چه آمین باالجهر-رفع الیدین و غیره نه کوی د هغه دلیل واضح کری مهربانی به مو وی.

نورالحق رحماني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو وروڼو او خوندو ! دې ته مو بايد پام وي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ځنې شرعي امور د امت د آسانۍ د پاره په بېلابېلو طريقو تر سره کړي دي  لکه آمين بالجهر او آمين خفيه او داسې نور چې بيا د امت د امامانو څخه کوم يې يوه طريقه او کوم يې بله طريقه صرف د ترجيح او فضيلت له اړخه انتخاب کړي ده .

آمين بالجهر ) په زوره آمين ( ويل او آمين خفيه دواړه د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه ثابت شوی دي د ثبوت روايتونه په لاندې ډول دي :

ان وائل بن حجر قال : صلی بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما قرأ غير المغضوب عليهم ولاالضآلين قال : آمين وأخفی بها صوته ( رواه احمد ، الترمذی و ابوداود – اثار السنن ص ۹۵- ۹۷ )

(وايل بن حجر وايي : مونږ د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په اقتدا لمونځ کولو کله يې چې غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين وويل ، بيا يې په پټه سره امين وويل )

همدارنګه : ان وائل بن حجر  قال : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا قرأ ولاالضالين قال  آمين رفع بها صوته (آثار السنن باب الجهر بلتأمن ص ۹۳- ۹۴ )

نو واضح شوه چې آمین بالجهر او خفيه دواړه ثابت شوی  اود احنافو په نزد آمين خفيه ويل غوره دي د دوی دليل دا چې آمين بالجهر ويل څخه د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مقصد تعليم ؤ او بل دليل يې دا دی چې آمين دعا ده او دعا ويل په پټه غوره وي دليل يې دا مبارک ایت دی ( ادعوا ربکم تضرعاً وخفية ) .

کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۷۱

والله تعالی اعلم .

مګر که څوک کومې  ډلې ته مثلاً خفيه جهري واله ته او جهري خفيه واله د ګماه نسبت وکړي دا کس د ګمراهي په لاره روان دی ځکه دواړه ډوله ثابت شوي او د صحابه کرامو عمل هم په دواړو قسمو ؤ

رفع يدين :

بلکل همداسې د رفع اليدين مسله هم ده چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د تکبير تحريمه ، رکوع ته د تلو په وخت کې ، رکوع نه د پورته کيدو په وخت کې …. لاسونه پورته کول  ثابت شوی دي ، دغه شان  جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به په لمانځه بغير د تکبير تحريمه نور په ټول لمانځه کې لاسونه نه پورته کول ثابت دي لکه عبدالله بن مسعود ، براء بن عارب رضی الله عنهم وغيره روايت کړی دی او په صحابه کرامو او تابعينو کې د دواړو قسمو عمل موجود ؤ .

د امامانو تر منيځ صرف د فضيلت او ترجيح اختلاف دی اود جايز او ثابتوالی څه اختلاف نشته

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.