سوال:گرانه وروره دامام ابو حنیفه “رح” د مذهب پیروان چه آمین باالجهر-رفع الیدین و غیره نه کوی د هغه دلیل واضح کری مهربانی به مو وی.
نورالحق رحماني
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو وروڼو او خوندو ! دې ته مو بايد پام وي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ځنې شرعي امور د امت د آسانۍ د پاره په بېلابېلو طريقو تر سره کړي دي لکه آمين بالجهر او آمين خفيه او داسې نور چې بيا د امت د امامانو څخه کوم يې يوه طريقه او کوم يې بله طريقه صرف د ترجيح او فضيلت له اړخه انتخاب کړي ده .
آمين بالجهر ) په زوره آمين ( ويل او آمين خفيه دواړه د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه ثابت شوی دي د ثبوت روايتونه په لاندې ډول دي :
ان وائل بن حجر قال : صلی بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما قرأ غير المغضوب عليهم ولاالضآلين قال : آمين وأخفی بها صوته ( رواه احمد ، الترمذی و ابوداود – اثار السنن ص ۹۵- ۹۷ )
(وايل بن حجر وايي : مونږ د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په اقتدا لمونځ کولو کله يې چې غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين وويل ، بيا يې په پټه سره امين وويل )
همدارنګه : ان وائل بن حجر قال : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا قرأ ولاالضالين قال آمين رفع بها صوته (آثار السنن باب الجهر بلتأمن ص ۹۳- ۹۴ )
نو واضح شوه چې آمین بالجهر او خفيه دواړه ثابت شوی اود احنافو په نزد آمين خفيه ويل غوره دي د دوی دليل دا چې آمين بالجهر ويل څخه د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مقصد تعليم ؤ او بل دليل يې دا دی چې آمين دعا ده او دعا ويل په پټه غوره وي دليل يې دا مبارک ایت دی ( ادعوا ربکم تضرعاً وخفية ) .
کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۷۱
والله تعالی اعلم .
مګر که څوک کومې ډلې ته مثلاً خفيه جهري واله ته او جهري خفيه واله د ګماه نسبت وکړي دا کس د ګمراهي په لاره روان دی ځکه دواړه ډوله ثابت شوي او د صحابه کرامو عمل هم په دواړو قسمو ؤ
رفع يدين :
بلکل همداسې د رفع اليدين مسله هم ده چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د تکبير تحريمه ، رکوع ته د تلو په وخت کې ، رکوع نه د پورته کيدو په وخت کې …. لاسونه پورته کول ثابت شوی دي ، دغه شان جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به په لمانځه بغير د تکبير تحريمه نور په ټول لمانځه کې لاسونه نه پورته کول ثابت دي لکه عبدالله بن مسعود ، براء بن عارب رضی الله عنهم وغيره روايت کړی دی او په صحابه کرامو او تابعينو کې د دواړو قسمو عمل موجود ؤ .
د امامانو تر منيځ صرف د فضيلت او ترجيح اختلاف دی اود جايز او ثابتوالی څه اختلاف نشته.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162