ولي څوک دی ؟

اولياء د ولي جمع ده او ولي دوست ته وايي څوک چې د الله تعالی (جل جلاله ) او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه لري د هغه په اوامرو عمل کوي الله تعالی هم هغه دوست ګڼې .

د اهل سنت و الجماعت څلورو واړو مذاهبو دا عقيده ده چې ولی هر هغه مؤمن او مسلمان دی چې تقوی ولري ، د الله تعالی د حدودو حفاظت وکړي او درجه يې په تقوی او نيک عمل پورې اړه لري .

لقوله تعالی : ( أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ، الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ، لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ ، لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ) يونس/62-64 ) .

ژباړه : واورئ ! بې شکه چې څوک د الله دوستان وي پر هغوی کومه وېره او خواشېني نشته ، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او تقوی يې غوره کړې ده .

د دمشق عالم ابن قيم رحمه الله وايي : څوک چې د الله او د هغه د رسول الله قدر کوي د ده به هم د الله تعالی په دربار کې قدر وي د الله (جل جلا له) او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم قدر دا دی چې د هغه د اوامرو ساتنه او قدر وشي . څوک چې د الله تعالی د اوامرو قدر نه ساتي هغه اصلاً د الله (جل جلا له) قدر نه ساتي او الله تعالی هم د هغه قدر نه کوي .

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com✅

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.