واخان او افغــانســــتان ته یې اهمیت

(د واخان په اړه د افغانانو اندېښنې)

واخان د افغانستان شمال شرق لوري ته، د بدخشان اړوند یوه ولسوالۍ ده چې د ځانګړي طبیعت، خاص بایوم، اوږد تاریخ، لوړو غرونو، قیمتی کانونو او ترټولو مهم دا چی دخپل جیوپولتیک موقعیت له مخې نامتو ده. دغرونو لوړوالی یې له ۲۵۰۰-۷۵۰۰مترو رسیږي. په دې سیمه کې تاریخی آثار، ډبرلیکونه، راز راز ژوي، د آمو سرچینه، قیمتی ډبرې او ډیر عجایب شته. له دې لارې زرګونه کاله مخکې د هیندوچین له سیمو تر منځنۍ آسیا او مدیترانې پورې د خلکو تګ راتګ و، چې د وریښمو دلاری یوه برخه وه. وروسته بیا چنګیز هم ورته ځیرشو.

اوس بیا دا څویم ځل دی چې د واخان د کوریدور خبرونه خپریږي. البته که له دې لارې موږ چین سره دسوداګری لار ولرو، بده نه ده(ان شاالله دجوړېدو په حال کې ده). دا لار به د تقریباً سلو کلیومترو په اوږدوالی د واخان له ښارګوټي دچین تر سرحد پورې د کوریدور په امتداد غځیدلی وي. داسړک مخکې افغانستان سروې او نقشه کړی و، یو څه کار هم ورباندې شوی و.

د واخان د ناوې(دهلېز/کوریدور) اوږدوالی سل کیلومتره او سور(عرض) یې ځینو ځایو کې تر نوی کیلومتره(لوی پامیر)او ځینو ځایو(کوریدو ته دداخلیدو نقطه کې) ایله څلوېښت کیلومتره دی. هغه لاره چې د واخان د ناوې او د آمو په امتداد دچین تر پولو رسیږی، کیدای شی د افغان- چین سوداګری ته ګټوره وي، مګر د اندېښنې خبره دا ده چې داسې خیال موجود دی چې له ګلګټ به تاجکستان ته لار جوړیږی(!؟). دا به له افغانستان څخه د واخان د پردي کیدو او د دې سیمې د له لاسه وتلو په مانا وي. موږ د څلورم صنعت په اوسني دور کې د سوداګری د پراختیا، د پټلیو د شبکې جوړولو، فایبرشبکو، ترانزیت، مناقلاتواو لویو لاروته اړتیا لرو. خو د مرکز له واک څخه ډیره لرې؛ هغه لاره چې صرف د څلوېښتو کیلومترو په فاصله  دوه هیوادونه ورڅخه د ترانزیت استفاده کوي اویو ریل فقط پینځو دقیقو کې ورڅخه وتلای شي، زموږ دترانزیت په ګټه نه دی.

داسیمه د مختلفو دلایلو له مخې زموږ له مطالعاتو پاتې ده. حال دا چې د نایاب طبیعت، ژویو، ځانګړی بایوم، تاریخی آثارو او فرهنګی میراث او جیوپولیتیک پلوه فوق العاده مهمه ده.

کله چې د یو هیواد له مبدا بندر د بل هیواد تر هدف بندر مال التجاره له یو بل درېیم هیواد څخه تېرېږي، باید دغه هیواد ته ترانزیت حق ورکړل شي. له دې پرته د ترانسپورتی وسایلو د تېریدو او د لارې په بهیر کی د سټیشنونو، هوټلو، د بارګیری او نورو تاسیساتو څخه هم ګټه ورته رسیږي. دا له کلتوري پلوه او دسیمې دخلکو له تمدن او تخصصی –تخنیکی پوهې سره آشنا کېدوکې هم مرسته کوي، خو که له واخان څخه (د دهلېز په امتداد له چین سره زموږ د وصل لارنه، بلکې دواخان په عرض د ګلګت او تاجکستان ترمنځ) لار تېره شي، موږ ته به یې ګټه څه وي؟ پرته له دی چې دغه سیمه پایماله شي، نور به مو څه ترلاسه شی؟ هیڅ! خو ښکاره خبره ده چې د پاکستان او تاجکستان لپاره به یو طلایی فرصت او ترټولو لنډه، اسانه او ارزانه لاره وي.

په اقتصاد کې هره اقتصادی پروژه هم انفرادی او هم له نورو سره په مقایسوی توګه د مختلفو مشخصو له مخې اروزل کیږي. په افغانستان کې د ریل دشبکې پراختیا او په مجموع کې د څلورم صنعت په دوره کی دا مسایل باید په دقت تحلیل شی . دا یواځې د وسپنې پټلۍ نه، بلکې له موټري سړکونو نیولی، تر پتلۍ او نوری فایبر… ټول باید وڅېړل شي. د اقتصادي پروژو تحلیل د لاندنیو مشخصو له مخې په ژوره توګه کیږي:

  • د پروژې اقتصادی ، اجتماعی ، محیطی.سیاسی ګټورتوب،
  • د سرمایګذاری دمشخصې له مخې د مربوطه پروژې تحلیل ،
  • د ذاتي بهرې له مخې د بازدهی په اساس تحلیل،
  • د نقده جریان د ارزښت مطالعه او تحلیل،
  • د پروژې دساده بهرې مشخصه (Recovery period/Pay back period/PBP )،
  • د سرچینو دبېرته را ترلاسه کول یا وسطی بهره ( Average rate of return)
  • د حاصل- مصرف ساده نسبت(simple input-output ratio ) ،
  • دوسطی بهرې پایه،
  • او؛ ( Cost-Benefit Analysis/CBA) روش چې د لویو او ملی پروژو تحلیل کی نن ورځ معمول دی.

آیا موږ اوسني وخت کې د دې امکان او توان لرو؟ دا په داسې حال کې چې دپروژو متخصصین له هیوادوه وتلي دي.

د افغانستان د لومړي جمهوریت په مهال د یو څو نورو سیمو ترڅنګ؛ پامیر زموږ ملی پارک(national park) اعلان شوی و. ښکاره خبره ده چې د دې ډول بی تحلیل پروژو تطبیق دا ملی پارک له منځه وړي. ملي پارکونه د انسان په تشدیدی مداخله له منځه ځې او بایوم تخریبږی. حال دا چې د دې سیمې دا محسوس او غیر محسوس ارزښت زښته زیات لوړ اوموږ ته مهم دی.

  دتاریخی میراث د ساتنې له پلوه هم موږ ته د اندېښنې وړه ده، دا ځکه چې ځینې پروژې فرهنکی میراث ته دلاندی دلایلو له مخی تباکوونکې او زیان رسوونکی دي:

  • فزیکی عوامل (سقوط، دشکل بدلون، ویلې کیدل، څیرې کیدل، سوري کیدل، سولیدل، ماتوالی او جداییاو د ترافیکی وسایطو ګړندی حرکت)،
  • جنایات( قاچاق، غلا، قصدی او عمدی دښمنانه تخریب، جعل…)
  • جنګ او انفجارات، د ودانولو او سړک کښلو چارې،
  • رطوبت او نامناسبه تودوخه او د فرهنګی میراث نه څارل.
  • ککړتیاوې،
  • د ژوندیو موجوداتو ګواښونه،
  • اور لګېدل( حریق).

په دې توګه دوو پردیو هیوادو ته دواخان فرهنګی میراث او دملی پارک کیدل یو هم مهم نه دي، له دې برعلاوه له سیاسی او د ځمکنۍ بشپړیتا له پلوه زموږ له واک څخه وځي.  په داسې حال کې چې د اسماعلیه فرقی ټېکه داران او پاکستان دې پېښه کې بوخت دي او تاجکستان هم بی علاقې نه دی، خو پېښه د کارپوهانو له سترګو پټه ده. حقیقیت معلوم نه دی. آوازې او ګونګوسې د حدسیاتو له مخې دي. خلک وایی چې باد نه وی پاڼې نه ښوري! مار چیچلی له پړي ویریږي. افغان منورین د ترخو تجربو له مخې اندېښنه کې دي. تېرو شلو کلونو کې یو شمېر پروژو او بی سنجشه اقداماتو موږ ته زښت زیات زیان اړولی دی. د مافیا، مفسیدینو، د بهرنیوځواکونو شتون او د مغرضو ګاونډیو دسیسو لویو زیانو سره مخ کړو.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟