هغه چا چي ږيره خريلې وي او يا يې وهلې وي او یه یې ږیره نه وي په هغه پسې لمونځ څنګه دی؟

هغه سړی چې خپله ږيره خريلې وي، يا یې وهلې وي، او یا اصلاً ږیره نه لري، د داسې شخص تر شا لمونځ کول څنګه دی؟ آیا د هغه اقتداء صحيحه ده که نه؟

الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!

په خپل اختيار سره امام جوړول مکروه تحريمي دي
يعني هغه کس چې د شريعت د واضح امر باوجود خپله ږيره خريي، يا يې پوره نه پرېږدي، نو دا عمل يې د اسلامي احکامو په رڼا کې د منلو وړ نه دی.

دا ځکه چې د ږيرې پرېښودل نه يوازې د اسلامي وقار، شخصيت او سنت نښه ده، بلکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څرګند امر هم دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “أعفوا اللحى، وحفوا الشوارب، خالفوا المجوس.” (صحيح بخاري، صحيح مسلم)
يعنې ږيرې پرېږدئ، برېتونه لنډ کړئ، او د مجوسو مخالفت وکړئ. دا امر د وحي پر بنسټ دی، نه يوازې د وخت د عرف مطابق، ځکه چې دا حکم د الله له خوا نازل شوی.

يادونه..

او که ږيره ئي نه کيږئ يعني کوسه دي او عمر ئي برابر دي عاقل بالغ قاري دي.
نو ده پسې لمونځ د جماعت صحيح ده هيڅ قسم کراهت نه لري.
…..

فقهاوو په واضحه توګه دا امر واجب ګڼلی، او د ږيرې خريېدل يې حرام ګڼلي دي. علامه ابن عابدين شامي رحمه الله ليکي: “ويحرم حلقها وكذا قصها إذا لم يبق مقدار القبضة.” (رد المحتار،)

يعنې د ږيرې خريېدل حرام دي، او دا هم ناروا ده چې له قبضې کم پرېشي.

امام نووي شافعي رحمه الله هم همداسې ليکي: “الوجه تحريمه كما في قول العلماء.” (شرح المهذب) يعنې د حرمت فتوا د علماوو متفقه وینا ده.

امام قرطبي مالکي وايي: “يحرم حلق اللحية، لأنه من تغيير خلق الله.” (تفسير القرطبي) چې دا د الله تعالی د خلقت بدلون دی.

امام ابن تيميه حنبلي فرمايي: “حلق اللحية من الكبائر.” (الفتاوی)

حالاتو او شرایطو ته کتلو سره حکمت عملي اختيار کړي شي بهتره به وي خصوصاً که هغه خليفه او والي يا بل مشر وي او يا د خليفه وقت له طرفه مقرر شوي وي نو که داسې کس که امام شي، نو لمونځ يې د مقتدي لپاره صحيح دی، او د ځان له لمونځ نه دغه شان امام پسي لمونځ د جمعې کول بهتر دي ځکه چې د لمونځ د صحت لپاره ضروري ده چې لمونځ د امام له طرفه د شرايطو او ارکان مطابق ادا شي.

که څه هم د ګناه مرتکب وي، خو لمونځ يې فقهاء صحيح ګڼي. خو بيا هم فقهاء وايي چې دا جماعت مکروه ده چې داسې کس ته امامت ورکړل شي .
ليکن د ځان له لمونځ نه دغه شان امام پسي لمونځ د جمعې کول بهتر دي .

او خليفه وقت او مشرانو له مناسب نه دي چه دغه شان امام مقرر کړي ځکه فقهاو فرمايي لکه
امام ابن عابدين ليکي: “ولا ينبغي أن يولى الإمامة فاسق.” ځکه چې دا د شريعت د سپکاوي لامل ګرځي، او د عامو خلکو لپاره د بد عمل تقليد ته لاره هواروي.

نو که يو څوک خپله ږيره خريي، او بيا د خلکو امامت هم کوي، دا د شريعت له روح سره منافات لري. داسې عمل نه د اخلاقو، نه د تقوی، او نه د سنتو سره سمون خوري. که څه هم د فتنې له وېرې د داسې کس تر شا لمونځ کولی شو،

خو غوره دا ده چې د تقوی، پرهېزګارۍ، او سنتو پابند شخص امام شي، تر څو د خلکو عبادت د سکون، محبت، او سنتو مطابق ترسره شي.

همدا تعليمات دي چې د اسلامي ټولنې ښکلا، نظم، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند د بڼې انعکاس جوړوي. که مسلمانان د سنتو پابندي وکړي، نو دا به يوازې ظاهري نه وي، بلکې د زړه د صفا والي، د روح د روڼتیا، او د ايمان د تازګۍ يو علامت به وي. نو غوره دا ده چې موږ سنتو ته وګرځو، او دا عملي کړو،

د څلورو مذاهبو له مخې، ږيره خريېدل حرام (يا حرام ته نږدې مکروه تحريمي) ګڼل شوي.

داسې کس ته امام جوړول مکروه او ناپسند دی، خو که امام شي، نو د مقتدي لمونځ صحيح دی، بشرطې چې د لمونځ ارکان او شروط صحیح ادا کړي.

په امکان سره بايد متقي، سنت پابند، او مستقيم کس امام شي.

فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.

که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .

………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي

نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

*************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟