ژباړه: رحیم الله حبیب زی
هغه فکتورنه (عوامل) چه د ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب اغیزه لري ممکن زیات وي. د خاورې حالت نه نیولي د ودانی ډول او له ودانی څخه واردونکي بار پورې. ټول دا فکتورونه د باثباته ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب کې په نظر کې نېول کېږي. چه په لاندې ډول تشرېح کېږي.
1. د ودانېو څخه واردونکي بارونه:
دا ډول بارونه د مړه او ژوندي بارونو له ېو ځاې کېدو څخه تشکېل شوي. نوره بارونه لکه د باد ، زلزله ، واوره او وغېره د منطقې په نظر کې نېولو سره ، په نظر کې نېول کېږي. د بار مقدار د ودانی په ډول ، د منزلونو په شمیر او د ساختمان په موادو پورې اړه لري. په هر اندازه چه د منزلونو شمیر زیاتیږي، مړه او ژوندي بارونه هم ورسره زیاتیږي. د ساختمان لپاره د موادو انتخاب لکه اوسپنیز کانکریټ یا فولادي اوسپنیز ساختمان هم په تهداب باندې اثر لري. اوسپنیز کانکریټي ودانی په تهداب باندې د فولادي اوسپنې ودانی په نسبت ډیر بار واردوي. د ودانیو د برداشت قابلیت او تهداب باندې د بار مقدار په اساس د تهداب ډول او اساس تحلیل صورت نیسي.
2. د خاورې نوعیت:
خاوره د جامدو ذراتو، رطوبت یا نم او هوا څخه ترکیب شوي. خاوره کیدای شي ډیر ډولونه ولري. لکه د رس خاوره، وسعت موندنکي خاوره ، شګلنه خاوره، یا نرمه خاوره او وغیره
د سطحې سره نږدې خاوره چه هغې ته د سطحې یا سر خاوره او ۳۰۰ ملي مترو څخه په ژوروالي ته د سطحې څخه لاندې خاوره ویل کیږي. په عمومي ډول د سطحې څخه لاندې خاوره د کوچنیو ودانیو لپاره د تهداب د اساس په شکل استعمالیږي. په هر حال د خاورې پلټنه باید وشي ترڅو پوه شو چه د خاورې طبیعي جوړښت ، د ځمکې لاندې اوبه ، د خاورې نوعیت، د خاورې د مخلتفو قشرونو عمق ، د خاورې د برداشت قابلیت په مخلتفو لیولو باندې البته د لویو ودانیو لپاره کوم ردیف کې قرار لري. کله چه بار د ساختمان څخه ځمکې ته د تهداب په وسیله انتقالیږي ، خاوره تحکیموالي ته تمایل پیدا کوي او د تهدابونو نشست رامنځته کيږي. د تحکیم کاري دا پروسه هغه وخت په سرعت مخکې ځي کله چه خاوره چسپناکه نه وي لکه شږه او د نورو خاورو لپاره کیدای شي ډېر کلونه په بر کې ونیسي. په شګلنه خاوره باندې جوړ شوی تهداب مکمل نشست کیدای شي حتی مخکې د ودانی ساختماني چارې مکملیدو نه رامنځته شي. رسي خاوره اوبه د ډیر وخت لپاره ساتي. ځکه نو نشست ډیر ورو او ممکن کلونه په بر کې ونیسي. چون د اوبه مقدار پکې اضافه وي ځکه نو د نشست اندازه یې هم زیاته وي.
Silt = مټینه (خټینه) خاوره loam = د ابلیز خاوره Clay = د رس خاوره
د تهدابونو نشست د ودانیو په دیوالونو، ګاډرونو ، سلبونو او وغیره اجزاوو کې درزونه رامنځته کوي او ودانی حتی کیدالای شي د زیات نشست له کبله ونړیږي.
د خاورې پلټنه هغه وخت حتمي ده کله چه د ودانیو څخه واردونکي بارونه زیات او په ساحه کې د خاورې حالت په نظر کې نیولو سره د برداشت قابلیت نشي اندازه کېدالای.
د لاندې معلوماتو لاسته راوړلو لپاره د خاورې پلټنه باید ترسره شي.
• د مصنوعي ځمکې / هغه خاوره چه د بلې یا لاندیني خاورې له پاسه قرار لري ، طبیعي خواص او پنډوالی.
• د لاندیني طبقې خاورې طبیعي خواص ، پنډوالي او د طبقو ژوروالی
• د مجازي فشار برداشت ارزونه
• د ځمکې لاندې اوبه سطح ، کیمیاوي مواد په خاوره کې ، وغیره
• په خاوره یا ځمکه کې موجوده جوړښتونه او یا هم نوره تهد یدات
3. د گاونډي یا شاوخوا تعمیراتو ډولونه:
د ودانیو لپاره د تهدابونو انتخاب داسې هم کیدای شي چه شاوخوا کوم ډول تهدابونه د نورو ودانیو لپاره اتخاب شوي وي. البته د ودانیو ډول باید یو شان وي. چه کوم ډول تهدابونه کامیاب او کوم ډول یې تخریب شوي. کولای شو په د ډول د نوي ودانی لپاره هم د تهداب ډول وټاکو.
4. د تهدابونو ډولونه:
د تهدابونو ډولونه لکه جدا یا منفرد تهدابونه، مرکب تهدابونه، میخي تهدابونه ، فرشي تهدابونه او وغیره. د خاورې نوعیت او د تعمیر څخه واردونکي بار په نظر کې نیولو سره کولای شو یو له یاد شوو ډولونو څخه غوره کړو. مناسب او د ضرورت مطابق.
نوره معلومات راتلونکي کې!