بې خوبي یوه داسې ستونزه ده چې په ټوله نړۍ کې په میلونونه خلک ورسره مخ دي، چې ډېر لاملونه لري او زیاتره خلک له څو ورځو وروسته ښه کیږي؛ خو که بې خوبۍ دوامداره وي او د ژوند پر کیفیت اغیزه کوي نو باید پاملرنه ورته وشي.
که چېرته د خوب د نشتوالي ستونزه اوږدمهاله شي، نو د چاغۍ، د زړه ناروغۍ او ژور خپګان په څېر ناروغیو خطر ډېرېږي او وختونه زموږ په بدن کې پټې ناروغۍ یا زموږ عادتونه د شپې لخوا د بې خوبۍ لامل کیږي.
روغتیاپالان وایي، که په نیمه شپه له خوبه پاڅېږئ یا یا د سهار له پاڅیدو سره سم د ستړیا احساس کوئ نو ممکن په یوه داسې ناروغۍ اخته یئ چې تاسو یې په اړه نه پوهېږئ؛ نو راځئ د هغه عادتونه او ستونزو په اړه وپوهېږو چې د بې خوبۍ سبب کېږي.
خواړه:
کمزوری غذایي رژیم د دې سبب کېږي چې ستاسو په خوب اغیزه وکړي. که په خوړو کې د پروټین، غوړو او کاربوهایډریټ توازن ته پام ونه کړئ، نو د وینې د شکر کچه مو لوړیږي او بي خوبي پیدا کوي.
د پروسس شوي خواړو استعمال:
ځینې ویټامینونه او منرالونه د ښه خوب لپاره اړین وي او کمښت یې د بې خوبۍ لامل کېږي، چې په دې لړ کې د بي ویټامینونه د خوب له کیفیت سره تړاو لري، لکه د مګنیزیم، زنک او نورو غذايي موادو کمښت په خوب اغیزه کوي او له وېده کېدو دمخه خوراک کوا هم دغه ستونزه پیدا کوي نو باید له وېده کېدو تر دوه ساعتونو دمخه خوراک ونه کړو.
هورمونیکي یا تایرایډ ستونزې:
هورمونونه د بدن دننه د قاصد یا خبر رسونکې په څېر دي چې د روغتیا په اړه ډېر څه وايي؛ نو هورمونیکي یا تایرایډ ستونزې هم په خوب اغیزه کوي.
د بدن ساعت:
ټیکنالوژۍ هم زموږ په خوب اغیزه کړې او د وسایلو نیلي رنګه رڼا لکه د موبایل سکرین رڼا په دې برخه کې لوی رول لوبوي. لکه څنګه چې د بدن یا بیولوژیکي ساعت د وېده کېدو او ویښېدو وخت تنظیموي نو بې خوبي هغه وخت پیدا کېږي کله چې له وېده کېدو دمخه موبایل یا کومه ټیکنالوژۍ وکاروو؛ نو له خوب څخه یو یا دوه ساعت دمخه خپل موبایل له ځانه لرې کړئ.
سلیپ اپنیا (sleep apnea):
هغه خلک چې د سلیپ اپنیا په ناروغۍ اخته وي د خوب پرمهال په تنفس کې پرلپسې وقفې تجربه کوي چې د خراري یا خرېدړ خطر او همدارنګه یو شمیر طبي اختلالات زیاتوي. د دې ناروغۍ په پایله کې بدن د شپې لخوا د اکسیجن کمښت تجربه کوي او خوب اغیزمن کوي. هغه خلک چې سګریټ څکوي یا الکول څښي، چاغ وي یا د شکر ناروغي لري نو د یادې ناروغۍ خطر یې زیاتېږي.
اضطراب او ذهني فشار:
ذهني فشار مو ټوله ورځ او شپه ویښ ساتي او که په تکراري ډول وي نو د بې خوبۍ ستونزې پیدا کوي. دا سمه ده چې هر څوک چې د ژوند په یوه پړاو کې ذهني فشار تجربه کوي؛ خو مهمه دا چې باید ترې خلاصون ومومو ځکه دا د بې خوبۍ سبب کېږي او له ګڼ شمېر ستونزو سره مو مخ کوي