نيکي بدي له مينځه وړي (څو مهم وصيتونه)

له ابى ذر جندب بن جناده او ابى عبدالرحمن معاذ بن جبل رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «اتَّقِ اللهَ حَيْثُمَا كُنْتَ، وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ»([1]).

ژباړه: هر چېرې چې وې له الله تعالی څخه وېرېږه ، د بدی وروسته نيکي کوه تر څو نيکۍ بدۍ له مينځه یوسي او د خلکو سره ښه سلوک کوه .

تشريح :

دا حديث شريف د جوامع الکلم څخه دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم امت ته په څو لنډو ټکو کې داسې مهم وصيتونه کړي دي چې په هغه باندې عمل کول د دنيا او آخرت سعادت دی ،چې دا وصيتونه په لاندې ډول دي :

لومړی وصيت : د الله تعالی څخه په هر حالت کې ښکاره او پټه ، کوراو بهر ، اقامت او سفر ، غم او خوشحالۍ ، سختۍ او آسانۍ کې وېرېدل او تقوی اختيارول .

په تقوی باندې وصيت د الله تعالی هغه وصيت دی چې اولينو او آخرينو پيغمبرانو او ټولو خلکو ته يې کړی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

[ وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ ….] (النساء: 131) .

ژباړه: او خاص الله لره دي هغه چې په آسمانانو او ځمکو کې دي او مونږ هغو خلکو ته چې له تاسې پخوا مو کتاب ورکړی وو امر کړی ؤ او تاسې ته يې هم کوو چې له الله څخه وډار شئ .

او فرمايي: [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ) (آل عمران: 102).

ژباړه: ای مؤمنانو ! له الله څخه د هغه د شان په پرتله وډاريږئ او بايد تر مرګه په اسلام ټينګ پاتې شئ .

تقوی د اسلامي شريعت د اوامرو پر ځای کول او منع کړي شيانو څخه پرهيز کول دي .

او هر چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی به هغه ته د دنيا او آخرت کارونه آسانه او د داسې طرف نه زرق ورکوي چې د ده ګمان نه وي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ] (الطلاق: ۲، ۳) .

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي .

دوهم وصيت :

« وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا» ، کله چې مسلمان د اسلامي شريعت اوامر پر ځای کوي او له منکراتو څخه ځان ساتي نو معنی دا نه ده چې دا مؤمن متقي دی ځکه چې اولياء الله هم له عيب څخه خالي نه دي ، لکه د عبادت نقص ،په عبادت کې د رياء خطر او نور ، نو ويلای شو چې انسان له خطاء څخه بالکل خالي نه دی ، نو غوره خطاء کوونکی هغه دی چې په خپله غلطۍ او خطاء اعراف وکړي

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم په توبه او نيکو اعمال د بيړی حکم کړی دی چې کله خطاء تر څخه کېده نو ژر توبه باسئ او په ګناه پسې نيکي کوئ .

او د ګناهونو د محوه کولو ډيرې لارې دي چې د مثال لپاره لاندې څو نبوي احاديث بيان شوې دي :

اودس کول ګناهونه محوه کوي ، عثمان بن عفان رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من توضأ فأحسن الوضوء خرجت خطاياه من جسده حتى تخرج من تحت أظفاره».

ژباړه: څوک چې اودس وکړي په ښه شان اودس له بدن څخه يې خطاوې وځې حتی که تر نوک لاندې هم وي

همدارنګه ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «ألا أدلكم على ما يمحو الله به الخطايا، ويرفع به الدرجات، قالوا: بلى يا رَسُول الله، قال: (إسباغ الوضوء على المكاره، وكثرة الخطى إلى المساجد، وانتظار الصلاة بعد الصلاة؛ فذلكم الرباط، فذلكم الرباط»( رَوَاهُ مُسلِم).

ژباړه : آیا تاسې ته په داسې څيز لارښودنه وکړم چې په هغه سره الله تعالی خطاوې او ګناهونو نابودوي او درجې ورباندې لوړوي ، (صحابه ) وويل : هو ، يا رسول الله ! ويې فرمايل : په سختۍ کې د اودس پوره کول ، د جومات په لورې ډير قدمونه اخيستل ، د يو لمانځه وروسته د بل لمانځه انتظار کول پس دا ده پهره ستاسې او دا ده پهره ستاسې .

دريم وصيت : د خلکو سره ښه اخلاق :

اول وصيت د الله تعالی تقوی او د هغه سره ښه معامله ، دوهم وصيت د ځان اصلاح او دريم وصيت د خلکو سره ښه معامله او ښه سلوک يا خلق احسن ، ښه اخلاق ستره نيکي ده ، ابی هريرة رضی الله عنه وايي : «سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ ؟ فَقَالَ : تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ» ( رواه الترمذي – 2004)

ژباړه: له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخليږي ؟ ويې فرمايل : د الله نه وېرېدونکي او د ښو اخلاقو څښتنان .

همدارنګه فرمايي : مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبد المُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).

ژباړه:د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی اوبی حياء خبرې کونکی بد ګڼي .

ښه اخلاق کومو صفاتو لرلو ته وايي ؟

حسن بصري رحمه الله اخلاق داسې بيان کړي دي : اخلاق د الله او د هغه د مخلوق سره د ښه سلوک کولو څخه عبارت دي :

د الله جل جلا له  سره حسن خلق دري ارکان لري :

 1- د الله تعالی د اخبارو تصديق کول .

 2- د هغه د احکامو تنفيذ او تطبيق .

3-  د هغه په ابتلاء باندې صبر او خوښي اختيارول .

او د مخلوق سره حسن خلق کول دری ارکان لري :

1- خلکو ته ضرر نه رسول

2- عفوه او بخشش

3- پراخه تندی د بل کس د مخامخ کيدو په وخت کې خوشحاله څهره .

او ځينې علماء وايي : وأن الأخلاق الحسنة من تواضع وصبر وصدق، ووفاء بالعهد، ونصرة المظلوم، وإعانة المحتاج، وإكرام الضيف والوصية بالجار والرحم.

يعنې : ښه اخلاق عبارت دي له : تواضع ، صبر ، په ټولو معاملاتو کې صدق او رښتنولي ، په وعده باندې وفا کول ، د مظلوم مدد کول ، د محتاج کومک کول ، د مېلمه عزت کولو ، ګاونډي او ملګري ته په رحم وصيت کول او نور .

[1]– رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ، وَفِي بَعْضِ النُّسَخِ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

شرح اربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟