بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسول الکريم و اله و صحابه اجمعين
لومړي تاسې ته او ستاسې کورنيو ته د فراعت مبارکي وايم الله تعالی دې ستاسو فراغت زمونږ د کړېدلي ولس د پاره نيکمرغه وګرځوي .
څرنګه چې د اسلام مقدس دين نصيحت دی نو زه تاسې ته د يو خيرخواه ورور په حيث څو ديني او مسلکي نصيحتونه لرم چې په لاندې ډول دي .
لومړی ديني نصيحتونه :
۱- د عقيدې او ايمان ساتل :
عقيده د ټولو اعمالو بنسټ بلل کيږي کچيرې خدای مه کړه د بنده عقيده خرابه شوه د هغه يو عمل د قبول وړ نه دی ، لمونځ به ادا کوي مګر لمونځ به يې نه قبليږي ، زکات به ادا کوي ، لکن زکات به يې نه قبليږي ، حج به ادا کوي لکن حج به يې نه قبليږي .
مونږ په نن عصر د عقيدې له اړخه له دوو سترو خطرونو سره مخ يو :
اول خطر عمومي د آخر زمان موجوده فتنې دي کوم چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه مونږ داسې خبر راکړی دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا ( المسلم ) .
ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي ( حال به دا وي چې ) سهار به يو کس مسلمان وي او چې کله ماښام شي نو د ايمان نه به محروم وي او ماښام به هغه مؤمن وي او سهار ته به کافر وي . د دنيا د لږې ګټې د پاره به هغه خپل دين او ايمان خرچوي .
دوهم خطر په هيواد کې د ۴۵ يهودي او نصاراني کافرو ملکونو شتون :
دلته ۴۵ کفري هيوادو شتون لري چې هدف د خلکو له دين څخه ايستل ، د قرآن او سنتو پر ځای د کفري قوانينو حاکمول دي نو تاسې فکر وکړي چې نن ايمانونه د څومره لوی خطر سره مخ دي .
نن ټول اسلامي امت د کفارو لخوا د کلکې محاصرې په حال کې چې ددې حالت په اړه هم جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ داسې خبر راکړی دی :
ابوداود او بيهقي روايت کوي ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .
فلهذا تاسې ته مې يو خيرخوا وروو په حيث دا نصيحت چې په خطرناک وخت د خپلو ايمانونو ډير خيال کړي او هر وخت د زړه په اخلاص سره دا دعا کوي کوم چې خپله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به دغه دعا ډيره ډيره کوله
اللهم يا مقلب القلوب ثبت قلبی علی دينک .
او همدارنګه ځان او خپلې کورنۍ ته به د دهدايت دعا کوئ ، ځکه د کورنئ په بې لارې باندې هم سړی نيول کيږي ځکه چې الله پاک حکم کړی ، يا ايها الذين آمنوا قوا انفسکم و اهليکم نارا
♣♣♣♣♣♣
دوهم نصيحت : تقوای او نيک عمل :
د عقيده نه وروسته د انسان د نجات د پاره تقوای او نيک عمل ضرور دی چې په قرآن کريم په دې مسئله باندې په بار بار تأقيد شوی دی چې آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ .
تقوای يعنې د ټولو شرعي احکامو پر ځای کول او د اسلامي شريعت د منکراتو او منع کړی امرو څخه ځان ساتل دي :
په هر چا کې چې تقوی راغله هغه په دنيا او آخرت کامياب شو ، د دنيا سختۍ او مشکلات هم الله تعالی ورته آسانه کوي او د آخرت د سختيو هم نجات ورکوي .
لقوله سبحانه وتعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .
او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.
او په خاص توګه د ځوانۍ عبادت خاص اهميت لري جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ، ددې اوو کسانو څخه يو هغه ځوان دی چې خپله ځوانۍ په عبادت تيره کړې وې
وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ الله ( متفق عليه) ِ
او دا هم په ياد ولرئ چې بنده بايد په خلپو اعمالو ډير و نه نازيږي او د الله د رحم او فضل سوال به کوي ، خپلې نيګړياوي به د بنده ګۍ بې چاره کۍ او بې وسۍ ، رجوع او عاجزۍ په اوښکو وينځې .
په پټه به د الله تعالی د وېرې نه ژاړې ، دغه اوښکې الله تعالی ډيرې د قدر وړ دي او په خاصه توګه په ځوانۍ کې .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دوې سترګې به اور مسحه نه کړي ، يو هغه سترګه چې د الله د وېرې ژاړي ، بله هغه سترګه چې د الله په لار کې ويښه پاتې شوې وي .
همدارنګه په متفق عليه حديث شريف راغلي لکه مخکې چې تير شوو چې د قيامت په به اوه ډلې د الله د رحمت تر سيورې لاندې د هغه ډلې څخه يو هغه ډله ده چې : ورَجُلٌ ذَكَرَ اللَّه خالِياً فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ ، هغه چې په تنهايي د الله د ذکر پر مهال يې له سترګو اوښکې لاړې شي .
♣♣♣♣♣♣
دريم نصيحت : نورو خلکو ته په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو څخه منع کول :
مسلمان ته د ايمان او صالح عمل وروسته دا مسئوليت متوجه دی چې هغه به يوازې د ځان په فکر کې د ځان د اصلاح او نجات په فکر نه وي بلکې د نورو مسلمانانو د اصلاح فکر به کوي .
ځکه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره د پيغمبرۍ سلسه ختمه شوې ده ، د خلکو اصلاح ، او نورو ته د دين رسولو مسئوليت د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم امت ته پاتې شوې دی :
په نيکو کارونو باندې امر کول او له منکراتو څخه منع کول د امت د نارينه او ښځو مسئوليت دی ، لقوله سبحانه وتعالی :
﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ [التوبة: 71].
ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي .
او دا د مسلمان يو ستر صفت دی چې مسلمان د منافق څخه جلا کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : ﴿الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ .
په نيکی باندې امر کول او له بدۍ نه منع کول د پيغمبرانو عليه السلام دنده ده چې لوی اجر لري :
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
که الله تعالی ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .
اوس مهمه مسئله دا ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر څه وخت فرض عين ګرځي :
ددې مسئلې څخه ځنې خلک خبر نه دی هغه دا چې امر بالمعروف او نهی عن منکر کله فرض عين ګرځي :
اصلاً امر بالمعرف او نهی عن المنکر د جمهورو فقهاؤ په نزد فرض کفايي وي لکن په لاندې صورتونو کې فرض عين ګرځي :
اول صورت : په هغو کسانو باندې چې اسلامي حکومت د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر د پاره ټاکلي وي پر هغوی باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .
دوهم صورت : په هغه صورت چې په يو شرعي مسئله کې چا ته علم وي لکن نورو ته علم نه وي يا نورو ته هغه معروف او منکر عمل نه وي څرګند نو په دې صورت کې په دغه کس باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين ګرځي، دا کس مسئول دی چې نور به ورباندې خبروي .
دريم : کله چې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر علمي دليل او مناقشې ته ضرورت پيدا کړي نو بيا دغه الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر او د هغه د پاره شرعي دليل او مناقشه پر هغو کسانو چې ددې صلاحيت لري فرض عين ګرځي .
څلورم : کله چې يو کس په الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر باندې قادر وي او نور د هغه قيام نشي کولای نو پر دغه کس باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دي ، لکه د کور اصلاح ،کله چې سړی په کور کې منکر ويني په خپله ښځه او اولاد کې هغوی به له منکر نه منع کوي دغه د کور اصلاح د کور په سرپرست باندې فرض ده ځکه چې بل څوک د هغه په کور کې مداخله نشي کولای .
پنځم : کله چې منکرات زيات شي ، جهل او ناپوهي غالبه شي او داعيان کم شي د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر څانګه نه وي او د هغوی د توان څخه ووځي ، نو په دې صورت کې پر ټولو باندې د خپل توان موافق الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی . نن چې مسلمانان د کوم حالت سره مخ دي دا همدغه صورت دی .
کله چې منکرات او فساد زيات شي الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر ځکه فرض عين کرځي چې جهاد له باب د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر څخه دی کله چې د مسلمانانو په ملک باندې کفار يرغل وکړي جهاد فرض عين ګرځي ، همدارنګه د فساد او منکراتو د زيادت په وخت الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر هم فرض عين ګرځي .
مسلمانانو وروڼو! نن ورځ پر ټولو باندې د خپل وس موافق الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .
♣♣♣♣♣♣
څلورم نصيحت، د وخت قدر ساتل :
د وخت قدر او ددی اهميت دومره اهمه موضوع ده ، که په دې باندې په مياشو مياشتو ليکنې وشي نو د وخت قدر به پوره بيان نشي .
د وخت قدر چې هر چا وپيږدلو نو هغه د دنيا او آخرت کاميابۍ تر لاسه کړې .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ( المنافقين ۹ ) .
ای مؤمنانو ! تاسې دې د الله د ذکر څخه ستاسو مالونه او اولادونه غافله نه کړي . او چا چې دا کار وکړو نو هغوی زيانمن دي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دوه نعمتونه داسې دی چه ډير خلک (د هغه د غلط استعمال د وجې ) زيانمن دي . يو صحت او بل اوزګارتيا (فراعت ) دی .(البخاري ) .
نو بايد چې خپل وخت په عبادت ، مشروع کار او کسب ، د علم تحصيل باندې تير کړو ، نه په بې ځايه عبثو کارونو او مجلسونو .
نړيوال جال ( انټرنيت ) د خير او علم په لاره کې يوه غوره وسيله ده دې همدې لارې امريکا او اروپا ته د اسلام دين ورسول شو او د همدې لارې خلکو لوی لوی علوم تر لاسه کړل .
خو متأسفانه زمونږ ډير ځوانان بې هدفه او بې مقصده انترنيټ ته داخليږي او ټوله ورځ په فيسبوک يا نورو بې ګټو سايټونو کې لګيا وي ، يا د نامحرمو د تصويرونو سيل کوي ، يا فلمونه ګوري ، يا د بيګانوو سره په خبرو او تچ ليګاوي چې له يوې خوا پر خپل ځان باندې د ګناه پېټۍ باروي او له بلې خوا خپل قيمتې وخت له لاسه ورکوي .
تاسې ته مې د يوه خيرخواه ورور په حيث دا نصيحت دی چې سر له نن څخه خپل وخت ته متوجه شئ او د خپل وخت قدر وکړئ .
♣♣♣♣♣♣
پنځم نصحيت ، د حلال رزق طلب :
تر نن ورځې ډير د تاسې څخه داسې وو چې د خپل پلار او يا ورور لخوا به تاسې ته زرق او نفقه او نور خرچ برابرېدو ، خو ددې وروسته د يو بل مسئولیت سره مخامخ کيدونکی ياست چې هغه حلال رزق ، حلال رزق نه حرام رزق دی .
متأسيفانه تاسې به داسې ادارو او کار ځايونو ته وړاندی شئ چې هلته به د حلالو او حرامو هيڅ خيال نه ساتل کيږي ، او ټولنه د هره طرفه څخه حرامو او مردارو محاصره کړې ده ، لکه سودي بازار ، رشوت په کار ځايونو کې د نارينه او ښځو اختلاط او داسې نور ….
خو ګورئ پام کوئ چې مردارو ته ور لنډ نشي ، ځکه تاسې تر اوسه پورې پاک ياست ګورئ چې ځان مردار نه کړئ ، ځکه چې د حرامو پايلې سختې خطرناکې دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ).
جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغزيه شوی وي .
هيله مې دا ده چې لږ د صبر نه کار واخلې او داسې نه وي چې د بې صبری له امله فقط د کار په لټه شئ هغه که حلال وي يا حلال .
او ستاسې والدينو او سرپرستو ته مې هم دا نصيحت دی چې د صبر نه کار واخلې او د کار په پيدا کيدو کې له بيړی کار وانخلي پخپل اولاد باندې دا منت بار نه کړي چې ما پر تا باندې دومره کاله مصرف کړی هله ژر کړه ګټه را ته راوړه .
بلکي لږ د صبر څخه کار واخلئ ، او داسې کار وکړي چې سبا د ځواب ويلو توان ولرئ .
خو ګورئ په حرامو باندې ورختل په اور باندې ورختل وګڼئ .
♣♣♣♣♣♣
د علم او مسلک په باره څو نصيحتونه :
اول : خپل ځانونه په علم او پرمختللی تکنالوژئ سمبال کړئ :
پخپلو لکچر نوټونو باندې اکتفا مه کوئ بلکي سر له نن څخه په خپل مسلک کې مطالعات پيل کړي او د نوي تکنالوژی سره ځانونه بلد کړئ .
دوهم : د کار د پيل مخکې لومړی د خپلې دندې او کار په سيستم باندې ښه ځان پوه کړئ ، مخکې له دې چې عملي کار پيل کړئ لومړي د کار سيستم ، نقشه او کاري پلان او همدارنګه د دغه کار او فعاليت مشخصاتو باندې ښه ځان پوه کړئ ، که په کوم ځای نه پوهيږي د هغه په اړه پوښتنه وکړئ او په ټولو امرو ځان پوه کړي او بيا وروسته عملاً کار پيل کړي ، که داسې ونه کړي خدای مه کړه کومه غلطي در څخه وشي چې بيا به د هغه جبرات ډير سخت وي ځکه چې تاسې تجربه نه لري کوم کسان چې تجربه نه لري هغوی به په ډير احتیاط د با تجربه کسان په مشور کار پر مخ بيايي .
دريم : د خپل مسئوليت په ادا کولو کې ډير جدي ووسئ :
څه مو چې په کاري پلان نقشه او مشخصاتو کې دي د هغه د عملي کولو او مسئوليت په باره کې پوره جدي ووسئ ، پام چې د بل کس د فرمايش او نظر تر تأثير لاندې رانشئ . ځکه که څه خرابي راشي ټول مسئوليت بيا تاسې ته متوجه کيږي .
څلورم : هر دنده يو مسئوليت :
هر دنده يو مسئوليت چې د د الله تعالی پر وړاندې به هم مسئول ياست او مسئولو کسانو پر وړاندې به هم مسئول ياست ، په خپله دنده کې د هر ډول خيانت مخ نيسئ ، او هر دنده يو امانت دی د تر سپارل شوي کار په صحي شکل سر ته رسوئ، د خپلو ماتحتو سره به نيک سلوک کوي ځکه اسلامي شريعت د مزدورانو او ماتحتو کسانو سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی ، او تاسې به په دغه تر سپارل شوې دنده کې امين ياست د ټولو افرادو تر مينځ د هغوی د حقوقو او وظايفو په باره کې به پوره عدالت کوي .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب