سلامونه او نیکی هیلی می قبولی کړی
الله پاک د تاسو ته د دی نیک او لوی خدمت اجر درکړی واقعآ چی تاسو خپلو مسلمانو وړونو ته ډیر لوی خدمت کوی او ستاسو دا خدمت د ستایلو وړ دی
ګرانه وروره زه یو څو پوښتنی لرم هیله ده چی د اسلام په ړنا کی یی را ته ځواب کړی
پوښتنه :- زه یو کور لرم د کابل په ښار کی خو پکی اوسیږم نه په کرایه می ورکړی خو ضرورت ورته لرم چی پکی و اوسیږم ځکه په کوم کور کی چی زه اوسیږم ډیر تنګ دی خو د بعضو مشکلاتو په اساس خپله پکی نه اوسیږو نو اوس زه باید ددی کور زکات ورکړم او کنه زما مطلب دا دی چی ددی کور د وجی نه په ما باندی زکات کیږی او کنه که چیرته کیږی څومره پیسی باید ورکړل شی که چیرته په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو وی
پوښتنه :- ما د خپل ضرورت مطابق په بعضو ځایونوکی د کور دجوړولو لپاره ځمکی اخیستی دی خو د پیسو د کموالی په وجه می کورونه پری نه دی جوړ کړی اوس پر ما باندی ددی ځمکو زکات شته او کنه که چیرته وی زکات به یی د هغه وخت د نرخ یا قیمت له رویه ورکول کیږی که د روز نرخ په حساب به یی زکات ورکول کیږی
پوښتنه :- تر کومه حده چی ما معلومات تر لاسه کړی د نقدو پیسو لپاره نصاب يو څلويښت زره افغانی ۴۱۰۰۰ اعلان شوی دی ایا دا اندازه درسته ده او که چیرته کال پری تیر نشی بیا خو زکات پری نشته او که څنګه که چیرته په تفصیل سره ځواب را کړی مهربانی به مو وی
پوښتنه :- مثلآ زما معاش يولک افغانی دی نو په دی زکات شته او کنه که په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو ویBest Regards,
Abdullah
{1}
yewa pukhtani laram ?
za yew 2 numri laram pa hada kie hagha ma da tujarat lapara akhsti aya pa gahgi sang dowl zakat kigi?
اصیل سمین هډه وال د لندن نه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی .
په قرآنکريم تر ۸۰ زيات ايتونو کې زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .
الله جل جلا له فرمايي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).
لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او رکوع کوئ سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو سره) .
وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .
او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د رسول پيروي وکړئ ، هيله چې پر تاسې رحم وشي .
هر جنس چې د تجارت په قصد وي که نومره {پلاټ} وې که کور وي که مارکيټ وي که دوکان وي ،که درملتون وي او که نور اشياء زکات ور باندې فرض دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]
(رسول الله ص به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .
د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :
که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .
(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .
پر مال پوره کال تيريدل : هغه مال چې نصاب ته رسيدلی وي په هغه باندې به يو کال تير شوي وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
د حضرت عبدالله ا بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی :
چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات نه واجبيږي څوپورې چه په هغی باندې يو کال نه وي تير شوی ( رواه الترمذی ).
د نغدو پيسو او تجارتی اموالو زکات او دهغه نصاب :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).
ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ
او په مالونو د دوی کې حق او برخه وه سوالګر لره او صبر کوونکی لره ( مسکين وی خو له شرمه سوال نه کوي ) .
عَن سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َالله صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَامُرُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی نُعِدّ ُ لِلبَيع ( رواه ابوداود او مشكاة المصابيح ) .
د حضرت سمره بن جندب رضی الله عنه نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع يعنې سوداګري او تجارت دپاره اخستی وي .
د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو سرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاف اقل دي .
په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .
فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :
ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان )
دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانې، فابريکه او غيره ) نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي ځکه د سپينو زرو نصاب اقل دی نو په اقل عمل کوو .
د نغدو پيسو يا په تجارتی دوران کې بندو پيسو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا 595 ګرامو سره سمون
خوری .
که فرضاً د سپينو زرو د يوه ګرام قيمت 60 افغانۍ و ټاکو نو زکات نصاب به مساوي شي په :
60×595= 35700 AF
نو که څوک 35700 پنځه ديرش زره اوه سوه افغانۍ د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولري کال ورباندې تير شي زکات ور باندې فرض دی .
يادونه : د سپينو زرو قيمت اټکلي دي تاسې يې د وخت او ځای سره سم نرخ وټاکئ .
د زکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څلويښتمه برخه ده .
لومړی مثال : يوه تجار خپل تجارتي اموال حساب کړل پانګه يی 350000 افغانی شوه زکات به يی :
350000 ÷40 = 8750 af يا 2.5% = 2.5 / 100 = 0.025x 350000 = 8750 af د زکات د ورکړې اندازه به 8750 افغانی شی.
يا په لنډ ډول ويلای شو په سلو روپو کې 2.5 روپئ په زرو کې 25 روپئ او لکو کې 2500 روپئ زکات کيږي .
د زکات نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه :
قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله جل جلاله په لار کې نه لګوي نو دوی په دردناک عذاب زيری ورکړه. .
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ).
ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .
نبوی صلی الله عليه وسلم ارشادات :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم: مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ، مُثِّلَ لَهُ مَالُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ، يَعْنِي: بِشِدْقَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ». ثُمَّ تَلا: [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] الآيَةَ. (بخارى 1403)
د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : په چا چې الله جل جلا له د مال او دولت پيرزونه کړي وي،او هغه د خپل مال زکات ور نه کړي نو مال به يی د قيامت په ورځ د داسې مار په صورت مجسم شی چه سر به يې پک وي او دوه زهرجن نيشونه به لري او د ده تر غاړه به ور تاوشي او دی تر خوله ونيسي او ورته وايي به زه ستا جمع کړي او مال او کنز يم بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا ايت تلاوت کړ [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ].
بل حديث شريف کې راځې : مانع الزكاة يوم القيامة في النار ( طبرانی او الترغيب والترهيب )
څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ يی ځای دوذخ دی .
2012\6\5 دشبی 10 بجی
————————–
پوښتنه :- مثلآ زما معاش يولک افغانی دی نو په دی زکات شته او کنه که په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو وی
ځواب :-
په نغدو پيسو که د معاش ، تجارت وغيره وي په هغه صورت کې زکات فرض کيږي چې نصاب ته ورسيږي او کال ورباندی تير شي .
قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).
ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسې ګټلی .
يادونه : که ستا په دې کور او پلاټ کی د خرڅولو او تجارت نیت وې .
نو زکات درباندې شته او که نیت د خرڅولو او تجارت ڼه وې
نو زکات درباندې نشته
نو زکات درباندې شته او که نیت د خرڅولو او تجارت ڼه وې
نو زکات درباندې نشته