« نوروز » او یوه مغالطه

نثار احمد صمد واصفي

درنو دوستانو ، لطفأ دغه پوسټ په حوصله او دقت ولولیً .

د نوروز د ورځی په هکله یوه مهمه غلطي شتون لری چی ډیر کسان یې مغشوش کړي او پارولي دي . هغه دا چی موږ اکثریت د زردشتیانو ( یعنی اورلمانځونکو یا مجوسیانو ) اختر او زموږ د نوي کال یا نوي موسم لومړۍ ورځ ( یعنی د پسرلي پیل ) سره مخلوط کړي دي . دغه اختلاط یو عقیدوي اختلاف او کلتوري اصطکاک رامنځته کړی دی چی له امله یې زیات انتقادات ، تناقضات او تعرضات روان دي . نو راځی چی د دې بیلتون د لږښت یا تمښت په خاطر یې مختصرأ وشنو .

لومړی ـ زردشتي نوروز :

یو لرغونی مناسبت دی چی ۳۰۰۰ کاله سابقه لری . دا به د نوي کال لومړۍ ورځ وه چی په افراطي ډول تکریم او تعظیم کیدله . په دې ورځ ښځی او نر په ګډه اور بلوي او د نڅا په حال کی طواف پر کوي ، موسیقي ږغوي ، شراب څښي ، هفت میوه جوړوي او تقسیموي ( لکه کشمش ، بادام ، شکرپاره ، جوز یا چارمغز ، پسته ، سنجد او د زردالو مندکي د یو څه بورې سره دوې ورځی په اوبو کی خیشتوي ) ، نذر او نور لهو لعب . دا چی نر او ښځي ګډ سره نڅیږی او په شرابو مست وی نو پایله یې باید څه وی !

خو د اسلام په ظهور سره پخواني ټول ادیان فسخ او مسخ سول . د نوروز او مهرګان پر ځای لوی او کوچنی اختر وضع سول . نو د پخوانیو ادیانو دغسی نمانځنی مردود سوې . اسلام د باطل دین د بقایا یعنی « نوروز » لمانځل حرام کړی دی ، موسیقی ، نڅا او شراب یې حرام کړي دي ، د نر او ښځو دغسی ګډ مراسم یې حرام کړي دي ، مبارکي یا تحفې ورکول ( د نوروز د تعظیم په نیت ) یې حرام کړي دي .

دوهم ـ زموږ د نوي کال عنعنوي لومړۍ ورځ :

دا زموږ د نوي کال لومړۍ ورځ ده چی که یې سابقه وپلټو ، هیڅ د پارسیانو د نوروز غوندی نه ده لمانځل سوې بلکی ټول تمرکز پر دغو ارزښتونو سوی دی : د پسرلي لومړۍ ورځ ، د نیالګیو ایښودل ، ګډ کار ( یعنی حشر ) ، د کروندګرو هڅول او نازول ، د باغونو ، کروندو ، ویالو ، کاریزونو او کلیو پاکول او مرمت کول ، د میلو جوړول او د څارویو پلورل او رانیول ، نښان ویشتل ، نیزه بازي ، آس سورلي او ډیر نور . دا هر څه ساده وو چی نه اور بلېدئ ، نه شراب څښل کېدل ، نه مستي او ګډوډي او لهو لعب وو ، نه هفت میوه وه او نه نور غیر اسلامي مراسم . بلکی مخلصانه کار او زیار وو .

خو متأسفانه ځینو کړیو او بې خبره متنفذینو څه کم یوه پیړۍ مخکی په دغه بهیر یو لړ بدعات ګډ کړل ، مثلأ :

الف ـ د ایرانیانو تقلید ( لکه د جنډۍ پورته کول ، د قبر څخه مراد غوښتل ، څلویښت ورځی میله جوړول او نور ) .

ب ـ د مجوسیانو تقلید ( لکه هفت میوه ، د همدې لرغوني ورځی د احترام په خاطر یو بل ته تحفې او مبارکۍ ورکول ، موسیقی ږغول ، د اور په عوض کی شمع لګول او نور ) . نو ځکه له دې څخه یوه عجیبه بې خونده ګډوله جوړه سوه چی ډیر بې خبره افغانان یې استعمال کړي او پارولي دي .

درېیم ـ په بهر کی د پسرلي لومړۍ ورځ :

ډیر هیوادونه ( چی جنترۍ ګانی یې د میلادي کال مطابق دي ) ، بیا هم د مارچ شلمه د پسرلي د لومړۍ ورځي په حیث لمانځي خو هغوی نه « نوروز » پیژنی او نه هغه ته اهمیت ورکوی بلکی د لمانځلو دا بڼه یې زموږ هغې ته ورته ده . زه شخصأ په هند کی دوولس کاله د وچي میوې په کار کی لګیا وم چی د هغوی د حسابونو نوئ کال د مارچ پر شلمه پیل کیږی او ټول کتابونه او اسناد د همدې ورځی څخه نوي کیږی . په پاکستان کی هم همداسی ده . په شمالی اروپا ، کاناډا او امریکا کی هم کټ مټ همداسی ده او همدا نن یې په ټلویزیونونو ، خپرونو او فېسبوک کی د نوي پسرلیزه کال خبر خپور کړی و . خو هغوی نه « نوروز » پیژنی او نه یې تجلیلوي .

په هر صورت ، د اسلامي لارښوونو له مخی جنډۍ پورته کول حرام دی ، د جنډۍ یا قبر څخه مراد غوښتل حرام دی ، ورتګ او برخمن کیدل ( په همدې نیت ) حرام دی . لنډه دا چی د ټولو اسلامي منکراتو کول حرام دی .

میلې ته تلل د نوروز د لمانځنی او تکریم په نیت حرام دی ( خصوصأ که هغه په یو زیارت کی وی ) ، خو د رخصتۍ یا نورو ورځو غوندی عادي میله جوړول روا دی چی باید په زیارت کی نه وی . عجیبه ده ، زیارت او میله ؟ د قبرونو څخه باید مراد و نه غوښتل سی بلکی برعکس د هغوی څښتنانو ته باید دعا وسی !

د افغانستان د نوي کال د پیل په مناسبت میله او خوښي یا میلمستیا جوړول روا دی ( په خپل حد او چوکاټ کی ) . نو موږ ولی یو بل ته د « نوروز » مبارکي وایو ؟ ولی د « نوي کال » مبارکي نه ورته وایو ؟ آیا زموږ په نوي کال کی « هفت میوه » او « سَمَنَک » شامل دي ؟ یا قطعأ نه . نو ولی دا شیان صرف په همدې ورځ تهیه کیږی ؟ ولی پنځه شپږ ورځی مخکی یا پنځه شپږ ورځی وروسته نه کیږی ؟ که پلمه د پسرلي وی نو آیا په دې څو ورځو بدلون سره پسرلی ختم او محوه سو ؟ پس د مجوسیانو د مراسمو تقلید باید ونسي ، ځکه مسلمانان ترې منع دي .

محترم وروره او محترمی خور ، که ته د « نوروز » د لمانځلو یا نه لمانځلو په هکله نه پوهیږې یعنی متردد او زړه نازړه یې ، نو د رسول الله (ص) لارښوونه عملي کړه چی فرمایی : « هغه څه مه کوئ چی په هکله ( یعنی په کولو یا نه کولو ) یې شکمن یاست » ( ترمذی ؛ احمد ؛ ابن ماجه ؛ حبان ، نسایی ) . نو که اوس هم سر نه خلاصوې پس انکار او سرکښي کوې .

تر ټولو مهمه باریکي لا دا ده چی « نوروز » د مجوسیانو ( یعنی زردشتیانو ) اختر و چی نن هغوی نسته ، خو بدبختانه مسلمانان یې د هغوی پر ځای لمانځي او حیلې جوړوی !!!

فاعتبروا یا اولی الابصار !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟