نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

بلکي د قرآن او سنتو اتباع او د اسلامې امت د وحدت غوښتونکي يو ځکه :

د وهابيانو ددې رايي سره سخت مخالف يو چې د څلورو اسلامي فقهو او څلورو مذاهبو د امامانو د هلو ځلو څخه انکار کوي کوم چې د احاديثو اسناد يي څيړلي دي او د قرآن او حديث څخه يي د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسائل را ايستلي دي هغوی خيرالقرون ته ډير نږدي او د لوړې تقوی خاوندان وو ، هيڅ امام له خپلي رايي څخه څه نه دي ويلي بلکي ټولو د قرآن او سنتو څخه مسائل را ايستلي دي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د دين ځنې امور د امت د آسانی د پاره په بيلابېلو طريقو تر سره کړی دي چې د امامانو له جملي څخه يو يي يو قول را خيستی او بل يي بل قول ته ترجيح ورکړی ده .

امام مالک رحمه الله په احاديثو کې لوی کتاب موطا مالک ليکلی دی ، امام احمد د مسند احمد په نوم د احاديثو لوی کتاب ليکلی دی او امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې وتلی عالم تير شوی دی او امام ابوحنيفه د دريو واړو مشر او استاذ بلل کيږي .

نو ای اهل حديثو ! تاسې ته چې هر څه تيار په لاس درغلل اهل حديث شوئ او هغوی د دومره خدمت او هلو ځلو سره سره د احاديثو خلاف شول .

ای افسوس !!! په دې انصاف آيا دا قضاوت د يوه مسلمان د پاره مناسب دی آيا په اسلامي امت کې دا ډول اختلاف جوړول د اسلامي امت د ټوټې کيدو او کفر د نفوذ د پاره لاره جوړول نه دي ؟

امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجري کې پيدا شوی دی د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق دی هغه خپل مسلک په دوو خبرو کې خلاصه کړی دی :

اذا صح الحديث فهو مذهبي ( په صحيح حديث باندې عمل کول زما مسلک دی )

په دې اړه الشيخ محمد سعيد بن محمد أمين صفرالمدني الحنفي رحمه الله يو مکمله رساله په نوم د رسالة الهدى في اتباع النبي المقتدى ليکلې ده .

او بل امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : کله مو چې زما کوم قول د قرآن او سنتو خلاف و ليد هغه پريږدئ په قرآن او سنتو عمل وکړئ

نو د قرآن او سنتو د اتباع او د هغه د موافقت د پاره همدا خبرې کفايت کوي او په همدې باندې اکتفا کوو .

يعنې وهابيان د اسلامې امت د رښتنيو علماؤ په شان کې ګوستاخي کوي چې دا د يوه مسلمان د پاره مناسب کار نه دی .

که تاسې فکر کړی وي اسلامې لارښود حنفي فقه اقوالو په احاديثو ثابتوي او يوازي د فقهې په اقوالو اکتفا نه کوي ددې څخه مقصد همدا دی چې خلکو واروئ زمونږ مذهب د قرآن او سنتو اتباع ده او بس .

ځنې کسان چې د حنفي فقه په قول نيوکه لري د هغه په اړه يې پوره تحقيق نه وي کړی که نه زه پخپل ناقص علم او پوهي ټولو ته دا و ړانديز کوم چې تاسې ما ته داسې کوم قول را وښيی چې هغه خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي خو دې ته مو پام وي چې د هر مصنف ليکل شوی کتاب او په هغه کې څه غلطۍ د مذهب نمايندګي نه شي کولای بلکي هغه خپله د مصنف مسولئت دی .

بل دا چې د مذهب ردول په ټولنه کې د اختلاف را مينځته کول دي

ځکه عام خلک په دې ډول فروعي اختلافاتو کې پوهه نه لري هغوی ته شک پيدا کيږي چې زمونږ په مذهب ولي داسې نه دي .

مثلاً د کابل په کمپنۍ کې د اهل حديثو (وهابيانو ) يو ځانګړی جومات دی هغوی په زوره آمين وايي ، د پښو تر مينځ يي زياته فاصله وي په تشهد کې کوتې ته حرکت ورکوي .

په زوره آمين او خفيه سره آمين ويل ، د شهادت په وخت کې د کوتې ښورول او نه ښورول ، د پښو په منځ لږ فاصله او ډير فاصله هر يو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .

خو نا پوهه وهابيان بيا په دې فکر کې وي چې خفيه آمين ويل يا د پښو تر مينځ د څلورو کوتو په اندازه فاصله د احاديثو خلاف ده (العياذ با الله ) .

او يا نا پوهه مذهبيان بيا په دې فکر کې وي چې د وهابيانو دا اعمال د احاديثو خلاف دي (العياذ با الله ) .

نو دا ځان ځاني به بيا په يوه داسې اکثريت نا لوستي او د ديني احکامو څخه نا خبره ټولنه کې پخپل عبادت کې د شک او ترديد سبب نه شي ؟

ښاغلی وهابي صاحب ! که د بدعت ، شرک او خلافاتو پر وړاندې مبارزه کول غواړې مونږ ستا ملګري یو او که د بدعت او شرک د مقابلي تر عنوان لاندې دې مطلب د مذهب پر وړاندي دريدل وي او کوم بدعتي پير ، بدعتي عالم او بدعتي کس اعمال پر مذهب ور تپې او د څلورو مذاهبو مسلک د سنتو خلاف بولې نو دا بيا په اسلامې امت کې د مسلمانانو تر مينځ اختلافاتو ته لمن وهل دي په دې هدف کې بيا اتباع سنت نشته بلکي د مسلمانانو اتحاد او واحد محراب ته سدمه رسول دي .

همدارنګه هغه تعصوبي مذهبيان چې اهل حديثو ته ګمراهان وايي (العياذ بالله ) حال دا چې دوی د دين مسائل مستقيماً له قرآن او حديث څخه را و باسي ډير د انصاف څخه لرې خبره ده او د مسلمان د شان سره داسې فکر لرل بالکل غلط دي .

حکيم امت اشرف علي تهانوي رحمه الله ليکي : حقيقت ته د رسيدلو دوې لارې دي تحقيق او تقليد يعنې که څوک دا استعداد ولري چې مستقيماً له قرآن او حديث څخه مسائل را وباسي صحي ده او که دا استعداد و نه لري د بل د تقليد له لارې چې د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق وي تقليد کول هم صحي دي ( تحفة العلماء ج ۲ ص ۲۸۴ ) .

همدارنګه ځنې تعصوبي کسانو ته چې د قرآن او حديث دليل وړاندې شي نو دوی تر هغه پورې ور باندې باور نه کوي څو د کوم امام يا مذهبي په قول باندې ټاپه شوی نه وي چې دا هم د ګمراهۍ فکر دی ځکه مذهب د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده د قرآن او سنتو په رڼا کې په مسائلو باندې بحث شوی وي مذهب العياذ بالله د قرآن او سنتو نه ځانته بل څه نه دي .

فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).

په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .

لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه درسول  د اطاعت پر ځای ددغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دادی  چې دالله (ج) او رسول الله (ص) د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار)

او ددې کسانو دا ډول مفکوره لرل هم د بې علمۍ دليل دی هغوی دی علمي تحيقات وکړي خپل اشتباهات دې رفع کړي او د اسلامې امت له ټوټې کولو دې لاس واخلي .

آخري خبره :

د لوستونکو څخه دا هليه کوو چې د امت د ډلو په منيځ کې چې کوم فروعي اختلافي مسائل دی هغه نه دي ډډه وکړي خو که د ده د عقيدې او عمل د شک او ترديد سبب شي بيا د هغه څيړل او په هغه باندې ځان پوه کول ضروري دي .

ځکه ډير مهم مسائل مو مخې ته پراته دي ددې ډول بحثونو او ناندريو د پاره به وخت له کومه کړو ځکه په داسې اساسو او سختو شرايطو کې قرار لرو چې په دين ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبي ترې پورته کيږي .

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

د دعوت نیوز خبره :

دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مې چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوم او خلک ته به الهي احکام رسوم ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږم او نه شرميږم ، هدف مې د الله جل جلا له  رضا ده پر الله تعالی مې توکل کړی دی او زه په خپلو وښکو لړلې ليکنې د ده ستر ذات ته پښ کوم ، د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرم .

که په ما کې څه داسې غلطي وينئ چې کومه کلمه مو خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي ما ور باندې خبر کړئ زه به يي فوراً اصلاح کړم او که د اصلاح کولو صلاحيت مو په ځان کې و نه ليد او يا د دين د نصرت پر ځای مو مسلمانانو او دين ته خدای مه کړه څه ضرر رسولی وي نو زه به ډير ژر د هوا د څپو څخه ووځم او دا ځای به بل چاته پريږدم ځکه زما هدف خو د دين قيام دی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟