نصاب دقربانى څه دې که واضاحت را ته وکړې
يعنې قربانی کله کول پکار دې ؟
نصاب په درى قسمه دے يونصاب د ا موالودے
دوم نصاب دقربانى دے
اودريم نصاب دصدقة الفطردے
په حق دوجوب كښے دريوواړودپاره يونصاب شرط دے
بعضى هغه مقدارچه دوه سوه روپى شرعى دے ياهغه سامانونه چه دغه قيمت ته رسيږى اوزياتى وى داصل حاجتونونه،اصلى حاجتونه لكه داوسيدودپاره كورداغستلوجامى اودروزمره ضرورياتوداستعمال سامان شو.
واليسار بان ملك مائتي درهم اوعرضايساويهاغيرمسكنه وثيابه البس اومتاع يحتاجه الي ان يذبح الاضحية (ردالمحتارص۳۱۲ج۶) البزاية ص۳۸۶ج۶)
فرق په درى واړوكښے دادے چه په اول قسم كښے حولان حول يعنى ديوكال تيريدل اونماء يعنى زياتى كيدل وغيره شرط دے،اوپه دوهم قسم كښے دقربانى په مياشتوكښے ددغه نصاب وجود شرط دے يعنى چه ځان له څاروى اويا دشركاؤوسره حصه اخستى شى،اوپه دريم قسم كښے چه صرف دضرورت نه علاوه دسرسايه وركولوطاقت لرلى شى.
(كمافصلهاالشامي في ردالمحتارفي باب الزكاة)