نبض

نبض Pulse

 دشیریانونو په داخل کې دوینی دموجې جریان څخه عبارت دي.چې دزړه دچف بطین دتقلص په نتیجه کې منځته راځي او دبدن په سطحي شریانو کې جس کیږي.چې په یو سالم شخص کې د نبض دضربان شمیره دزړه دضربان په شمیر دلالت کوي.چې دعضویت په مختلفو ساحو کې جس کیږي دنبض په کتلو او
معلومولو سره دزړه دحرکاتو شمیر معلومیږي.

دنبض پر سرعت باندی موثر فکتورونه:
عمر: دعمر په تیریدو سره دنبض سرعت په تدریج سره کمیږي.
جنس: دبلوغیت څخه وروسته دنارینه نبض نظر ښځوته خفیفآ کمیږي.
فزیکي تمرینات: په نارمل ډول دفعالیت سره دنبض تعداد زیاتیږي.
درمل: ځني درمل لکه ډیجوکسین دنبض تعداد کموي او ځني درمل دنبض تعداد زیاتو لکه ایفینیفرین.
وینه بهیدنه یا دویني دحجم کمیدل:
دوینی ضایع کیدل نبض زیاتو، ځکه چې بدن هڅه کوي تر څو غړي دوینی دکمښت له وجه دزړه دضربان دزیاتوالی په واسطه معاویضه کړي.

رواني / روحي فشارونه:
په روحي فشارونو کې سیمفاتیک عصبی سیسټم تنبه کیږي او دزړه دضربان دتعداد دزیاتوالی باعث کیږي.همدا علت دي چې روانی ناروغان دزړه دتکان څخه شکایت کوي.
تبه: تبه دزړه دضربان دزیاتیدو باعث کیږی ځکه چې تبه یوي خوا دمحیطی رګونو دپر خوالی او دبلی خوا بدن دمیتابولیزم دزیاتوالی باعث ګرځي.
دوضعیت تغیرات: دناستي او ولاړی په حالت کې وینه په وریدونو کې ټیټیږي.
او وینه دوریدو وخوا ته انتقال پیدا کوي نو فشار کښته کیږي او دنبض تعداد زیاتیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟