مینه خپره کړئ!

لیکنه: مولوي رحمن ګل مصباح
ناشر: دعوت نیوز
ای ملګریه!
په الله قسم! که به دا دنیا پدي ارزي، چې له چانه کرکه وکړو، څوک خپه کړو، او یا څوک له ځانه متنفر کړو، ملګرو ته مینه ورکړه! ژوند په خوښې، ایثار او خلوص تیرکړه! ساده اوسیږه! ذهن او اعمال دي پاک ساته! او له هرچا سره خاص دالله په خاطر مینه او مرسته کوه! اوبس؛ ددي دنیا انجام مرګ ده، او مرګ ددي دنیا مینې، او نفرتونو ته دپاي ټکی ده.
انسان په دنیا کې د مسافر مثال لري کله چې دانسان په دنیا کې د ژوند دا لنډه او کوتاه مسافرې پای ومومي، او انسان مړ شي بیا یو څه لحظه د غسل، تکفین، تجهیز او د جنازي د لمانځه لپاره په کور کې محصور وي، خو چې کله یې د جنازې لمونځ اداء شې نو ډېر په بیړه یې د قبرستان په لور یوسي، او په خاورین قبر کې یې خښ کړي، نو دده د ژوند لومړی پړاو پای ته ورسیږي، او دوهم پړاو یې پېل شي، خو دوهم پړاو له لومړني پړاو سره خورا ډېر توپیر لري، ځکه چې په دوهم پړاو کې انسان د جدایې، تنهایې، او بي وسې، خاورو، چنجیو، تیارو، سوال اوجواب په کور کې اوسیږي چې قبر دی، چې له انسان سره پلار، مور، ورور، خور، ځوی، لور او نور خپلوان نوي، چې غم، درد، سختي، خفګان، او زړه تنګي ورڅخه لري کړي، انسان ته په قبر کې هیڅوک ګټه نشي رسولای، نه والدین، نه اولاد، نه مال او دولت، یواځي نیک عمل دی چې انسان ته په قبر کې ګټه رسوي.
ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ویلې دي: چې قبر به یا یوه باغیچه وي، له باغیچو دجنت څخه، او یابه یوه کنده وي، له کندو دجهنم څخه.(الحدیث)
قبر اول منزل دی له منازلو دآخرت څخه، که پدي منزل کې انسان بریالی شي، نو بیا به په ټولو منازلو کې بریالی یې، او خدای نخواسته که پدي منزل کې کوم انسان ناکام شي، نو په ټولو منازلو کې به ناکام وي.
نو ای انسانه! چې په مرګ اوقبر دي ایمان، اوعقیده ده، نو ولي ورته تیاری نه نیسي؟ ولی ورته توښه نه برابروي؟ ای کمزوري انسانه! حسد، غرور، غیبت، دروغ، تهمت، ریاء، بدګومانې، خیانت او داسې نور ګناهونه پریږده، او خپل رحیم خالق ته لاسونه لپه کړه، او په اخلاص ورنه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړه، او خپل ځان ته ورځنی تقسیم اوقات دعبادت جوړ کړه! یو څو ورځې عمر به دي پاتي وي، اخیر به لدي فاني دنیا څخه د آبد په سفر ځې، ستا د ټول ژوند پای او نتیجه(نیم متر ځای او دوه متره کفن ده) او چې کله ته وفات شې، نو یو څو ورځې به دي دوستان په مجلسونو کې یادوي، او په تاپسې به اوښکې تويوی، اخیر به دهغوی هم زړونه صبر شې، ته به یې هیر شې، او خپل عادي ژوند به پیل کړي.
نو همدا اوس پورته شه ورشه! که دي چاته تکلیف رسولای وي، او یا دي دچا غیبت کړی وي، اویا دي څوک خفه کړي وي، بښنه تري وغواړه! او اینده کې داسې ناوړه اعمال مه ترسره کوه!
اﻟﻠﻬﻢ ﺇﻧﺎ ﻧﻌﻮﺫ ﺑﻚ ﻣﻦ ﻋﺬاﺏ ﺟﻬﻨﻢ، ﻭﺃﻋﻮﺫ ﺑﻚ ﻣﻦ ﻋﺬاﺏ اﻟﻘﺒﺮ، ﻭﺃﻋﻮﺫ ﺑﻚ ﻣﻦ ﻓﺘﻨﺔ اﻟﻤﺴﻴﺢ اﻟﺪﺟﺎﻝ، ﻭﺃﻋﻮﺫ ﺑﻚ ﻣﻦ ﻓﺘﻨﺔ اﻟﻤﺤﻴﺎ ﻭاﻟﻤﻤﺎﺕ.

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟